د ټولنیزې بیدارۍ په مبارزو کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مونږ د خپلې ټولنې څخه بشپړه اګاهي ولرو، ورسره نږدې پاتې شوي واوسو او د ټولنې په کلتوري مثبتو او منفي اړخونو پوه واوسو. له خپلې ټولنې بې خبري به کله هم مونږ ته اجازه رانکړي چې مبارزه مو رغوونکي او له انساني فطرت سره سم ترسره شي.
بله اړینه خبره دا ده چې مونږ باید د خپلې مبارزې لومړنی لاروی هم واوسو، څه چې وایو، څه چې غواړو خلک يې ترسره کړي، د څه شي چې باید مخنیوی وشي، هغه څه چې باید په ټولنه کې په یو عام دود بدل شي… نو مونږ باید لومړنی هغه کس واوسو چې د عمل میدان ته مو دنګلي وي، تر ټولو وړاندې د خپلو مبارزاتو لپاره قرباني ورکړو، زغم ولرو، پراخه سینه ولرو او ستونزو ته تسلیم نشو. که داسې نه وي، نه به زمونږ خبره اغیزمنه وي او نه به خپلې مبارزې ته ژمن پاتې شوي یو.
د ټولنیزې بیدارې په مبارزو کې دا ډیره مهمه ده چې مونږ هر ګام د انسان د هوساینې او سوکالۍ لپاره پورته کړو، یواځینی او تر ټولو لوړ هدف مو باید د انسان هوساینه او انسان بېرته انساني دایرې ته ننه ایستل وي. که مونږ د ټولنیزو مبارزو شالید ته یوه زغلنده نظر وکړو، وبه ګورو چې د دا ډول مبارزو سرلاري او پیلوونکي تر ټولو زیاته قرباني ورکړې، ستونزې يې ګاللي، کړاوونه يې زغملي، له خپل هوډ ځني نه دي شاته شوي، ستونزو او ننګونو ته ندي تسلیم شوي او په دې هیله يې ژوند کړی چې یوه ورځ به په دې وتوانیږي چې د انسان په ژوند کې مثبت تغیر رامنځ ته کړي. تر ټولو ښې بیلګې يې پاچا خان، مهاتما ګاندي، نیسلن منډیلا او ماتر لوتر کینګ دي، چاچې د ژوند ډیره برخه په زندان، لوږه، تنده او کړاو کې تیر کړ، خو نه له خپل هوډه شاته شول او نه مایوسه شول. پایله يې دا شوه چې نن یاد څلور واړه په ټوله انساني معاشره کې محترم ګڼل کیږي او هر څوک ورته د یوه ایډیال په نظر ګوري
پر حواله رسنیو د ټولنیزې بیدارۍ مبارزې چې په وروستۍ لسیزه کې ترې ټولنیزو فعالانو او د ویښتابه مبارزینو تر هر بل وخت زیاته ګټه پورته کړه، یوه اسانه، اغیزمنه او د پیغام رسونې یوه تر ټولو چټکه لاره ده. مونږ په تیره یوه لسیزه کې د حواله یا ټولنیزو رسنیو له لارې د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي مبارزو پایلې ولیدلې، له تونس څخه پیل، تر مصر، سوريې، برما او آن تر افغانستانه يې ښکاره بېلګې لرو. که مونږ په سمه توګه له حواله رسینو د خپل غږ د رسولو د یوې وسیلې په توګه کار واخلو، د بیان د آزادۍ پولې وساتو، د چا شخصي حریم باندې تیرې ونه کړو، د نقد او سپکاوي ترمنځ توپیر وکړای شو او مبارزې، نیوکې او لارښوونې مو پر رښتینولۍ ولاړې وي، زه په ډاډ ویلی شم چې اغیز، پوخښ او پایلې به يې خورا زړه راښکونکي وي. نو ښه ده چې د ټولنیزې بیدارې مبارزین د مبارزې د ټولو اصولو په مراعتولو سره له دې وسیلې اعظمي ګټه پورته کړي او خپل اهداف په اسانه، ارزانه او اغیزمنه توګه تر خپلو مخاطبینو ورسوي.