لیکوال:آرین پکتیار  

يه تیوری جوړونې او علمي څیړنه که یوه مهمه مرحله هم مفهوم جوړونه (Conceptualization) ده. دلته چی کوم بحث مطرح کوو تیوري نده، یعنی نه غواړو چی د ټولنیز واقعیت پدیده تبیین، د هغې په هکله وړاندوینه او یا هم د هغې په هکله کومه فرضیه وړاندې کوو، بلکې صرف غواړو د «ټولنیز واقعیت» مفهوم او مصداق واضح کوو.

ټولنیز واقعیت، چې ټولنیز خنډ د هغې یو ډول دی. تشریح ته اړتیا لري. پدی بحث کې زما هدف د ځینو غلطو پیش فرضونو نقد دی. ځینې فکر کوی چی ګویا مذهب زمونږ د ټولنې د پرمختګ په وړاندې اساسي خنډ دی. ځینې بیا نورو خنډونو ته اشاره کوي چې سهي بنسټ نلري.

دا چې واقعآ مذهب د ټولنې د پرمختګ په وړاندې خنډ دی دلته یې څیړو.

ټولنیز خنډونه چې د ټولنې د پرمختګ په مقابل کې واقع کیږي موږ دغه پدیدې ته ټولنیز واقعیت ویلای شو. فعلا ټولنیز واقعیت، ټولنیز خنډ سره معادل فرض کوو،وروسته به یې واضیح کړو چې د ټولنیز خنډ او ټولنیز واقعیت تر مینځ توپیر څه دی.

ایمیل دورکیم د ټولنیز واقعیت له پاره درې ځانګیړنې په ګوته کړي دي.

لومړۍ: ټولنیز واقعیت هغه دی چې د فرد د ارادې وراخوا په فرد باندې ځان تحمیلوي، یعنې ټولنیز واقعیت هغه ځواک دی چې د فرد د ارادې وراخوا په فرد باندې د جبر په ذریعه ځان تحمیلوي.

دویم: د ټولنیز واقعیت بله نښه دا ده چې دا عمومیت لري، یعنی د ټولنې په سطح د هغې فشار محسوسیږي.

دریم: ټولنیز واقعیت ذهني پدیده نده، بلکې عیني پدیده ده په ټولنه باندې اثر غورځوي.

لومړۍ دا چې ټولنیز واقعیت په انسان باندې خپل ځواک تحمیلوي چې فرد هغه څه باندې عمل وکړي،داسې حالت کې فرد د ټولنی واقعیت په مقابل کې طغیان او سرکشي نشي کولای.

دویم ټولنیز واقعیت د ټولنې په سطح عمومیت لري. کیدای شي یو واقعیت داسې وي چې د یوې خاصې کتلې، خاص قشر یا خاص حرفوي ګروپ د پاره واقعیت اوسي،نه د ټولې ټولنې په سطحه، داسې یو جزئي واقعیت ته ټولنیز واقعیت نشو ویلی.

او دریم داچې ټولنیز واقعیت کومه ذهني پدیده نده ، لکه زما درد ټولنیز واقعیت هغه چی د ټولې ټولنې د پاره عینیت ولري.

د ټولنې اخلاقیات یو ټولنیز واقعیت دی ، ځکه څوګ د ټولنې د اخلاقیاتو په مقابل کې طغیان نشي کولای د بیلګې په ډول د کالیو د اغوستو نه څوګ انکار نشي کولای دې کې د فرد اراده واکمنه نده ټولنیز واقعیت په فرد باندې د کالیو اغوستل تحمیلوي فرد سرکشي نشي کولای چې لوڅ لغړ بیدیا ته ووځي او په ټولنه کې په آزاد ډول وګرځي.

د ټولنیزو واقعیتونو فشارونه اکثرا ډیر ملموس نه وي، لکه په پاسني مثال کې. بغیر له ځینو خاصو مواردو دا فشارونه ډیر مبهم دي چې ځینې وخت بغیر له دې چې درک شي انسان باندې خپل تاثیرات غورځوي د بیلګې په ډول د ځان وژنې پیښې په انقلابي حالاتو کې هغه حالت کې چې ټولنه کې ادلون بدلون ډیر وي د ځان وژنې پیښې ډیرې کمې پیښیږي او په هغه ټولنه کې چې ثبات قایم او دایم وي هلته کې د ځان وژنې پیښې ډیرې پیښیږي چې دا هم یو ټولنیز واقعیت دی . دلته هم ګورو چی یوه بیدیانی پدیده ده چې فرد مجبوروي چې ځان وژنه وکړي . نو کله کله ټولنیز واقعیت په ډير سري او نا مشخصه توګه خپل فشار په افرادو واردوي.

د ټولنیز واقعیت بل تعریف ته راځو، چې هغه د هایدګر او دیلتای دی. دوی وایي چې ټولنیز واقعیت هغه دی چې ستا د پلانونو او طرحو، که هغه فردي وي او که جمعي په وړاندی خنډ واقع شي. 

پدی تعبیر سره، په ټولنه کې ډیر ټولنیز واقعیتونه شته دی، خو ځینی یې موږ محسوسوو او ځینې نه،هغې وجه داده چې موږ څه ډول خپل ځان آینده طرح کوو او یا څنګه یوه ټولنه د یو ګفتمان په بنسټ جوړو، هغه وخت کې چې کوم خنډونه موږ ته راجع کیږي .په دې تعریف سره، ټولنیز واقعیتونه کیدای شي ډیر واوسي ، خو هغه واقعیتونه چې زموږ د طرحو په مقابل کې واقع او خنډ وي هغه محسوسوو چې دا په خپل ذات کې ټولنیز واقعیت دی. عامیانه بیلګه وړاندې کوو که چیرې ننګرهار ته ځو یوه د ماهیپر لاره ده بله د لته بند، چی هره لاره خپل خپل واقعیتونه لري. د بیګلی په توګه د ماهیپر لاره لنډه ده،چاړایګانې او اوتریګانې ډیرې لري سړک پوخ دی ټکر امکانات ډیر دي باامنه ده بل لور ته د لته بند لار خامه ده،چاړایانې او اوترایانې کمې دي د ټکر امکانات کم دي ورسره نامنه ده. خو دغو واقعیتونو سره هله مخ کیږو چې ورسره مخامخ شو یعنی عملآ پدی لارو ورشو.

دا موضوع داسې جمع بندي کوو چې کله موږ یو پلان طرحه کوو او پر هغې عمل کوو نو د هغې طرحې په مخ کې شته خنډونه ټولنیز واقعیتونه دی چی مونږ ورسره مخامخ کیږو، کله چې موږ خپله ټولنه په یو خاص ګفتمان په اساس مهندسي کوو بیا مالومیږي چی د طرحه شوي ګفتمان په مقابل کې د کومو واقعیتونو/خنډونو سره مخ کیږو.

فرضآ که موږ د اسلامي ګفتمان په بنسټ خپله ټولنه مهندسي کوو، نو مقابل کې به مو هغه افراد یا ډلې سنګر نیسي چې د اسلامي اسلامي ګفتمان سره په ټوله معنی کې جوړ ندي او که غیر مذهبي بنسټ باندې ټولنه مهندسي کوو په مقابل کې به مذهب پالي خنډونه جوړوي. 

نو دې نه مالومیږي چې خنډ نسبي مفهوم دی مطلق ندی، زموږ د طرحو مقابل کې چې څنګه موږ آینده طرحه کوو د هغې مقابل کې خنډ د یو واقعیت په بڼه ځان را ښکاره کوي؛ داسی چې کیدای شي نورو دغه واقعیتونه شاید خنډ نه اوسي.

زموږ د بحث محور دا دی چې د ټولنې د پرمختګ په وړاندی مطلق خنډونه نشته، خنډونه نسبي دي، په دې مانا چې کله موږ ټولنه د یو خاص معنایي نظام یا ګفتمان پر بنسټ مهندسي کوو، هغه وخت کې مشخص خنډونه مخې ته راځي. نو مطلق خنډ نشته دی.نه دلته مذهبپالي خند دي نه غیر مذهبپالي مطلق خنډ دي خو خنډونه هغه وخت واقع کیږي چې موږ د کوم ګفتمان په بنسټ ټولنه مهندسي کوو. دا مسئله همدلته پریږدو تاریخ ته رجوع کوو.

که پوښتنه داسې مطرح کړو چې د یو ملت اوسنۍ حالت، راتلونکی تعیینوي او که ماضي/تیر ؟

یا په بل عبارت:

ماضي داسې ده چې اوسني حال یې پنځولای دی او که برعکس دا راتلونکی یا د آینده په لور معطوفې طرحې دي چې زمونږ اوسنۍ حالت تعیینوي؟

اکثره خلک حال ماضي پورې تړي، داسې فکر کوي چې «ماضي» «حال» تعینوي. حال دا چې ماضي تیره ده تیر په هیره او موږ هیڅ وخت د ماضي سره نه مخ کیږو. تر هغه وخته پورې چې «راتلونکی» مو طرحه کړی نه وي د ماضي څخه راپاتې خندونو سره اصلآ مخ کیږو نه!

د ماضي تاریخ ښه والی او موثریت موږ ته هغه وخت مالومیږي چې کله آینده طرح کړو او دا تاریخ داسې پوتنشیالونه مونږ ته په میراث پریږدي چې د ټولنې پرمختګ کې ممد واقع شي. او بد تاریخ یا ماضي هغه ده چې د ټولنې پرمختګ کې یوې ټولنې ته خنډونه په میراث پریښي وي، فکر کوم موضوع لږه واضحه شوه . که اوس وپښتو چې زمونږ ماضي مونږ ته کوم خنډونه په میراث پریښي دي؟ 

ځواب کې به اخلاقي فقر،سیاسي بیګانګي نا حل شوي تضادونه، د ټولنیزې سرمایې فقر، قومي نفاق، د ملي هویت نشتوالی.هغه خنډونه دي چې یو بد تاریخ یې ملت ته په میراث پاتې شي. دا ثابته شوه چې د ټولنې د پرمختګ په وړاندې مطلق خنډ نشته؛ خنډ سره هغه وخت مخ کیږو چې یو خاص ډول آینده طرحه کړو.

دا ثابته شوه چې مطلق خنډونه نشته دی. جګړې ته هم موږ مطلق خنډ نشو ویلای. جګړې ته هله د خنډ په سترګه کتلی شو چې زموږ د اقتصادي پراختیايي طرحو مقابل کې خنډ واقع شي. په ټوله کې خنډ هغه دی چې اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختیا په وړاندې واقع شي. دلته په دې تفصیل سره صراحتآ ویلی شو چې هغه مفروض چې ډیر خلک په ناپوهی سره پرې باور لري او وایي چې مذهب د ټولنی د پرمختګ په وړاندې خنډ دی، بې اساسه ثابت شو. مذهب هغه وخت خنډ کیدلی شي چی عملآ د اقتصادي ودې او ټولنیزې پراختیا په وړاندی عایق واقع شي. او موږ په هیڅ ډول مذهب د ټولنې د پراختیا په وړاندې خنډ په حیث نه شو منلای ، ځکه شدیدآ مذهبي انسان هم یو ځان خوښونکی موجود دی او د اقتصادي فعالیتونو له پاره په کافي توګه لیوالتیا لري.

د یاد  بحث نه داسې یو درس اخیستلی شو چې راتلونکی باید داسې طرح ریزي شي او یا په اصطلاح د داسې یو ګفتمان په اساس باید یوه ټولنه مهندسي شي، چې د هغې په وړاندې د ټولنې واقعیتونه مانع نشي. موجوده سیاسي ګفتمان ځکه یو ناکاره او په ناکامی محکوم ګفتمان دی چې د ماضي واقعیتونه یې درک کړي نه دي. د مثال په توګه جمع ګرایی (Collectivism ) او خدای پاک اصالت هغه واقعیتونه دي، چې تاریخ مونږ ته په میراث پریښي دي او موجوده ګفتمان د هغې په مقابل کې د فرد اصالت رامخکې کړی دی. همدا د خدای پاک د اصالت ( د ټولنی واقعیت) او فرد اصالت ( د موجوده ګفتمان محور) تضاد دی چې زمونږ ټولنه یې په یوې اوږدې جګړې کې ښکیل کړي ده. 

د بحث آخر کې غواړم اشاره وکړم چی ټولنه باید د داسې ګفتمان په اساس مهندسي شي چې د ټولنې بنیادي واقعیتونو سره په تضاد کې واقع نشي. زمونږ دریم وګړیز (Populist ) ګفتمان په داسې اولویتونو ولاړ دی چې د ټولنې هیڅ واقعیت سره په تضاد کې واقع نه دی. دریم وګړیز ګفتمان چې د خلکو حقیقي غوښتنو پر اساس ولاړ دی، د ټولنې د شته ټولو پوتنشیالونه او ارزښتونو ملاتړ او تایید به د ځان سره ولري او د داسې یو ګفتمان بریالیتوب سل په سله تضمین وي چې د ټولنې بینادي واقعیتونو سره په تضاد کې واقع نه وي.

 مزل اوږد خو بریا حتمي ده!

#دریمـګفتمانـبحثونه

نوټ: ورته بحثونو کې د ګډون له پاره فاروق حقیقي سره په اړیکه کې شی،اړیکې شمیره:۰۷۸۰۲۰۹۰۲۰

وړاندې کونکی:استاد خیبر ستوری

۲۲/تله/۱۳۹۸ ه.ش

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *