تاند- ولسي جرګې د حکومت ټولو کاندید وزیرانو ته د اعتماد رایې ورکړې.
اوس د دفاع له وزیره پرته د کابینې ټول وزیران د ولسي جرګې له لوري تایید شوي دي.
ولسمشر غني ویلي چې ژر به د دفاع وزیر هم ونوموي.
عبدالرزاق وحيدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په ١٥٢ رایو تایید شو.
عبدالستار مراد د اقتصاد وزير شو. ده له ولسي جرګې ١٥٢ تاييدي رايې واخيستې.
نسرين اورياخېل چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت کانديد وزيره وه، وتوانېده د ولسي جرګې ١٦٩ تاييدي رايې واخلي او د دې وزارت وزيره شي.
محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير په توګه تاييد شو. ده د ولسي جرګې ١٨٨ تاييدي رايې واخيستې.
عبدالبصير انور د عدليې وزارت وزير شو. ده د ولسي جرګې ١٣٨ تاييدي رايې واخيستې.
ډاکټر محمد الله بتاش د ترانسپورټ د وزير په توګه وټاکل شو. نوموړي د ولسي جرګې ١٧٦ تاييدي رايې واخيستې او د دې وزارت وزير شو.
سلامت عظيمي د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې وزيره شوه، نوموړې د ولسي جرګې ١٥٥ تاييدي رايې واخيستې.
محمود بليغ د فوايد عامې وزارت وزير شو. نوموړي د ولسي جرګې ١٦٨ تاييدي رايې واخيستې.
د ښځو چارو وزارت ته کانديد وزيرې دلبر نظري د ولسي جرګې ١٣١ تاييدي رايې واخيستې او د دې وزارت د وزيرې په توګه تاييد شوه.
نسرين اورياخېل چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت کانديد وزيره وه، وتوانېده د ولسي جرګې ١٦٩ تاييدي رايې واخلي او د دې وزارت وزيره شي.
د ښارجوړونې کانديد وزير سيد سادات نادري د ولسي جرګې ٢٠٢ تاييد رايې واخيستې او د دې وزارت وزير شو.
ولسي جرګې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت لپاره کانديد همايون رسا په ١٧٠ مثبتو رايو سره تاييد. ښاغلى رسا د دې وزارت وزير شو.
د کرنې او مالدارۍ وزارت کانديد اسد الله ضمير ته د تاييد ١٩٢ رايې ورکړې او د دې وزارت د وزير په توګه يې تاييد کړ.
د لوړو زده کړو وزارت لپاره کانديد وزيرې فريدې مومند وکړاى شواى د ولسي جرګې د ١٨٤ غړو مثبتې رايې واخلي او د دې وزارت د وزيرې په توګه وټاکل شي.
ولسي جرګې د پوهنې وزارت لپاره ډاکټر اسد الله حنيف په ١٦١ تاييدي رايو سره تاييد کړ.
ولسي جرګې علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ د وزير په توګه په ١٦٨ تاييد رايو سره ومانه.
د تاند محترم کارکونکو ته: په دى راپور کى تاسو د عبدالله عبدلله نوم د مناسب لقب د استعماله پرته يعنى “جلآلتماب” ذکر کړى چى دا يو ډير لوى بى احترامي ده. چونکه د عبدالله ډبل نومونه دي نو په کار ده چى جلآلتماب هم دوه ځلى وليکل شي. لکه: جلآلتماب جلآلتماب عبدالله عبدالله په سپينو سترګو د افغانستان سنجاق شوى اجارئيه رئيس.
په درانوى
Salam wrora da Ethlaat aw Farhang Wuzarat ta Abdul Bari Jahani canadid na woo?
Was Abdul Bari Jahani elected to the Cultural & Information ministry?
Thanks
تاند په خبرپاڼو کې ګوتې نه وهي. هوبهو یې خپروي.که تاسو د نورو خبرپاڼې هم وګورئ په همدې شکل دي
تاند
Salmona, abdul Bari jahani saheb sanga sho???