دا چې د ولایتونو د رایو له مرکزونو څخه ګړۍ په ګړۍ د رایو د شمېر لومړني راپورونه کابل ته را رسېږي‌ نو د ځینو نوماندانو د توقع خلاف زیادترو خلکو هغه ټیم ته رایې ورکړي چې دوی ور ته د سیال ټیم په سترګه کتل. خو له لومړیو راپورنو څخه ښکاری چې زیاترو خلکو دا ځل هغه ټیم ته خپلې رایې ورکړي چې د هېواد لپاره روښانه طرحه لري. نو همدا وجه ده چې ځینو نوماندانو همدا اوس د تقلب او درغلیو نغارې ډنګول پیل کړل. ځینې یې دومره ناخبره دي چې د ټولټاکنو د پروسې څخه هم پوره معلومات نه لري نو پاتې شوه دا چې که خدای مکړه دوی بریالي شول نو د هېواد په سرنوشت به څه ډول لوبې وکړي؟

شېبه وړاندې یو نوماند ښاغلی احمدولي مسعود یوې تلویزیوني شبکې کې ناست و او په غیر مسلکي ډول یې توضیحات ورکول چې ټولټاکنو کې تقلب کېږي، نوموړی ویل چې په افغانستان کې د ټولټاکنو تقلب توپیر لري او دلته مخکې له مخکې تقلب کېږي او زیاته یې کړه چې یوه شپه وړاندې صندوقونه ډکېږي، خو کله چې خبریال ور څخه پوښتنه وکړه چې دا څنګه کېدای شي چې یو څوک دې د بایومیټریک او د څو نورو پړاونو څخه پرته صندقونه ډک کړي؟ نو دې ښاغلي ور ته ځواب نه درلوده او د نوماندانو د شورای اندېښنې یې د دې په پلمه بیا بیا تکرار کړې چې د خبریال له پوښتنې څخه څنګه ځان وتښتوي.

ځینې کسان دا اخلاقي جرات نه لري چې ووايي دوی خلکو ته څه نه لري نو ځکه خلک ورباندې باور نه شي کولی او یا هم له خپلې سیمې څخه تر اوسه نه دي راوتلي یانې فعالیتونه یې په یوې سیمې پورې محدود دي او نه یې هم په خپلو څرګندونو کې تر اوسه عامو خلکو ته دا ډاډ ورکړی چې دوی د ټول افغانستان شمول فکر کوي. متاسفانه دغه ډول کسان همېشه د یوې خاصې ډلګۍ په فکر کې دي. که دوی په رښتیا غواړي‌ چې د خلکو په منځ کې ځای پیدا کړي نو ښه به وي چې لومړی خپل فکر پراخ کړی او هم د خپل فعالیت سیمه، ترڅو خلک ورباندې باور وکړي. دا سمه ده چې نوماندان به پلویان لري خو زیادتره یې له خپلې ولسوالۍ هاخوا په نور هېواد کې د ګوتو په شمېر ملاتړي هم نه لري‌ نو څنګه به خلک ور ته رایه ورکړی. ولس اوس ویښ شوی دی او د ازمویل شویو کسانو لپاره نور خپل وخت نه ضایع کوي‌ او نه هم د هېواد واګې په لاس کې ورکوي.

هغو کسانو چې د ټولټاکنو ژوندۍ خپرونه یې لیدلې وي نو ارومره به یې لیدلي وي چې ځینې نوماندان یوازې د رایې اچولې مرکز ته راغلي و او هیڅ پلویان یې تر شا نه ښکارېدل او خپله رایه یې واچوله او ځینې نور یې بیا د خپلو پلویانو په بدرګه د رایې ورکولو مرکزونو ته ورغلل. څومره چې ټولټاکنې مهمې دي او په دې ملي پروسه کې فعال ګډون مهم دی نو همدومره مهمه ده چې د ټولټاکنو پایلې هم ومنل شي. د هېواد سیاسیون باید دومره اخلاقي جرات ولري چې د ټولټاکنو په ترڅ کې بریالي نوماند ته په مبارکي ویلو سره د ټولټاکنو نتایج ومني او په دې ډول د یو باثباته هېواد په رامنځته کېدلو کې خپل مسؤلیت ادا کړي. که خدای مکړه ځینې نوماندان بیا هم یا د امتیاز اخیستلو لپاره او یا هم د بل کوم دلیل لپاره د ټولټاکنو پایلې و نه مني نو دوی به د عامو خلکو په منځ کې د بې ثباتۍ مسؤلین وګڼل شي. همدوی به وي چې د امنیتي ځواکونو سرښندنو او قربانیو ته به یې درناوی نه وي کړی چا چې د خپل ژوند په بدل کې د ټولټاکنو لپاره د ټولو ګواښونو سره سره امنیت ټینګ کړی و او په امنیتي پېښو کې یې حتی خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *