محب الله عمري

ټولنې ژور فکري هنر ته اړتیا لري، که هرې برخې ته سطحي کتنه وشي ستونزې زېږېږي. د ټولنې د پرمختګ بنسټ د فکري لیدلوري د پرمختګ په اساس کېښودل کېږي. نو که چېرې د ټولنې د ښه والي لپاره له سطحي نګره کړنلارو کار واخلو، څرګنده خبره ده چې د دوښمن د زېږنده افکارو ښکار کېږو. زمونږ تېر او اوس له همدغه ستونزمنو شرایطو او بلاګانو سره لاس او ګرېوان دی.

زمونږ په ټولنه کې عبارت پرستۍ تر هر څه ډېر موږ ځپلي او شاته غورځولي یو. وحشت صفته کبرجنو زمونږ د ټولنې د سطحي نګرۍ څخه پوره پوره ګټه اخیستې او تل یې شرایط زمونږ په انساني، مالي، فرهنګي، اعتقادي تاوان او تزلزل څرخولي دي. تل زمونږ ټولنې په ظاهر قضاوت کړی او کوي یې. زمونږ ذهنیتونو تل په ظاهر پرستۍ تمرکز کړی او کوي یې، انساني کرامت او انساني ارزښتونه مو تل په حاشیه کې ساتلي او هېڅکله مو د لانجې د حل لپاره له انساني ګټور فکري تعمق څخه کار ندی اخیستی او ډېری وختونه مو د ظاهري ګډوډیو د له منځه وړلو لپاره مهمو او ګټورو شرایطو ته بدلون ورکړی او ستر عقیدتي او فرهنګي خصوصیتونه مو تر پښو لاندې کړي او پکې ختلي یو.

کله هم له داسې شرایطو سره مخ شوي یو چې د عبارت پرسته خلکو په خوله مو د دین سپکاوی کړی، حال دا چې ټول کارونه مو د دین په لاره کې قرباني بلله.

د فرهنګي یرغلونو ستر علت په یو ټولنه کې د خلکو دیني افراط دی. نواندي مجبورېږي چې د دوی د افراطونو ستونزې او حقایق ورته ووایي. چې ډېری وختونه د افراط پاله ټولنې له غبرګونو سره مخېږي چې په مقابل کې یې ذهنیتونه نور هم جامد او سختېږي. کله چې افراط واقع کېږي نو تفریط ورسره مل وي.

زمونږ ډېری منبرونه پرته له دې چې د آیت شأن نزول، وخت او مکان په اړه څېړنه وکړي، د عبارتونو تر اغېزې لاندې راځي او د دوی دغه عبارت پرستي خلکو ته د ژور فکر اجازه نه ورکوي او د دیني قربانۍ په نامه په ستر جهل کې واقع کېږي، چې اعتقادي نیوکې رامنځته کوي.

که وغواړو چې د وېروونکو تجربو پر مخ لاره ډب کړو نو مجبور یو چې خپل دیني، مذهبي او فرهنګي تفکر له بېخه اصلاح کړو.  تر هر څه د مخه باید د دین بنسټیز متنونو (قرآن او حدیث) ته ورشو او د قرآن او سنت تفسیر د ظاهر پالو عبارت پرستو له انحصار او ولکې څخه وباسو. موږ مجبور یو چې د دې متنونو د پوهېدا په برخه کې انقلاب وکړو. باید هغه قواعدو او ضوابطو پسې ورشو چې عقل یې مني او اخلاق یې غواړي.

موږ باید د عقیدې اساسي اصول له سره زده کړو او د ژوند بنسټیزې چارې مو په زغم، یو او بل منلو، انساني کرامت پېژندلو او درناوي کولو سمبالې کړو. د دې حق نه لرو چې تل په دین کې په هغه څه پسې وګرځو چې له انسان نه د تعامل او مدارا حس اخلي.

مونږ باید داسې ادبیات تولید کړو چې نوی عصر ومني، او دا ومني چې انسان خپل واک لري تر څو د خپل ژوند بڼه پخپله جوړه کړي، پدې کې باید د کرکې، غچ اخیستنې، جګړې او بربادۍ پر ځای تسامح، بل منل او مدارا وستایل شي.

د ټولنې د پرمختګ بنسټونه د فکري تعمق پر بنسټ کېښودل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *