ټولنيز خوځښت (تحرک) د نوي سياسي پېر لاسته راوړنه ده، په ټولنيز خوځښت کي پخواني ټولنيز، سياسي، اقتصادي، فرهنګي… ارزښتونه پرېښودل کېږي او پر ځای يې نوي ارزښتونه د خلکو په منځ کي رواجېږي. په هره ټولنه کي د نوو علومو په پيداېښت او پراختيا سره ټولنيز خوځښت پياوړی کېږي او د خلکو په منځونو کي په نوې بڼه ټولنيز قواعد او ارزښتونه پيداکېږي. په ټولنه کي دا ډول نويوالی د ټولني په هر اړخيز پرمختګ او بدلون سره منځته راځي. د بېلګي په توګه په پخوا وختونو کي د سوداګرۍ بڼه تبادلوي وه، ياني جنس په جنس بدلېده او زياتره وخت د توکو د توليد او حاصل په سيمو کي نوموړې تبادلې صورت نياوه، پداسي حال کي چي په اوسني وخت کي د سوداګرۍ نوې بڼه رامنځته سوېده او پدې برخه کي زيات پرمختګ سوی دی، همدارنګه په ټولنيز ژوند کي پخوا ټولني، اتحاديې، شرکتونه… نه وه خو په اوسني وخت کي، نوموړي ټولني او اتحاديې د خلکو د کارونو د اسانتيا په موخه پيداسويدي، همدارنګه په نورو برخو کي هم نويوالی رامنځته سوی دی چي دا ټول د ټولنيز خوځښت او تحرک بېلګي دي.
ټولنيز خوځښت او تحرک په ټوليز ډول په دوو پړاوونو کي رامنځته کېږي:
الف: د پخوانيو او زړو ټولنيزو ارزښتونو د رېښو اېستل او له منځه وړل.
ب: د زړو او پخوانيو ټولنيزو ارزښتونو پر ځای په خلکو باندي د نوو ارزښتونو منل .
ټولنيز خوځښت د پورته دوو پړاوونو په وهلو سره منځته راځي، په لومړي پړاو کي بايد د خلکو د منځ څخه د زړو او پخوانيو ارزښتونو پر ليري کولو باندي کار وسي او د خلکو او زړو ټولنيزو ارزښتونو ترمنځ اړيکي وشلېږي. په دوهم پړاو کي خلک بايد د نوو ارزښتونو منلو ته چمتو کړل سي، تر څو په خپل ژوند کي د پخوانيو ارزښتونو پر ځای نوي ارزښتونه پلي کړي. د بېلګي په توګه کله چي افريقا ته ښکېلاکي ځواکونو لاسونه و غځول او د افريقا په سينه يې منګولي ښخي کړې، نو پدې وخت کي د ښکېلاکګرو لخوا د خپلو شرکتونو د پرمختيا لپاره د سيمي انساني قوې ته اړتيا پيداسوه، لکه څرنګه چي نوموړي شرکتونه بېګانه وه، د سيمي د ارزښتونو سره يې سم حرکت نه کاوه او د سيمه ييزو ارزښتونو پر بنسټ نه وه رامنځته سوي، له همدې امله خلکو د کار کولو لپاره زړه نه ورته ښه کاوه. ښکېلاکګرو د افريقايي هيوادونو سياسي رژيمونه په زور ځپلي وه او کار يې په خلکو کي اجباري کړی و، د دې ترڅنګ يې خپلي پيسې پکښې رواج کړي وې، د ورځنۍ مزدورۍ اندازه يې کمه کړې وه او پر خلکو باندي يې درنه ماليه وضعه کړې وه؛ نو افريقايان د خپلو ماليو د ورکړي لپاره اړ وه چي ښکېلاکي پيسې تر لاسه کړي، د دوی په شرکتونو کي کار وکړي او په ټوليز ډول د پخواني او سنتي اقتصادي سيستم څخه راووزي او ښکېلاکي اقتصادي سيستم ته ځانونه وسپاري. پدې سره په افريقايې هيوادونو کي ټولنيز تحرک رامنځته سو او د پخوانيو اقتصادي ارزښتونو پر ځای يې نوي اقتصادي ارزښتونه په ټولنه کي پلي کړل.
ټولنيز تحرک ډېر مهم دی، له يوې خوا ټولنه د نړيوال پرمختګ او جريان سره همږغې کوي او له بلي خوا د واکمني سياسي ډلي د موخو د ترلاسه کولو لپاره مناسب ټولنيز بستر جوړېږي. که واکمنه سياسي ډله د ټولني ځينو اړخونو ته بدلون ورنکړي او د ځينو زړو ټولنيزو ارزښتونو پر ځای نوي ټولنيز ارزښتونه رواج نه کړي، نو د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره به په سمه توګه برياليتوب ته ونه رسيږي. که چيري واکمنه سياسي ډله په ټولني کي مناسب او د حالاتو سره سم ټولنيز تحرک رامنځته کړي نو له يوې خوا به د خپلو پروګرامونو او پلانونو د پلي کولو لپاره مناسبه انساني قوه پيداکړي او له بلي خوا به په ټولني کي د دولت د ارادې د پلي کولو په مخکي پراته خنډونه له منځه يوسي. که چيري وګړي د پخوانيو او زړو ټولنيزو ارزښتونو تر واکمنۍ لاندي وي او خپلمنځۍ اړيکي د زړو قواعدو پر بنسټ اداره کوي او دولت وغواړي چي د نوو سياسي اصولو پر بنسټ واکمني وکړي، نو پدې وخت کي د وګړو او سياسي واکمنۍ ترمنځ ټکر رامنځته کېږي او په پای کي لوی ټولنيز او سياسي درز رامنځته کېږي او شونې ده چي په انقلابونو او کودتاګانو باندي بدل سي.
د ټولنيز تحرک پر بنسټ د انسانانو غوښتني او اړتياوي هم توپير کوي، د بېلګي په توګه کله چي يو انسان د ماشومتوب په حالت کي وي د هغه غوښتني او اړتياوي يو ډول وي، خو کله چي نوموړی شخص ځوانۍ او بيا بوډاتوب ته ورسيږي، نو غوښتني او اړتياوي يې هم توپير کوي، نو ټولنيز تحرک هم همداسي دی، کله چي يو انسان په يوه ډول ټولنيز موقعيت کي وي او بيا د هغه موقعيت څخه بل موقعيت ته بدلون وکړي، نو اړتياوي او غوښتني يې هم بدلون کوي. لکه څرنګه چي په پخوا وختونو کي د ژوند کولو اسانتياوي کمي وې او ژوند ډېره ساده بڼه درلوده، نو په هغه وخت کي د ژوند کولو لپاره زياتو پيسو او مادي ګټو ته هم اړتيا نه وه، خو په اوسني وخت کي بېلابېل پرمختګونه او وسايل د ژوند کولو چاپيريال ته ننوتي دي او انساني ټولني هم پېچلی شکل پيداکړی دی، له همدې امله يو شخص اړ دی چي کار وکړي او د بېلابېلو ډلو او بنسټونو سره اړيکي وساتي. د ټولنيز خوځښت او تحرک په ترڅ کي د انسانانو غوښتني مهارول او اړتياوي پوره کول د حکومت دنده ده، که چيري حکومت په سمه توګه دا چاره ونکړي نو شونې ده چي د واکمنانو حکومت او واکمني هم په خطر کي ولويږي.
په لرغونو وختونو کي چي انساني طبيعت وحشيانه بڼه درلوده او وګړو تر طبيعي قانون لاندي ژوند کاوه، پر دوی باندي ديکتاتورانه او استبدادي حکومتونو واکمني کول، خو کله چي ټولنيز تحرک رامنځته سو او ټولنيز پرمختګ پياوړی سو، د حکومتونو بڼو هم بدلون وکړ او د وحشيانه او استبدادي حکومتونو پر ځای نرمو او د خلکو په خوښه حکومتونو کار پيل کړ، پدې وخت کي ولسواکۍ بنسټونه ټينګ کړه او په سياسي قدرت کي د خلکو ارادو ځای پيداکړ، وروسته له هغه څخه د خير ښېګڼي دولت رامنځته سو او په دې دولت کي داسي اصل ځای کړل سو چي (( ښه حکومتونه، ډېر خدمت کوي، لږ حکومت کوي))، د همدې اصل پر بنسټ حکومتونو خپل ټول قدرت د خلکو په خدمت کي کاروئ او ډېر کم يې پر ټولني حکومت او آمرونه کول. نو وېلای سو چي د ټولنيز خوځښت او تحرک پر بنسټ د حکومتونو بڼو بدلون وکړ او د حکومتونو په کارونو کي هم تغيرات راغلل، د زيات حکومت کولو پر ځای، حکومتونو زياتو خدماتو ته مخه کړه او د بيوروکراسۍ پر ځای د عمل ډګر ته داخل سول.
د ټولنيز تحرک اندازه او کچه بايد په ټول هيواد کي مناسبه وي، که چيري دا اندازه مناسبه او يو ډول نه وي، شونې ده چي د هيواد د بېلابېلو برخو ترمنځ نا همږغي رامنځته سي او ټولنيز تحرک د لويو ستونزو لامل سي. په ځانګړي ډول په هغو هيوادونو کي چي څو ډوله نژادونه ژوند کوي، شونې ده چي په يوه يا څو نژادونو کي ټولنيز تحرک پياوړی وي او د چټک ټولنيز خوځښت پر بنسټ د ژوند کولو معيار ته بدلون ورکړي، خو په نورو نژادونو کي بيا شونې ده چي ټولنيز تحرک دومره پياوړی نه وي، نو پدې وخت کي د حکومت دنده داده چي نوموړی توازن وساتي او د ټولني ټول اړخونه سره همږغي کړي. کله نا کله د بهرنيو لاسوهنو له امله د يوه هيواد په بېلابېلو سيمو کي ټولنيز تحرک توپير کوي، ياني په ځينو سيمو کي پياوړی او په ځينو نورو کي بيا کمرنګه وي، پدې وخت کي د تحرکي سيمو او نا تحرکي سيمو ترمنځ درز پيداکېږي او شونې ده چي دا درز په ټکر او تضاد باندي بدل سي.
د ټولنيز تحرک پر بنسټ پر حکومت او سياست باندي د خلکو اغېز هم څرګنديږي او وګړي په سياسي ژوند کي ارزښت پيداکوي، د دې تر څنګ په سياسي چارو کي د خلکو ښکېلتيا هم زياتيږي او په ټوليز ډول د سياسي مشارکت کچه لوړيږي. شونې ده چي دا سياسي مشارکت په بېلابېلو بڼو صورت ونيسي، کله د لاريونونو، اعتصابونو، ټولنو، مبارزو، مقاومت او نورو بڼو سره وي او کله بيا په نورمال شکل سره په سياسي ژوند کي د خلکو ګډون او اغېز وي.
که چيري حکومت د عامه خدماتو په ترسره کولو کي پاته راغلئ او پدې ونه توانېدئ چي د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، نو پدې وخت کي د حکومت پر وړاندي د خلکو مقاومت زياتيږي او د حکومت کړني د ننګونو سره مخ کېږي، حکومت بايد هڅه وکړي چي د ټولنيز تحرک پر مهال په عامه افکارو کي خپل مشروعيت تر لاسه کړي او په ټولنه کي ايډيالوژيک بنسټ پياوړی کړي، که چيري د حکومت مشروعيت تر پوښتني لاندي راغلی او په ټولنه کي يې د خلکو غوښتنو او اړتياوو ته مثبت ځوا ونسو وېلای نو پدې وخت کي خلک د حکومتي واکمنۍ څخه سرغړوني کوي او حکومت اړ کېږي چي د خپلي واکمنۍ د ټينګښت لپاره د زور او قهريې قوې څخه ګټنه وکړي. دا جوته خبره ده چي د زور او قهريې قوې پر بنسټ په ټولنه کي واکمني کول ستونزمنه ده، له همدې امله د هغو حکومتونو پر ځای چي د زور څخه کار اخلي، ډېر ژور نوي حکومتونه رامنځته کېږي او د ټولني د عيني او ذهني شرايطو سره سم خپل کار پيلوي.
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(9) ګڼه\ چارشنبه\عقرب 2۸\ ۱۳۹۳