په کابل کښې سیاسې بازار ښه ګرم دي له پوسټونو استعفاوې سیاسې ایتلافونه د ولسمشرۍ نوماندان د مرستیالانو ټاکنې د مختلفو توکمو خوشحاله ساتل د شمال څخه نوماند ولسمشر لومړې معاون یې پښتون د پښتون ولسمشر لومړې معاون یې پاړسیوان دوهم یې ازبک ، تاجک  اویا هم هزاره د نوم لیکنې تر وروستئ ورځې پوري اوولس تنو رسما ځانونه کاندید کړي او خپل مرستیالان یې هم معرفي کړي .

پښتانه د تل په څیر یو ځل بیا له یو داسې حالت سره مخ دي چې مرکزې مشرتابه نه لري دپښتنولویه ستونزه د یو متحد او داسې یو نوماند نه شتون دي چې ټول پښتانه پري راټول شې او په ټولټاکنو کښې د هغه برې باورې کړي د ګڼو پښتنو نوماندانو نوماندې به د پښتنو د رایو دپاشلو په مانا وي کوم داسې عمل چې به د پښتنو لپاره په سیاسې ډګر کښې یو ستر زیان وی مطرح پښتون کاندید ډاکټر اشرف غنی احمدزی دي چې د ډیرو پښتنو ورته سترګې دي خو د هغه د کور سړي ورور یې حشمت غنې احمدزی ورسره سم ځان کاندید کړي په یوه کور کښې سره یو نه دي بیا د ټول افغانستان په کچه سره په یونوماند راټولیدل خو ناممکن دی د رایو ویش او د یومرکزې نوماند نه شتون به ددې لامل شې چې د پښتنوسیاستوالو سیاسې خلا رامنځته کړي.

 له بل لورې د تیر ځل په څیر طالبان چې ټولټاکنې یو غیر مشروع عمل او دا یوه امریکا یې دسیسه او پروژه ګڼې یو ځل بیا به د ټولټاکنود ګډودۍ او نه ترسره کیدو پراخه هلې ځلې وکړي او حتی خپل ټول وس  اوتوان به دټولټاکنو د ګډوډۍ لپاره وکاروي د اندیښنې خبره داده چې طالبان اکثریت یې په پښتون میشتو سیمو کښې واکمن دي او په  خلاص مټ به دخپل کنټرول لاندي سیمو کښې  د پښتون رایه اچونکو مخنیوي وکړي  همدا راز هڅه به وکړي چې  خوندي ځایونه چې نسبتا هوسا او ارام دي د مختلفو لارو نا ارامه او خپل هدف وګرځوي ترڅو دټاکنو جریان ګډوډ او مشروعیت یې تر پوښتنې لاندي راولي کوم چې له شک پرته د ګڼ شمیر پښتون میشتو پښتنو د رایو له منځه وړل دي.

  ویل کیږي چې دهیوادپه شمال پښتون میشتو سیمو کښې د شمال ستمیانو داسې وسله والې غیر قانونې ډلې زیږولي چې موخه یې د پښتنو  سیمو نا ارامې او د پښتنو د رایې داستعمال  له حق څخه بې برخې کول دي دا خپل سرې وسله والې ډلې ټپلې د اربکیانو محلې پولیسو او په نورو ګڼو نومونو سره د پښتنودسیمو ناارامې غواړي دوۍ  مختلف نومونه اورنګارنګ لارې چارې په کار اچولې چې د افغانستان تر ټولو لوې ټبر له ټولټاکنیز بهیره وباسي.یادې او دي ته ورته نورې ستونزې د پښتون ټبر د سیاسې تخلف او وروسته پاتي کیدو لپاره لوي خنډونه دي پښتانه په پراخه پیمانه په ټولتاکنو کښې د ګډون په وسیله کولاي شې چې دا ټولې ننګونې او ستونزې له منځه یوسي او یو داسې نوماند ته رایه ورکړي چي ددوۍ د درد دوا شي . که چیرته دولت د ټولتاکنو د امنیت په ساتنه او د ولس په خوندیتوب کښې پاتي راغي کوم چې د ډیرې رایه اچوونکو په مخ کې ستر خنډونه دي نو پرته  له اړنګه د ټولټاکنو قانونې مشروعیت به له منځه ولاړشې او هیواد به یو ځل بیا د سیاسې بحران پر لور رهي شي.

One thought on “ټولټاکنې او د پښتنو نامالوم سیاسې برخلیک/ عبدالواحد رضوانزی”
  1. وروره بالا خبری خو دی شه بیکاره لیکلی ولاکه دی لیکنه د لیکنی به شکل ده ، د اسلام کلمه درکی نسته زموز به اسلام کی دا ضرور نده جی مشر دی د بل قوم وی هسکله به مسلمان شه ورز ونه وینی تر سو یی دا تعصبات او نشنلیزم بد مرض نه وی بریخی د رسول الله اخری خطبه حجه الوداع ته که لز زیر سو نو هر سه راته شه شکاری بکی جی تور بر سبین سبین بر تور هس فوقیت نلری الا به تقوی کی همدارنکه قران هم دا وایی مونز ته..او سوک جی تا غوندی نشنلیزم باندی همیشه وخت ضایع کوی هغه اصلا کفر او الحاد ته دعوت ورکوی..الله دی زمونز ایمان ته خیر کری هر سه مو له اسلام دایری سخه وتلی دی. الله دی د شه عمل کولو توفیق راکری موز او تاسو ته تر سو به دی نشنلیزم او غیر اسلامی فلسفو باندی وخت تیر نکرو . مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *