موږ له ماضي سره په دې خاطر اړیکه ساتو چې له خپل لرغوني فرهنګه خبر شو او ګټه ترې واخلو. له خپل زوړ فرهنګه او فرهنګي ارزښتونو سره په اړیکه کې پاتې کېدل بده خبره نه ده، خو تر څنګ يې دا هم اړینه ده چې تېره او اوس زمانه او د تېرې او اوس زمانې اړتیاوې سره پرتله کړو.
پخوا له یوه ځایه بل ځای ته د فاصلو د کچ کولو لپاره که قافلې او کاروانونه موجود ول، خو دا د وخت اړتیا وه، یا که په حیواناتو اس، خره او له نورو له یوه ځایه بل ځای ته د تګ راتګ کار اخيستل کېده، دا د خپل وخت اړتیا وه، خو اوس چې د انسانانو ژوند د نوي والي یا د موډرنیزم خوا ته روان دی، نو د ژوند اړتیاوو او ضرورتونو هم فرق کړی دی او د فاصلو د کچ کولو لپاره بېلابېلې وسيلې پیدا شوې دي.
افغان انسان ورو ورو د مدنیت خوا ته روان دی، له ماضي درس اخيستل په کار دي، خو د راتلونکي لپاره تدبیر او تصمیم په کار دی.
خوشال بابا وايي:
خپل تدبیر د لاسه مه پرېږده خوشاله
که کارونه حـــــــــــواله دي په تقدیر
زموږ ټولنه چې تر پخوا ډېره د نوي والي او مدني ژوند خوا ته تللې او روانه ده، زموږ هیلې او ارزوګانې ورته ډېرې دي، مګر زموږ په ټولنه کې د طبقاتي جوړښت حاکمیت د دې لامل شوی چې افراد پر کسبي او ناکسبي، پر خان او غریب، پر سید او میا، پر نداف او جولا پر ښځه او نر ووېشو او د همدغه طبقاتي وېش په جال کې ځان د پرمختګ له کاروانه شا ته پاتې کړو.
که د ماضي د بدلولو وس نه لرو، نو د حال او مستقبل د بدلولو وس خو لرو، نو په کار ده چې په زړو فکرونو شک وکړو، وې سپړو ښه او بد يې بېل کړو او د افرادو د حقوقو د ورکړې لپاره یوه خوله شو.
زموږ خلک پر ښځو ستم کوي او له اجتماعي حقونو يې محروموي، خو د نور ټولنو خلک بیا زموږ برعکس ښځې له ځان سره اوږه په اوږه پالي او هغه امکانات چې په ټولنه کې د یوه نر لپاره مهیا کوي، د ښځو لپاره يې هم برابر کړي وي.
د یونان د مشهور فیلسوف سقراط خبره ده چې د هغه ممتاز شاګرد اپلاتون په جمهوریت نومي اثر کې کړې ده، سقراط د ښځې په هکله ویلي چې که د ښځې لپاره هغومره امکانات او کاري چاپېریال برابر شي، لکه څومره چې د یوه نر لپاره برابرېږي، نو په دغه حالت کې ښځه هم کولای شي هغه کارونه چې یو نر (سړی) يې کولای شي، نو ښځه يې هم کولای شي.
که د یونان د دغه فیلسوف خبره موږ پنځوس کاله له مخه په خپل ځان عملي کړې وای، نو نن به مو ټولنه په دومره کچه شاته نه وه پاتې.
موږ کلونه کلونه ښځه په خپل انحصار کې ساتلې ده. د فمینستانو په خبره چې وایي د بشر کلچر، تاریخ ، مفکورو او اخلاقو په تېرو زرګونو کلونو کې د نارینه وو له سترګو دنیا ته کتلي دي.
«زموږ په ټولنه او ادبیاتو کې هم د نورې دنیا په څېر ښځې ته د دویم درجه بشر په سترګه کتل شوي او که چا یې درناوی کړی دی، نو عاجزه، نحیفه او ضعیفه یې بللې ده. په شلمه پېړۍ کې چې نوي افکار خپاره شول، د ښځو د سیاسي او اجتماعي حقونو لپاره هڅې پیل شوې چې تر اوسه لا دوام لري. په دې موده کې زموږ ګڼو شاعرانو، لیکوالو او اجتماعي فعالانو یا له ښځو سره د خواخوږۍ د احساس د پیدا کولو کوښښ کړی دی او یا یې ویلي دي چې که ښځه په ټولنه کې فعاله نه وي، نو ټولنه به د یو وزرې مرغۍ غوندې د پرمختګ چانس ونه لري.»
په موږ کې ښځې ان له دومره کړاو سره مخې دي چې سړي يې د خپلو تېروتنو او ښوېيدنو د جبران لپاره خپله غوصه پر خپلې مېرمنې سړوي.
په متل کې وایو: «زور مې په تا نه رسي مړ به دې دادا کړم» پر سړي چې په کور کې یا هم د ښځې په خپلوانو (خسرخېلو) کې څوک سترګې برګې کړي، نو قصور يې بیا په کور کې له خپلې مېرمنې چې هېڅ ګنا به يې هم نه وي، غچ يې له هغې اخلي.
«موږ تکړه مېرمنې ته وایو چې ډېر د نارینه وو خویونه لري او چې نارینه غندو نو نرښځوکی یې بولو. موږ پر دې شرمېږو چې د ښځو نومونه واخلو. کورودانه، مېرمن، کوروالا، ورینداره دې، د ماشومانو مور، کډه او داسې نور نومونه ورته اخلو. د ښځو د اواز اورېدل هم راته له ګناه او خطا خالي چاره نه ښکاري.
په ټولنه کې د ښځو په اړه دوه تصوره موجود دي: یو دا چې دوی نالایقې او کم استعداده دي او بل دا چې په ټولنه کې یې حضور د ګناه لامل کېږي. فمینستان وایي چې مروج اخلاق او اقدار د ټول انسان استازیتوب نه کوي؛ بلکې د نارینه وو ګټو او غوښتنو ته ځواب وایي. مثلاً مروج اخلاق له ښځې حیا او پاک لمنې او وفا غواړي چې ګټه یې نارینه ته رسېږي، خو د نارینه وو په حیا او پاک لمنۍ خاص تاکید نه کېږي. که څوک شرمېږي نو ممکن ورته ووایو: ولې د ښځو غوندې شرمېږې، راشه د نر غوندې سپینه خبره وکړه.»
د عدم تشدد (له تاوتریخوالي کار نه اخېستل) د فلسفي بنسټګر عبدالغفار خان (پاچا خان) په دې باور و چې له تشدده، تشدد زېږي، نو که موږ غواړو چې ځان هدف ته ورسو، په توندۍ او تيزۍ کې ګټه نشته، بلکې هدف ته د رسېدو لپاره نرمي، صبر و حوصله او له سولې کار اخيستل په کار دي.
پاچا خان د خپلې ټولنې ناروغۍ ښې پېژندلې وې او د ده دا تشخیص پر ځای و چې تربورګلوي پالل، تعلیم نه کول، غچ او انتقام اخېستل، تشدد کول او په خوارۍ مزدورۍ شرمېدل د پښتنې ټولنې د بربادۍ او بد مرغۍ لوی علتونه دي.
که د ښځو په هکله زموږ د ټولنې ذهنیت سم شي، نو موږ داسې ښځې لرو چې په لسو نرانو دې بلا وګرځي.
دغه ناخوالې په ځانګړې ډول د افغانستان په ټولنه کې د دې لامل شوې چې همېشه په کړاو او جنګ کې پاتې شو، له پرمختګه را وګرځو، له سواده او له یوه منظم او معیاري ژونده بې برخې شو، د یوه لا غني فرهنګ او کلتور له شتونه محروم شو او همدارنګه د ټولنې د وګړو د ناسمې روغتیا لامل شوې دي.
د ښځو په اړه د ذهنیت سمونې او نارینه وو ته د دې قناعت ورکول چې ښځې هم ستاسې هومره کار او فعالیت کړای شي، د دې کار د اجراء مسوولیت تر ډېره هغه چا ته متوجې کېږي چې د ښځو د حقوقو او د دوی د ژوند د ښه کولو لپاره په رسمي چوکاټ کې کار کوي.
د دغو مسوولو ادارو په سر کې د ښځو چارو په نوم موجود وزارت دی چې پراخ تشکیلات لري او د هېواد په زیاتو ولایتونو کې د ښځو چارو د ریاستونو په نوم ادارې لري.
خو دغو ادارو تر ډېره هغسې چې مسوولیت يې دی نه يې دی ادا کړی او یوازې يې د نورو د غولولو هڅې کړې دي.
د ښځو چارو وزارت ته په کار ده چې د ښځو په ژوند کې د ژور بدلون د رامنځته کولو لپاره خپل کارونه د لومړیتوبونو په چوکاټ کې منسجم کړي دي.