زموږ ټولنه له ګڼو معضلو او مسایلو سره مخ ده، بېوزلي، بېکاري، بېسوادي، اعتیاد، د ماشومانو او ښځو ناوړه حالت، د چاپیریال ککړتیا، تاوتریخوالی (په ځانګړې ډول کورنی تاوتریخوالی) درواغ ویل، د وخت پر اهمیت نه پوهېدل، اوازو او دنګلو پسې تلل، قانون ماتونه، اخلاقي نیمګړتیاوې، بې پرواويي، فرد ته ارزښت نه ورکول او د یو بل پر وړاندې د زغم او پېرزوینې نشتوالی.
دولت هم په زرګونو ستونزې او مشکلات لري، له درواغو، تقلب او فساد نه نیولې تر خپلوۍ پالنې، تبعیض، زورواکۍ، جاه طلبۍ، د حقایقو پټول، له قدرت نه ناوړه ګټه اخیستنه، کړکېچ جوړول، په نن او سبا د خلکو غولول، ځوانو او تکړه کادرونو ته وخت نه ورکول او نور…
دغسې یو حالت ته په کتو اصلاح له ټولنې پيل شي که له دولته؟ څېړونکې او منتقدان پر کوم یو تمرکز وکړي؟ آیا د دولت واک او ځواک ته په کتو چې د هېواد عمده سرچینې یې هم په ولکه کې دي ټولنه کې د اصلاحاتو راتلل ممکن دي؟ ایا دغه ډول پوښتنې د چرګې او هګۍ پوښتنې ته ورته نه دي؟ موږ ټولنه او دولت څنګه سره بېلولی شو، چې بیا خپلې اصلاحي هڅې ددغو دوو نه پر یوې راټولې کړو؟
چرګه که هګۍ؟
دا پوښتنه له ټولو هغو ټولنیزو، سیاسي او مدني فعالانو په ذهن کې ګرځي، چې اوس کوم یو ته لومړیتوب ورکړو؟ ښه نو اوس بېوزلو او مظلومانو ته پام په کار دی او که په دولت کې ددغه شان ظالمانو سره مقابله او د هغوی په ځمکه راوېشتلو ته توجه واړول شي؟
د حکومت له درواغو چلوټو سره مبارزه په کار ده او که د خلکو پوهول ضرور دي چې د حق غوښتنې داعیه یې پياوړې شي؟ له اعتیاد سره مبارزه په کار ده او که لاړ شو کلیوالو ته ووایو چې د نشه یي توکو کرکیله حرامه او د ټولنې په زیان ده؟ مذهبي تندلارو ډلو سره پدې بحثونو وخت تېر کړو چې ثابته کړو موږ هم مسلمانان او مومنان یو او که دغه ډلې بابیزه وګڼو له خلکو سره کار وکړو چې د تندلارو په خبره تېر نه وځي؟ له هغه ماشومانو سره مرسته په کار ده چې کار کوي او ښوونځی نه وايي او که د هغو نجونو او ښځو لاس نیوی په کار دی چې د تاوتریخوالي له امله له کوره تښتي، یا په کور کې تر تاوتریخوالي لاندې شپې ورځې سبا کوي؟ په دې توګه دلته د چرګې او هګۍ خبره نه ده، خبره د ټولنې په لومړیتوبونو کې نغښتې ده، اصل کې له موږ نه په دومره ګڼو مسایلو کې اصلي لومړیتوبونه تري تم دي. دولت ملامت دی که ټولنه؟ د دواړو نظرونو پلویان د خپلې مدعا لپاره کافي دلایل لري.
هغه چې پر دولت نیوکه کوي، په دې نظر دي چې اوسنی دولت ګرد سره اصلاحات نه غواړي، بلکې خپله د هغې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی. خو داسې کسان هم کم نه دي چې ددې خاورې هر یو اوسېدونکی تر خپلې اندازې پړ او ملامت ګڼي.
پر ټولنې د نیوکه کوونکو دلایل:
۱ـ دا دولت له آسمانه نه دی راغلی، له همدغې ټولنې او خلکو جوړ شوی دی، کوم دودونه او اخلاق چې په ټولنه کې حاکم دي حکومت ته هم ننوتي دي. که چېرې دولت له خلکو سره زیاتی کوي، علت یې دادی چې زموږ په ټولنه کې زور زیاتی عادي کار ګڼل کېږي. که دولت کې قومپالنه او سمت پالنه ډېره ده لامل یې دا دی چې زموږ اکثره خلک هم همداسې دي. که د دولت په منځ کې پارت او پارت بازۍ روانې دي او هر څوک د خپلې ډلې په غم کې دی، لامل بیا هم خلک دي، دا ځکه چې خلک هم خپلو کې همداسې چلند لري. تر یوه وخته حتا تر اوسه د ډېر ناوړه کارونو پړه په بهرنیانو اچول کېده، خو دا دی له دې وروسته خو ټول حکومت د افغانانو په لاس کې دی، که نور هېڅ نه وي، چارواکي، ماموران او وکیلان او نور خو مو خپل او ددې ټولنې پيداوار دي.
۲ـ موږ په هرڅه کې دولت نشو ملامتولی، د بېلګې په توګه دولت ددې طرفدار نه دی چې په واټ کې څوک له سرې اشارې تېر شي، حتا که څوک دا کار وکړي ترافیک یې جریمه کوي، خو زموږ ډېری خلک دغه سرغړونه کوي، ترافیک هم ملامت نه دي اخر چا چا ته د جریمې پرچه ورکړي، یو نه دی، دوه نه دي ټول په همدې تخلفاتو اخته دي. دولت په ډاګه داسې نه دي ويلي چې د واټونو ونې دې غوڅې شي او د خپلو کورنو خځلې د سړکونو په سر وغورځوئ، خو زموږ اکثره خلک همداسې کوي.
۳ـ د هرې ګناه پړه پر دولت اچول، زموږ پام له هغو ګڼو ټولنیزو ستونزو په بله اړوي، چې عملاً ورسره لاس او ګرېوان یو. داسې نده چې دولت دې سل په سلو کې مجرم وي او ټول خلک دې د سوغات او انعام مستحق وګڼل شي، اکثره کارونه له خلکو خرابه دي.
۴ـ که کوم دولتي چارواکی په حرامو پیسو حج ته ځي، یا هم کوم خیرات باندې کوي، یا کوم بل مجلس او پروګرام لري، تاسو به ګورئ چې په هغه کې دومره خلک شرکت کوي چې وار ورباندې نه وي. که دغه چارواکي او حکومتیان پوه شي چې خلک پرې بد وايي او مړی او ژوندی ورسره بندوي، فکر نه کېږي چې هغوی دې دومره ناوړه کارونو ته لاس واچوي. که چېرې خلک د حکومت د کارونو مخالف وي، کولی شي له دغسې چارواکو سره اړیکه پرې کړي. خو همدا خلک دي چې غلي ناست دي او د دغو چارواکو کړنو ته مشروعیت ورکوي.
پر دولت د نیوکه کوونکو دلایل
۱ـ په افغانستان کې اکثره منابعې د دولت په واک کې دي، خو په خوا کې یې قوي موازي مدني او خصوصي بنسټونه نشته او نه هم اجازه ورکوي چې د دولت پر ناوړه کړنو څارنه وکړي او دولتیان ځواب ورکونې ته اړباسي. د دولت په مقابل کې خصوصي سکتور، مدني او غیر انتقاعي سازمانونه ډېر کمزوري او واړه دي، د دولت وجودي فلسفه خلکو ته د خدماتو او ګټې رسول دي او له دولته د اطاعت شرط دادی چې خلکو ته یې څومره ګټه رسیدلې ده. دلته دولت خلک دومره زبېښلې دي، چې د دولت له خیره توبه ګار دي اوس په دې لټه کې دي چې شر یې ور ونه رسېږي او له دولته په تېښته کې دي. ځکه خو د دولت اصلاح تر هر څه ضرور او لومړیتوب لري.
۲ـ افغان حکومت نه یوازې دا چې تر ډېره یې پر زورواکو او ډاګوانو ډډه لګولې ده، بلکې خپله حکومت تر ډاګوانو کم نه دی. که تاسو د دولت مشاوران، وزیران او والیان وګورئ، باید د هغوی په تقلبي خبرو تېر نه وځئ. د هغوی د کړو وړو د کنترول لپاره نه قوانین شته او نه یې د پلي کولو سیاسي اراده. زموږ قوانین هم پارلمان کې ناست ډاکوان او فاسد نمایندګان لیکي، کوم چې اکثره یې په تقلب او زور تر دغو څوکیو را رسیدلي دي او بیا یې پر کمزورو خلکو پلی کوي. دولتي کسان یوازې د خپلې بقاء په فکر کې دي او ټول وخت په بانډارونو او د خوښیو په مجلسونو کې تېروي، د خیر عموم او خلکو ته د ګټې وټې اړولو سوچ له سره نشته، دوی یوازې هغو پروژو سره علاقه لري چې په هغې کې ښې ډېرې پيسې په بډه وهلی شي.
۳ـ یو شمېر رسنۍ او اشخاص په دولت کې دننه روانو رذالتونو او خپلسریو ته په دې پام نه کوي چې هلته په یو نه یو ډول تړلتیا لري او یا هم دغسې نیوکې ورته په ډېره لوړه بیه تمامېږي، ناچاره دي چې خپلې نیوکې ټولنې ته متوجه کړي. زموږ اکثره مطبوعات پر دولت د یو کل په توګه نیوکې کوي، خو د تحلیلي او څیړنیزو رپوټو له لارې د هغې بېلابېلو عناصرو او اجزاو ته رسیدګي نه کوي، دولت په خپلو کارونو کې تر ډېر حده پاتې راغلی دی.
۴ـ افغانان د اوسني حکومت د فاسد خصلت قربانيان دي. په دې کې د راټولو شویو ډېری چارواکو نه خلک ښه خاطره نه لري، بلکې ډېر خلک یې کړولي او په جنایتونو تورن دي، د هغوی په واکمنېدو کې خلک نقش نه لري، نو ځکه خلک نشو ملامتولی، په اوسني وخت کې موږ نشو کولی خلک (د روان حالت قربانیان) ګرم وبولو، په کار ده چې د دولت روان سیاستونه او د اوسنیو واکمنو رویې باندې نیوکه وکړو، د دوی اکثره ځان او خپلې واکمنۍ ته په تېرو جګړو کې د برخې اخیستو له لارې مشروعیت ورکوي. هغه جګړې چې د خلکو په نزد رواني او قانوني مشروعیت نه لري.
۵ـ دولت حاکم شرایط داسې برابر کړي او جوړ کړي دي، چې که څوک غواړي د اخلاقو او قانون سره سم ژوند او عمل وکړي نو بایللې یې ده. په داسې یو حالت کې څنګه کولی شو چې ټولنه او خلک ملامت وګڼو؟
تبصره:
خلک لکه اوبه داسې دي، اوبه صافې او رڼې وي، که بند ورته وتړې برېښنا ورنه اخيستی شئ، که ويالو کې يې په منظمه توګه تقسیم کړئ، کرونده کې ترې ښه حاصل اخيستی شئ، که په خپل سر يې خوشې کړئ کورونه او ځمکې لاندې کولی او ويجاړولی شي، لنډه دا چې هر رنګ اخيستی او قبلولی شي. له اوبو نه هغه څوک دارنګه کار اخيستی شي، چې د اوبو د کنترولولو او کابو کولو صلاحیت او قدرت ولري او دا صلاحیت له دولت سره دی.
د خلکو د کنترول اوزار او قدرت له سياسي او دولتي مخورو (نخبه ګانو) سره وي، دا دوی دې چې خلک په سمو او ناسمو لارو سيخوي، سولې، جنګ، کار، زده کړې، پرمختګ او … نورو ته يې هڅوي. تر هغو چې زموږ واکمن او بې واکه سياسي قشر د سمو کارونو اراده ونه کړي خلک هېڅ هم نشي کولی، د خلکو ملامتول له خلکو سره ستر ظلم دی، دا ظلم پرې شوی او لا هم ورسره روان دی.
روشنفکر چې کله يوه ستونزه حل کړي، سل نورې ستونزې کشفوي او د هغو د حل لپاره مټې را بډ وهي، زموږ روشان فکران چې کله دولت ته ننوځي، د دولت د همدغه فاسد خصلت له وجې هغوی هم فاسد شي، که داسې ونه کړې هلته دوه ورځې هم نشي تېرولی. روشنفکر دا ندي چې کله د سرکار نوکر شي، خيټه يې غوړه او جامې يې نوې شي او بيا راشي او راته ووايي: خوشاله! غم به يې نه کوې، ټوله ستونزه په ټولنه او خلکو کې ده، حکومت به کوم شی سم کړي، تر هغو چې دا خلک سم نشي حکومت به مو هم همداسې وي.
زما دغه استدلال چې حکومتونه خلک جوړوي او بيا يې لارې ته سيخوي هېڅ زړه ته نه لوېږي. زه وايم زموږ سياسي مخور، تاثير ګذاره شخصيتونه او روشنفکران دي چې حکومتونه او خلک لارې ته سيخوي، که موږ وايو چې اول دې ټولنه د لاندې خوا په تدريجې توګه جوړه، بيا د پاس د ښه کېدو تمه وکړو دا ډېره اوږده پروسه ده، که دا اصل ومنو نو په کار ده چې سل دوه سوه کاله نور هم انتظار وباسو چې دا خلک خپل نظام جوړ او غښتلی کړي، د درېيمې نړۍ هېوادونو کې لکه کوريا، سينګاپور، هند او مليزيا کې تجربو ښودلې چې هلته همدا سياسي او واکمن قشر وتوانېد چې ټولنې ته سم لوری او لودن ور په ګوته کړي، چې نن د ښه اقتصاد او غښتلو ډيموکراسيو لرونکي دي.
تر هغو چې زموږ سياسي دولتي مشران دغسې نيکه اراده ونکړي او د هېواد په جوړېدو کې ګټه ونه ويني د پرمختګ لاره به همداسې له خنډونو او کاواکيو سره مخ وي.
له محور ورځپاڼې په منننې.