معمولاً اوس په ټوله نړۍ کې نظامونو، ملتونو، لويو رسنيو او د ژورناليزم د مسلک لارویانو منلې چې رسنۍ په خپلو خپرونو کې په ټولنه لوی اغېز پرېباسي.
د اوسنۍ نړۍ لوی ځواکونه تل په دې هڅه کې دي چې ډول، ډول رسنۍ په خپل لاس کې واخلي، او پدې ډول په نړۍ او ګڼو ملتونو خپلې موخي او افکار قبول کړي.
له ډله ييزو رسنيو راډيو، ټلويزيون او اخباره بيا تر انټرنیټه اوسنۍ ټولې رسنۍ يې ښه مثالونه دي چې پردي افکار او زيانمن توکي په اسلامي نړۍ کې رايجوي.
د ډله ييزو رسنيو ښه مثال؛ په دې وروستيو کې په افغانستان کې ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو ځنډېدو سره يو شمېر رسنيۍ يو اړخيز خبرونه خپروي او د افغاني ټولنې د وګړو په افکارو بده اغېزه کوي.
په اتلسو نوماندانو کې يوازې دوه يې يادېږي، دا په خپله يو اړخيز رنګ لري.
د دې دواړو نوماندانو هره خبره محترمه ګڼل کېږي او د هري شېبې په خبري، تحليلي او مرکه ييزو پروګرامونو کې همدا دواړه مخکښ ګڼل کېږي.
په دويم قدم کې ټولنيزي او انټرنټي رسنۍ دي، چې ښه مثال یې په دې وروستيو کې ايران دی، چې د لاريونونو له امله په ټیلیګرام او يو شمېر نورو رسنیو بندیز ولګول شو.
د يوو ځوان چې د تونس اوسېدونکی وو د ځان سوځولو ويډيو په خواله رسنیو له خپرېدو وروسته په عربي نړۍ کې لوی لوی بدلونونه راوستل.
هماغه جګړه تر ننه ښه توده روانه ده، چې د همدې رسنيو زېږنده وه او تر ننه يې توده ساتلې.
لويديځ تل هڅه کړې چې د سوریې، شمالي کوريا او کيوبا په څېر هيوادونو رسنۍ چې واکمنو دکتاتورو نظامونو پرې سانسور لګولی او پخپل کنټرول کې يې لري، د دوی له انحصاره را وباسي او د همدې نظامونو په زيان يې تبليغ ته وهڅوي، امريکا غږ شبکه (VOA) چې د نړۍ په ګڼ شمېر هیوادونو سربېره په افغانستان او منځنۍ اسيا کې هم خپروني لري په دې وروستيو کې د روسیې لخوا له بنديزونو سره هم مخ شوې.
دا يو روسيه نه ده پاکستان او د منځنۍ اسيا هيوادونه دې شبکې ته يوه او بله بهانه لټوي، تر څو يې په خپلو هيوادونو کې بنده کړي.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه جدي غوښتنه کوو چې د ټوليزو او ټولنيزو رسنيو لپاره دي د اسلام مبارک دین، په افغانستان کې د شته قوانينو او نړيوالو قوانین په رڼا کې قوانین جوړ او د عملي کولو لپاره دي يې له جديت څخه کار واخلي کنه ټولنه به مو لا نوره د بې لارۍ او بد اخلاقۍ لور ته ولاړه شي، بهرنی سیاست به مو تر بد اغېز لاندې راشي.
په دې هيله چې ويښ، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن خبريالان او رسنۍ ولرو!