ټولنه چې د وګړیو له مجموعې څخه عبارت ده او د خلکو له موجودیت څخه تشکیل شوې ده، هره لاسته راوړنه او شاتګ یې د ټولنې په موجوده قشر باندې مستقیم اغیز ښندي. محرومې ټولنې د بشر په تاریخ کې هغه تور داغونه دي چې پاکول یې د رینسانس په شان بدلونونو ته اشد ضرورت لري.

 پوښتنه دا پیدا کیږي چې ولې یوه ټولنه د محرومیت او جهالت په منګولو کې پریوځي؟ دلته ځينې ټکي شته چې د دې باعث کیږي چې خلک د فقر او بد بختۍ سره مخ کړي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

 ۱ – دیکتاتور حکومتونه:

هغه واکمنان چې بشري سرچینې د خپلو هیلو د پوره کولو لپاره استعمالوي او هدف یې یوازې د خپل اقتدار د پایښت تر پولو محدود وي، دا ډول دولتونه خلکو ته د تعلیم زمینه برابروي خو هغه څوک چې علمیت حاصلوي مجبور او مکلف دي چې په کمو امتیازاتو او د فردي ازادۍ په نه شتون د حکمرانانو هیلې تمثیل کاندي چې په دا ډول حالاتو کې د عوامو خلکو هیلې د ځنکدن سلګۍ وهي.

 ۲- خان، خاني او غلام:

هغه ټولنې چې د فیوډالانو او خانانو تر برم او قدرت لاندې ژوند تیروي ټولینز وضیعت یې د اندیښنې وړ دی. تاریخونه په اثبات رسوي چې په نړۍ کې داسې دورې تیرې شوې دي چې وګړي یې په دوه برخو ویشل شوي دي، یوې ته یې په اصطلاح فاعل او بلې ته یې مفعول ویلی شو، یوه ډله خلک ددې لپاره ځانګړي شوي وو چې د نجیبو او شریفو قشرونو لپاره د الې په توګه ترې ګټه واخیستل شي، افغاني ټولنه هم د همدې بدې فادیدې په موسسینو کې ګنلی شو، ښه مثالونه یې د مغلو حکومت په وخت کې د پښتني ټولنې ژوند ژواک د همدې فارمولې لاندې تیریده، همداسې په راوروسته کې یې شتون د نورمحمد تره کي ناولونو د مطالعې وروسته یقیني کولای شو.

۳- موقف، جنسیت او اعلی و ادنا:  

ډيرۍ خلک چې د موقف نه برخمن وي د هر راز راج او دبدبې چلولو صلاحیت ځانته ورکوي او ځان د ټولو نیکمرغیو سبب بولي تیروتنې پر هغه چا وراچوي چې د دوی تر لاس لاندې کار کوي دلیل دا راوړي چې بویه هره ورانکاري چې منځ ته راځي د ایلو وګړیو ناسم کار دی او عامل یې هم همدا دوی(لاس لاندې خلک) ګڼل کیږي. په همدا ډول محرومو ټولنو کې نرتوب هم په شعوري ډول ځانته څه وایي چې دا هم د بې انصافۍ په اصلي لاملو کې راتلی شي، زيات تعداد ټولنې په دې باور دي چې نارینه قشر هغه قوه ده کومه چې د ښه ژوند کولو حقداره ده او په ټولنه کې هره رنګینه د دوی له وجې په لاس راغلې ده. همدارنګه یو لامل د نژادي توپیر، اصلیت او نااصلیت بحث مطرح کول دي، ډم، موچي، تراکاڼ، او نور…. خلک د خانده وړ ګڼل او دوی ته د دوهم نمبر انسان په سترګه کتل هغه ستره دربادري ده چې ټولنه یې د سردردۍ سره مخ کړې ده.

 ۴- نصب:

هغه خلک چې د وړتیا څرک یې نه لګي خو د محبوبیت کریډيټ په دې خبرې ځان ته ورکوي چې فرض کړه زه د یوې درندې کورنۍ، د معزز او قدردان سړي زوی، ورور یم چې دا ډول خلک په ټولنه کې د توازون اصل ته زیان اړولی شي او ډیر وړتیا لرونکي او مجرب خلک یې د کار کولو نه محروم ساتلي دي. پورته ذکر شوي او بې شمیره نور داسې څه شته چې د ټولنو استحکام، پایښت او یوالی یې زيانمن کړی دی، که چیرې دې ټکیو ته پام ونه شي او د برابرۍ، اهلېتوب، توپیري چلندونه پای ونه مومي دا وړۍ به شړۍ نه شي.

One thought on “ټولنیز محرومیتونه او په ټولنه یې اغیز | صدام ځواک”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *