ټولو ته لکه د لمر څرګنده ده چې د ټولټاکنو دویم پړاو ته تګ د ځینو سیاسي مصلحتونو پایله وه که نه عبدالله عبدالله ته خپله هم معلومه وه چې ۴۵٪ رایې ترلاسه کول د هغه د ټیم لپاره ستوري ځمکې ته راکوزول دي. د لومړي پړاو نتایج چې خپریدل نو ما سره دا پوښتنه په وار وار راولاړېده چې عبدالله عبدالله ته دومره رایې چا ورکړي دي؟ بې له شکه چې د هغه خپلې رایې شته خو د ازبکو رایې تقسیم وې، د هزاره و رایې تقسیم وې، د حزبیانو رایې تقسیم وې، له مناظرو څخه د تښتېدو او د پښتنو په هکله د جمعیت اسلامي د عمومي “نقطه نظر” له امله یې د پښتنو رایې هم دومره زیاتې په طرف نه وې، نو بیا یې څنګه ۴۵٪ رایې تر لاسه کړې؟ دا پوښتنه د ځواب تږې وه چې د همګرايي ټیم د خوست او لوګر غونډې مې ولیدې نو شک مې په یقین بدل شو چې تقلب او درغلۍ د نوموړي ټیم سلنه تر ۴۵ رسولې ده.
د دوهم پړاو ټولټاکنو په رانږدې کیدو د دواړو ټیمونو کمپاین لا جدي شو. د تحول ټیم په دفاعي او د همګرايي ټیم په اقدامي توګه خپل کمپاین پرمخ بیاوه. له دفاعي څخه مطلب دا چې د تحول ټیم په خپل عمومي او اقتصادی پلان، دوهم پړاو ټولټاکنو، او د بېطرفه خلکو په قانع کولو یې ټوله توجه وه، او د همګرايي ټیم له “اقدامي کمپاین”څخه دا مطلب دی چې د احمدشاه بابا او میرویس نیکه د عکسونو سوځولو، د پوسترونو شکولو، ټولو پښتنو ته د بنی اسرائیلو ځامن او جاسوسان ویلو او د دې بېځایه دعوی ثابتولو، پښتنو ته په ګوته خوځولو چې که مونږ ټولټاکنو کې بریالي نشو نو افغانستان به لوې بحران ته ولاړ شي، بله دا که دوي وغواړي افغانستان تجزیه کړي نو څوک به یې منع نه شي کړاي، او داسې نورو کارونو ته زور ورکړی ؤ. له دې هر څه برسېره، یو اقدامي قدم په کابل کې د عبدالله عبدالله پر کاروان شوې دروغګونې حمله وه، چې دا د افغانستان په سیاست کې یو نوښت ؤ. دا ټول تکتیکونه د همګرايي ټیم په تاوان تمام شو ځکه د مړو په جسدونو سیاست په پاکستان کې بریالی دی خو په افغانستان کې الحمدلله ډیر تور مخې شو. همدا ډول، د همګرايي ټیم اخطارونه ټول پښتانه را هیښ او مجبور کړل چې باید د خپل ځان او شتون څخه دفاع وکړي.
دوهم پړاو ټولټاکنې د لومړي پړاو څخه په درس اخیستو تر سره شوې، په دې معنی چې د دواړو ټیمونو ناظرانو په پوره پاملرنه رایې وشمېرلې، په فورمو کې یې ورسولې او بیا یې ترې عکسونه او ویډیو جوړې کړې تر څو د درغلۍ مخه ونیول شي. همدغه شان وشول، د لومړي پړاو درغلۍ بیا تکرار نه شوې، یا باید ووایم چې په هغه کچه تکرار نه شوې چې دا افغانانو لپاره یو زیری دی. تر ۲۰۰۰ زیات شکایتونه د شکایتونو کمیسیون ته راغلل چې تر ۶۰۰ زیات یې د عبدالله په خلاف او تر ۵۰۰ زیات یې د اشرف غني په خلاف ؤ.
عبدالله عبدالله لومړی د انتخاباتو مبارکي وویله او د بریالیتوب دعوی یې وکړه خو چې کله ورته څرګنده شوه چې بریالی نه بلکې بایللې یې ده، نو دا غوغا یې جوړه کړه چې درغلي شوې ده، یو ملیون رایې په درغلۍ اچول شوي دي، او د مجاهدینو رایې به ضایع کېدو ته پرېنږدي! او دا یې هم په ډاګه کړه چې باید د انتخاباتو د کمیسیون د دارالانشاء رئیس امرخیل استعفا ورکړي او د رایې شمیرلو بهیر دې ودرول شي که نه یو میلیون کسان به د کابل واټونو ته راوباسي. په رسنیو کې یې هم ټولو بړيڅو چیغې پیل کړې چې یوسف نورستانی پښتون!؟ دی او نور غړي یې هم ټول پښتانه دي او ټول فاشستان دي نو ځکه یې اشرف غني ته بری پلان کړی دی.
رئیس جمهور حامد کرزی، چې تل یې د مصلحت سیاست پر مخ بیولی او د تش په نامه ملي ګټو لپاره یې د پښتنو ګټو ته ستر تاوان اړولی دی، هم د یو کمزوري موقف سره راڅرګند شو. کله د ملګرو ملتونو څخه غوښتنې او کله هم نورې وعدې د عبدالله عبدالله همفکره خلکو ته بیا یو فرصت په لاس ورکړ چې په بایللې لوبه هم د ځان لپاره سوداګري وکړي. د همګرايي ټیم د رسمي غړو او کمپاینرانو سربېره، یونس قانوني، چې اوسمهال د رئیس جمهور معاون دی، په زغرده وویل: زه ستا (حامد کرزي) معاون نه بلکه د مارشال ځایناستې یم! ټول دې واوري!!! تر څو چې مې په تن کې یو څاڅکې وینه وي نو د مجاهدینو د یوې یوې رایې پوښتنه به کوم.
پورته ټکو ته په پام باید هر افغان غور وکړي او وپوښتي:
ü چې کله عبدالله عبدالله ۴۵٪ رایې خپلې کړې وې، څرګنده ده چې په دغه شمېره کې د ناامنه سیمو رایې هم وې خو د اشرف غني ټیم دا چیغې و نکړې چې په نا امنه سیمو کې دومره ډیرې رایې څنګه اچول شوې، نه یې د پنجشېر، هرات او بلخ رایې چیلنج کړې، او نه یې هیواد د بحران ته بوتلو اخطار ورکړ، ولې نو عبدالله عبدالله په هماغه کاسه کې توکي چې په کومه کې یې خوړلې او لا يې خوري؟
ü د فاشیست کلمه د همدغه همګرايي ټیم لخوا د پښتنو لپاره پدې معنې وکارول شوه چې ولې يې تاجک معاون نه دې معرفي کړی که څه هم د پښتون یو معاون ازبک او بل یې هزاره دې خو له فاشیستۍ څخه بیا هم وتلاي نشي، نو چې دوي بیا ټولو پښتنو ته ګوته څنډوي او پښتنو ته د متخلف خطاب ورکوي ولې فاشست نه بلل کیږي؟ دوي ته ولې ځانونه د غیبو عالمان ښکاري چې وايي اشرف غني ناروغه دی او که پحق ورسید نو بیا به د دوستم په دول سړی د افغانستان ولسمشر وي!؟ دوي څه وايي که کرزی پحق رسیدلي واي او مارشال فهیم، یا خلیلي رئیس جمهور واي نو هغه حالت به د دوستم له حالت څخه ډیر ښه نه ؤ! انسان د خپل تر وس پورې د پلان جوړلو مسئول دی نور نو د الله تعالی کار دی.
ü اکثره پښتانه د پاکستان او د هغې د افغان دښمنه پالیسیو سخت مخالف دي خو لدې سره سره د همګرايي ټیم دوي ته د پاکستان د جاسوسانو په سترګه ګوري. زما سر پدې خبره نه خلاصیږي چې بې له شکه د پاکستاني ګټو لپاره د افغانستان او افغانانو کارول له افغانستان سره لوي خیانت دی خو د ایراني ګټو لپاره کار کول ولې بیا ښه کار دی او بد نه ګڼل کیږي؟ دواړه هیوادونه د افغانستان په ورانولو کې یو شان لاس لري نو بیا ولې دغه پښتانه د دوي پلید پروپاګند نااوریدلی نیسي؟ که له یوه اړخه پاکستان د افغانستان بنیادونه ټینګیدو ته نه پریږدي نو له بل پلوه ایران د افغانستان په خاوره او حریم تېری کوي! له پښتنو سره د ایران چلن او د سوریې په جګړه کې د نورو افغانانو کارول له چا پټ دي؟
څنګه دوي دا له پامه غورځوي چې جنرال حمیدګل په ډاګه وایې عبدالله عبدالله د پاکستان په ګټه دی؟ څنګه د خیبر تلویزون چې د پنډۍ راجه ګانو ملکیت دی د عبدالله لپاره کمپاین کوي؟ څنګه پاکستاني اخبارونه لا په لومړي پړاو کې د هغه د بریالیتوب زیرې ورکوي؟ جاسوس څوک دی؟؟!
ü دوي لا دا هم وايي چې دوي افغانستاني دي نه افغانان! دوي وایي چې په ټولټاکنو کې بایلل دوي خپل اصل هدف ته لانږدې کړل چې اشاره یې د افغانستان تجزیې او د خراسان ترلاسه کولو ته ده. چې دوي نه افغانان دي او نه هم دوي افغانستان مني، بلکه د خراسان د راژوندي کولو خوبونه ویني نو دا دومره پښتانه خو یا کاڼه دي او یا هم بې غیرته ، او دوي خو یا ډیر جاهل دي او یا هم له حده زیات کلک سترګي! دوي د ټوپکونو سره عکسونه اخلي او په ټولنیزو رسنیو کې شریکوي او نور بیا دا بولي چې ګوندې افغانستان له ډیر سخت مشکل سره مخ دی. یاده دې وي، چې افغانستان لا دومره خوار نه دی چې د داسې تالي څټو په ټوپک راخیستو به تجزیه شي، یا به دوي ټوپکونه راخلي او “غرونو ته به خيژي” اونور به ورته بنګړي په لاس ناست وي.
دا هم د لیدلو ده چې د همګرايي ټیم پلویان وایي چې د افغانستان تباهي د پښتنو له لاسه ده، خو له دوي بیا هېر شي چې د داود خان د دولت په ضد لومړي وار لپاره له پاکستاني پوځ او د ذوالفقار بټو څخه په چراټ چاوڼۍ کې آمر صاحب کبیر، احمد شاه مسعود او استاد بزرګ برهان الدین رباني تربیه ترلاسه کړې وه او د داود خان پر ضد یې کودتا کول غوښتل چې له ناکامۍ وروسته هم دوي په پاکستان کې پناه واخیسته. او که نه دوي په دې اند دي چې آمر صاحب او استاد دواړو د افغانستان په ګټه جهاد کاوه او اوس باید د همغې جهاد اجره د هغې میراث خورو ته ورکړل شي؟
ü “د مجاهد رایې به ضایع کېدو ته نه پریږدو” د پېړۍ له ټولو څخه خندونکې لطیفه ده. کوم مجاهد؟ کوم جهاد؟ آیا د اشرف غني خوا ته مجاهد نشته؟ دوي ته چا ویلي دي چې ټولو مجاهدینو دوي ته رایه ورکړې ده؟ آیا پښتانه مجاهدین نه ؤ چې اشرف غني ته یې رایه ورکړې ده؟ او یونس قانوني څنګه د معاونیت چوکې له ادرسه ناقانونه خبره کولاي شي چې بدن کې د وینې یو څاڅکي وي نو د مجاهد له رایې څخه به دفاع کوي؟ چا ته اخطار ورکوي؟ او کله چې عبدالله عبدالله د خارجه چارو وزیر وو نو د استاد سیاف په خلاف يې په ملل متحد کې شکایت ثبت کولو په وخت د دوي دا مجاهد ضمیر چیرته ؤ؟
ü دا ټکی هم د پام وړ دی چې د ملګرو ملتونو څخه د مداخلې غوښتنه د کوم قانون لاندې شوې ده؟ د افغانستان اساسي قانون او نه هم نړیوال قانون دا غوښتنه مني. باید ټول افغانان چې د افغانستان خپلواکي مهمه بولي د دې غوښتنې تر مخ ودریږي. د ۲۰۰۹ کال په ټولټاکنو کې د ملګرو ملتونو مداخله هم غیر قانوني وه او پایلې يې هم ټولو ته په ډاګه دي، که دا وار هم ملګرو ملتونو ته اجازه او فرصت ورکړل شو چې منځګړتوب وکړي نو د ایران، پاکستان، امریکا، روس او هند د غوښتنې سره سم به داسې یو دولت رامنځ ته کیږي چې لږ تر لږه ۳۰٪ پکې د عبدالله عبدالله ګډون وي.
که اشرف غني دا ومني نو بیا د تحول څه معنی؟ که داسې دولت جوړول افغانانو ته قبوله وه نو بیا خو د لویې جرګې له لیارې یو اچاري دولت جوړول ډیر اسان کار ؤ، د دومره مصارفو، مالي او ځاني تلفاتو او قربانیو ضرورت بیا څه ؤ؟ په راتلونکې کې به څوک ټولټاکنو ته په جدي توګه په تمه شي؟ په نظام او سیستم به څوک اعتماد وکړي؟ که د سلو نفرو مظاهرې او پلو خوړل د انتخاباتو مستقل کمیسیون د خپل پلان په بدلولو مجبورولاي شي او د بایلونکي کاندید لپاره په دولت که ۳۰٪ څخه زیات رول پیدا کولاي شي نو بیا خو د مظاهرو مسابقه پکار ده چې هر څوک زورور شو او ډیرې ټکسیانې یې له منځه یوړې او ډیر پلو یې نوش جان کړ، هغه دې رئیس جمهور شي. د سلو کسانو په سرک ګرځیدل او د پلاو خوړل په کوم اساس د دې لامل کیږي چې ټول افغانستان دې د ویرې او بې یقینۍ حالت ته وسپارل شي؟ او یا دې هم د سلو کسانو په غوښتنه یو سالم او قانوني بهیر ودرول شي او د جوړجاړي بهیر ته دې غاړه کیښودل شي؟ غیر مناسب مصلحتونه او غلطو غوښتنو ته غوږ نیول او وخت ورکول په هیڅ صورت سم کار نه دی او د افغانستان لپاره پکې تاوان وینم.
او دا لا کوم منطق دی چې کله زما رایې زیاتې وې نو هر څه سم ؤ، خو اوس چې نه بریالی کیږم نو تقلب شوی دی؟ بیا که د تقلب ثبوتونه درسره ؤ نو ولې دې تر بالښت لاندې ایښي دي، د شکایتونو کمیسیون ته به دې تسلیم کړي ؤ او د اجراءاتو غوښتنه به دې کړې وه لکه څنګه چې دې ۵۰۰ شکایتونه کړي او اجراءات پرې روان دي. دا پوښتنه چې په ناامنه سیمو کې څنګه دومره رایې وکارول شوې د تقلب ثبوت نه دی بلکې عبدالله باید له خپلو ناظرانو او کمپاینرانو څخه وکړي، نه د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه! بیا که د عبدالله په وینا یو ملیون رایي تقلبی دي نو ناظران یې څنګه و نه توانیدل چې دومره ستر تقلب کنترول کړي یا پرې د ټاکنو په ترڅ کې واویلا جوړه کړي؟
څنګه چې د ملګرو ملتونو څخه د مداخلې غوښتنه غیر قانوني ده همدغه ډول د امرخیل د ګوښه کولو غوښتنه غلطه او نامعقوله ده. د دې نامعقوله غوښتنو یو ځواب دی: پړ مې کړه مړ مې کړه! ځکه باید دا غوښتنې رد شوې واي او د پلان سره سم کمیسیون قسمي رایې اعلان کړی واي. خو امرخېل بیا هم د افغانستان او د ولس سره د مینې او سرښندنې مثال قایم کړ چې په مېړانه یې استعفا ورکړه! اوس د همګرايي نابالغ ټیم کټ مټ د پاکستان په نقش قدم روان دی، په اسلام او اسلامي شعائرو ملنډې وهل (په استخارې پورې مسخره کول، د اشرف غني او د ماندینې په هکله یې غیر شرعي تورونه پورې کول یې ښې بیلګې دي)، د مړو په جسدونو سیاست کول (د کابل د بم چاودنه د دوه هدفونو لپاره وه: د محمد خان له منځه وړل او په ځاي یې د زلمي رسول معاون ټاکل، ځان مظلوم معرفي کول) او بالاخره يې جعل کارۍ ته یې هم لاس ورته کړ. دا په پاکستان کې کیږي چې د صدراعظم نواز شریف او د هغه مهال د پنجاب موقت والي نجم سيټي تر منځ په تلیفون شوې خبرې د ځینو کړیو لخوا په رسنیو خپرې شوې او بیا ادعا وشوه چې دا حقیقي دي. تر څو ثابت کړي چې ټولټاکنو کې درغلي شوې ده، خو هیڅ چا پرې غوږ و نه ګروه.
خو دا باید واضحه شي چې اول خو دا خبرې بالکل دروغ دي، ځکه هيڅوک دومره ساده نه وي چې دا دول موضوعات، په خاصه توګه چې د ټولو خلکو ورته سترګې هم وي، په تلیفون داسې مطرح کړي، دوهم، په ۲۱ پیړۍ کې هر څوک کولاي شي د بل اواز په کمپیوټر جوړ کړي ځکه خو د تلیفوني خبرو هیڅ قانوني او شرعي حیثیت نشته، بالفرض دغه خبرې اصلي دي نو بیا هم د کمیسیون د یو مسئول لخوا په شخصي دایره کې درغلي کول د ټولټاکنو په صحت هیڅ اثر نه پرې باسي، دغه مسئول دې محاکمه شي او د قانون سره سمه جزا دې ورته ورکړل شي، خو لومړی باید د همګرايي ټیم قانون ته دا واضحه کړي چې پټې او سري خبرې چې هیڅوک یې د سترې محکمې څخه د رسمي اجازې پرته د ثبتولو حق نلري، دوي څنګه او ولې ثبت کړي یا لاس ته راوړي دي؟ دوي باید دا هم په ډاګه کړي چې دا خو د انتخاباتو څخه د مخه ثبت شوي دي نو تر اوسه دوي ولې پټې ساتلې وې؟
پاتې شوه دا چې که عبدالله یې ونه ګټي، افغانستان به بحران ته ولاړ شي، نو د قسمت له لیک څخه تیښته نه کیږي. تر څو به افغانان د دغه جاهلې ټولې د نامعقولو او ماشومانه غوښتنو ښکار کیږي او له خپل حق څخه به ورته تیریږي. که د عبدالله راتګ دومره اړین ؤ نو ولې مو دوه پړاوه ټولټاکنې ترسره کولې، له پېله به مو هغه د رئیس په توګه منلی وی؟
له ټولو وروڼو څخه مې هیله ده، هیڅ وار مه خطا کوئ! د لوي الله په فضل افغانستان له هغه پړاو څخه تېر شوی دی چې د داسې مشکلاتو سره د مقابلې وس نلري او افغانان له هغه پړاوه تېر شوي دي چې په ښه او بد نه پوهیږي او یا به هم د چا د مصنوعي بحرانونو څخه ډاریږي. ټول په کلکه د خپلې رایې د تقدس د ساتنې لپاره تیار اوسئ، د هیڅ ډول ډار او مصلحت له امله له خپل موقف څخه مه اوړئ. باید ایمان ولرو چې:
کندهار مې د بابا په قباله دی
که پنجشېر دی که واخان دی وطن زما دی
که تاجک دی که اوزبک دی یو افغان دی
د دې خاورې هزاره ترکمن زما دی
چې فکرونه د نفاق پالي په سر کې
امتیاز یې د وهلو کشتن زما دی