که انسان یوازې په ډېرعلم کولو سینګارېدلی، نو شیطان به اوس زموږ په فرهنګ کې د معنوي ښکلا او ښایست تر ټولو ستر سمبول وای. په ښوونځي کې ښوونکو زده کوونکو ته دا ویلي او اوس يې هم وايي، چې د تعلیم په خوا کې تربیه مهمه ده او دواړه سره لازم او ملزوم دي.
د انسان د تربیې ورکولو مرحله تر ډېره د کورنۍ او د کورنۍ د غړو پورې منحصره ده، موږ هغه چاته چې ناسم او غیر اخلاقي کار وکړي، بې تربیې وایو. پخوا چې موږ د اوس په پرتله ډېر پس او شاته خلک وو، نو له ډېرو بدو کارونو مو ډېر څوک نه خبرېدل، خو اوس نو هغه پخوانی وخت نه دی چې ستا په ناسم کار دي یوازې د کلي څو ځوانان او نږدې قریبان خبر شي. اوس د نړیوال جال خبره ده او په ثانیه ـ ثانیه کې دې خبره د دنیا له یوه سره بل تر رسي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر دورې پخوا په افغانسان کې ان د ګرځنده ټېلېفون تصور هم چا نه شوای کولای، خو د کرزي په دوره کې بشپړ تحول رامنځته شو او د خلکو په ژوند کې پراخ بدلون راغی.
انټرنیټ، ګرځنده ټېلېفون، ټلویزونونه، راډیوګانې، ورځپاڼې، اوونیزې، مجلې، د لمریزې برېښنا تختې او نور ډېر هغه څه منځته راغلل چې د خلکو په ژوند کې يې مهمې اسانتیاوې رامنځته کړې او د کیلومترونو فاصلې يې څو مترو ته را لنډې کړې.
په انټرنیت کې ګڼې ټولنیزې رسنۍ رامنځته شوې، چې اوس نو د هرې ورځې په تېرېدو ټولنیزې رسنۍ زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ګرځي، ډېری خلک یې د خبرونو او نورو ګټورو معلوماتو د ترلاسه کولو او له نورو سره د شریکولو په موخه کاروي.
په خواله رسنیو کې ټویټر او فېسبوک د نن ورځې تر ټولو مشهور ویب سایټونه دي چې په ټوله نړۍ کې یې میلیونونه خلک کاروي.
فیسبوک
فېسبوک د خواله یوه رسنۍ ده چې کاروونکي یې له ټویټر او نورو خواله رسنیو زیات دي. پر فېسبوک تاسو کولای شئ د یو پروفایل په شکل ځانته اکاونټ (حساب) خلاص کړئ او یا هم یوه ځانګړې پاڼه جوړه کړئ. دا پاڼه کېدای شي چې د یوه کس او یا هم د یوې ادارې او ټولنې هم وي. که د فېسبوک اکاونټ مو د پروفایل په شکل کاروئ؛ نو اجازه لرۍ چې یوازې ۵۰۰۰ کسان له ځان سره ملګري کړئ، تر دې هاخوا فېسبوک اجازه نه درکوي چې نور ملګري له ځان سره زیات کړئ، البته کولای شئ چې خپل فېسبوک اکاونټ مو پر یوې پاڼې بدل کړئ.
ټویټر
ټویټر تر فېسبوک وروسته دویم تر ټولو ډېر کارېدونکې ټولنیزه رسنۍ ده. له فېسبوک سره د ټویټر لوی توپیر په دې کې دی چې دلته تاسو کولای شئ، یوازې په ۱۴۰ ټکو کې خپله خبره ولیکئ. که له دې زیات ټکي وکاروئ؛ نو پر خپله پاڼه یې بیا نه شئ خپرولی. ټویټر د نړۍ له حالاتو د خبرېدلو یوه اغېزناکه او لویه سرچینه ګڼل کېږي.
تر هغو چې د انټرنېټ او ټولنیزو شبکو په کارونې او اخلاقو ځان پوه نه کړو څنګه به ترې سمه ګټه واخلو. انټرنېټ د “عشقونو”، ښکنځولو او ځورونې ځای نه دی. په نوره نړۍ کې خلکو پر انټرنېټ او ټولنیزو شبکو بلا ډېر کارونه وکړل. حکومتونه پرې ړنګ شول، مفسد چارواکي او جنګي مجرمین پرې ونیول شول، خو زموږ د وطن فېسبوکیان تش دې ته خوشاله دي چې د څو سړو سره چې د ښځو په نومونو یې اکونټونه جوړ کړي چټونه کوي او دغه راز هغه خلک او مشران سپک کړي، چې دی ورسره سیاسي یا مذهبي اختلاف لري.
دا ښه خبره ده چې ورځ پر ورځ یې د کاروونکو شمېر ډېرېږي؛ خو بده یې دا ده چې لکه څنګه چې موږ په خپلو کې سره خورو پر فېسبوک مو حال تر هغې لا بد دی.
هر عمل عکس العمل لري، نو که موږ په ټولنه کې د فکري او یا هم فزیکي ټکرونو سره مخ کېږو، پکار څه دي، چې ټکرنو ته منطقي او قانع کوونکی ځواب ورکړو؟
اوسمهال په فېسبوک کې یو شمېر ځوانان چې تر ډېره ځان شعوري او روڼ اندي (د پوهنتون استادان، خبریالان، مدني فعالان، شنونکي…) بولي او د یوه مبارز په توګه د یوه داسې ادرسه خبرې کوي، چې له خبرو يې د جاسوسۍ او غلامۍ بوی له ورایه ښکاري، د افغانستان د ځینو مخورو مشرانو د غندنې او سپکاوي ډک تبلیغات خپروي.
که یو څوک د یوه چا سره ټکر لري او د هغه سیاسي ماضي ورته خوند نه ورکوي او یا يې د شخصي سلیقې له مخې ورسره جوړه نه وي، نو که د هغه د فکر او نظریاتو پر خلاف خپل نظر څرګندوي او دلایل وای او مقابل لوری بحث او مناقشې ته تحریکوي، دا کومه بده خبره نه ده؛ خو که یو څوک نه منطقي بحث او دلایل ویلی شي او نه يې د بیان ژبه هومره مودبه وي، لکه څومره چې پکار ده، نو سپکې سپورې خبرې او وچې ښکنځلې لیکل نور څه نه دي، یوازې د خپل ځان او کورنۍ د بد نامولو لپاره د ده خپل کار دی.
موږ تل د دښمن پښې نه بلکې د خپل دوست پښې وهلې او پرې کړې مو دي، په موږ کې چې د مثبت فکر د خپرولو لپاره کار نه دی شوی، نو تل پر ځای د دې چې منفي فکري انسانان وغندو او ښې لارې ته يې سېخ کړو، پر ځای يې د منفي فکرو ملاتړ کوو او خبرې ته يې هومره ارزښته ورکړو، چې په لوی لاس په ټولنه کې اخلاقي نمیګړتیا رامنځته کړو.
زه ډېر وخت په فېسبوک کې له داسې پوسټونو سره مخ شوی یم، چې د یوه چا پر ضد خپور شوی وي، خو په مقابل کې د فېسبوک نور څارونکي او کارونکي، پر ځای د دې چې موضوع وارزوي او عادلانه او منصفانه قضاوت وکړي، نو دوی هم هماغه موضوع له منفي زاويې را اخلې او انسان د باد بڼکې غوندې سپک کړي.
انسانان ښه او بد دواړه لري، نو که یې ښه تفسیرو او که بد پکار ده چې د بیان ژبه مو باادبه او اخلاقي وي، سپکې او سپورې خبرې او ناسم اعمال په ټولنه کې د انسان حیثیت ته خورا لوی زیان رسوي، په فېسبوک کې هغه کسان چې یو نیم پوسټ يې په سلګونو لایکونه او کمینټونه اخلي، ځانته ډېر مغروره او ځانته ورته مهم ښکاری شوی وي، خو خبره داسې نه ده اوس خلک څه ړانده کاڼه نه دي، چې په هر څه دې په پټو سترګو پرېکړې وکړي، په ما به یو ملګری ډېر ګران وي، خو دا نه کوم، چې د ملګري د ښکنځلو پوسټ خوښ کړم او هغه لا وهڅوم چې شاباس نره بس لیکه چې څه دې د زړه خوښه وي.
د ټولنیزو رسنیو ټول کاروونکي یو څیز باید په پام کې ولري، چې هره خبره کوي اختیار یې خپل دی خو ډېر کله بیا د خپلې خبرې سپیناوي ته هم اړ کېږي.
که پر ټولنیزې رسنۍ (سوشل میډیا) د چا سپکاوی وکړئ، او پر چا ناسم تور ولګوئ؛ نو کېدای شي محکمې ته مو کش کړي. څه وخت مخکې د هند د کرېکټ غوره لیګ پخواني مشر للت مودي، د نیوزیلاند پر لوبغاړي کرېس کینز د بډو اخېستو تور لګولی و، په محکمه کې یې بیا دلیل نه لاره او اړ شو چې نوموړي ته ۱۵۰ زره امریکایي ډالر تاوان ورکړي.
موږ د خپل ژوند مسوول یوو، ژوند مو زین کړی اس دی، چې په کومه يې ځغلو، نو ځغلولی يې شو، موږ په ډېرو کاروونو کې د خپلې مرزۍ خاوندان یوو، خو دا په دې مانا نه ده، چې ځان تخریب کړو او خپل راتلونکی له ننګونو سره مخ کړو.
په فېسبوک کې ډېر داسې کسان هم شته چې د خلکو د ويښولو او له د ورځينو مهمو پېښو او دغه راز له ملي مسایلو خلک خبروي او سم فکر خپروي، که هره وسیله د ځان او ټولنې په ګټه وڅرخو، نو څرخولی يې شو، زه ډېر داسې کسان پېژنم، چې مخکې يې ان یوه جمله نه شوای لیکلای، خو همدا فېسبوک و، چې لیکولان يې کړل او اوس ښې مقالې لیکي او ښه تحلیل کړای شي.
فېسبوک د نظرونو د ټکرونو میدان دی، هېڅوک به په دې اعتراض ونه لري، چې په فېبسوک کې يې چا نظر رد کړی دی، ځکه چې که په یوه موضوع د خلکو غبرګون راخلي، نو طبعاً به ښه او بد دواړه غبرګونونو سره مخ کېږې، که د مخالف نظر د زغم قوت نه لرې، نو پکار ده چې په ځان کې د زغم کولتور عام کړې او مخالف نظرونه درک او وزغمي، خو که مقابل لوری سربېره پر دې چې هم يې نظر مخالف او هم يې د نظر د بیان ژبه سپکه او کنځل ماره وي، نو دا زموږ د قام لپاره ښه خبره نه ده.
ژبه هویت دی، ژبه زموږ د فرهنګ جز دی، که موږ سپکه او بېباکه ژبه وکاروو، نو خپل هویت او فرهنګ ته به مو لوی زیان اړولی وي.