نور محمد ثاقب

د ټولنیز ژوند کولو په ترڅ کې هر انسان، په ځانګړي توګه ځوان ته اړینه ده، چې په ټولنه کې نورو انسانانو سره په متقابلو اړیکو کې د منل شوي او دروند شخصیت په توګه واوسي. ځکه چې انسانان د یوه بل د خیر رسونې لپاره یو لړ جمعي مسولیتونه او ذمه وارۍ پر غاړه لري. د هرې ټولنې انسانان بېلا بېل ارزښتونه(مذهبي، کلتوري، سیاسي، ژبني او نور) لري. یاد شوي ارزښتونه پالل او درناوی غواړي. دغو او ورته موضوعاتو ته په کتنې سره په ټولنیز ژوند کې د ځوان لپاره تر هر څه د مخه د ټولنیزو اخلاقو پيژندل او لرل اړین دي.

ټولنیز اخلاق لرل د ژوند په هر حالت او ډګر کې د کامیابۍ او پرمختګ کولو لپاره مرستندویه ارزښت دی. د هر مسلک څښتن ته په کار وي، چې د شخصي ښو اخلاقو سربېره ټولنیز او د مسلک اړوند غوره اخلاق ولري. د اخلاقو علم د نیږدې مهال موندنه او کشف نه دی، بلکې د پېړیو راهیسې فیلسوفانو د انسانانو د کړو وړو په څېړلو سره هڅه کړي، چې د اخلاقو علم ته پرمختګ ورکړي او بېلا بېلو پایلو ته رسیدلي دي. یو شمیر پوهان په دې نظر دي، چې هر هغه څه چې په ټولنه کې غلط دي، غیر اخلاقي او هغه څه چې سم دي؛ اخلاق بلل کیږي. یعني ښه سلوک کول او بد سلوک نه کول اخلاق دي. خو بیا هم اخلاق ډیر تعریفونه لري، چې یو شمیر یې په لاندې توګه کاږو.

“د اخلاقو علم د ټولنیزو علومو یوه ساحه او د پوهې یوه سیستماتیکه ټولګه ده، چې له مخې یې د انسانانو د سلوکو او کړو وړو زده کړه کیږي.““ اخلاق د فلسفې یوه څانګه ده، چې له مخې یې د خوښې ټاکنې او د ښو او بدو معیارونه په سیستماتیکه توګه تر مطالعې لاندې نيول کیږي او په پای کې لارښوونې ښايي.”“ اخلاق په خپل ځان کې د واقعیتونو درجه هم تصور شوي او د لاسته راغلي خپلواکۍ څخه عبارت دی.”

د اخلاقو علم موخه دا ده، چې په ژوند کې د هر ډول طرفدارۍ، قوم پرستۍ، فساد، د انساني ارزښتونو د تباهۍ، په تجارت کې د درغلۍ او بدماشۍ او نورو انساني زورونو مخه ونیسي او انسان نه پریږدي، چې غلطې کړنې ترسره کړي. د اخلاقو علم د انسان لویې ښګڼې څرګندوي او یوشانته معیارونه ورته ځای په ځای کوي. همدارنګه د سلوکو نورمونه ځای په ځای کوي. د اخلاقو علم د انسانانو هر اړخیز سلوک تر مطالعې لاندې نیسي

کله چې اخلاق د انسانانو د کړنو او ټاکنو  لارښود وي، نو په کار ده، چې تل اخلاقي تصمیم ونیول شی. کله کله تصمیم نیول ستونزمن کار وي. ډیر شمیر لاملونه شتون لري، چې تصمیم نیونه اغېزمنوي. مخکې له دې چې، د یوې موضوع په تړاو تصمیم ونیول شي؛ اړینه ده، چې معلومه شي، چې په اخلاقي لحاذ څوک او څنګه اغېزمنوي؟ تصمیم نیونه که ضرري نه وي، نو ملاتړ او مقابل لوري ته د قناعت وړ ګرځي.په ماشومانو کې د ټولنیزو اخلاقو مفکورې پياوړي او پرمختګ ورکول ډیر ضروري دی، ځکه چې اهمیتونه یې په ژوند کې ورښودل کیږي.

پای- سنبله ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *