سپینې خبرې به کوو څوک دې خوا نه بده وي…

د ټاکنو د دویم پړاو څخه وروسته ناندرۍ او په هیواد کې ننۍ حالت عادي خبره نه ده، په دې کې هم هیڅ شک نسته چې د هیواد هرځوان، سپین ږیرې، پیغلې او سپین سرې خپله دنده په ډیره مینه او اخلاص ترسره کړه. لاکن دا باید هیڅ کله هیر نه سي چې په متحده ایالاتو کې هم ټاکنې یوازې د رایو له مخه نه بلکه په سیاست هم ګټل کیږي. زموږ خوار ولس چې یوازې د رایو ورکولو وړتیا او دنده لرله ترسره کړه، خو دا حماسه اوس په بشپړه توګه د سیاست ښکار سوه.

ننۍ حالت سل په سله کې له ولسمشر کرزي له خوا له وړاندې لا پلان سوی و، د افغانستان تاریخ ته په کتو دا به د منلو نه وي چې یو ولسمشر دې په دومره آسانۍ د ارګ ماڼۍ پریږدي او بیا هغه ولسمشر چې دیارلس کاله تر بل هر چا د سیاست د لوبې بې ساری لوبغاړی پاتې سوی وي.

که چېرې روان حالت په عددي (نیومیریکل) ډول وڅېړل سي نو هره کړۍ یو له بل سره ژور تړاو لري، د متحده ایالاتو سره د ستراتېژیک تړون له جرګې څخه رانیولې بیا تر نني ګواښونو او ننګونو پورې.

د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو ته د زلمي رسول نوماندیدل او اولس ته داسې ذهنیت ورکول چې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونګی نوموړی دی، او بیا په ارګ کې پرله پسې ناستې او د ښاغلي قیوم کرزي د زلمي رسول په ملاتړ د ټاکنو څخه تېرېدل د ټاکنو د لوبې پیل و. د ټاکنو وړاندې د یونس قانوني د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه ټاکل هم پر ټاکنو ژوره آغیزه لرله او بیا د ټاکنو په لومړي پړاو کې د عبدالله عبدالله ۴۵ سلنه رایې خپلول او زلمۍ رسول د ډیرو کمو رایو په خپلولو ټاکنې د ښاغلي اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر منځ دویم پړاو ته ځي. په دې کې هیڅ شک نسته چې عبدالله عبدالله ډاډمن و چې نوموړي د ټاکنو په لومړي پړاو کې هم تر ۳۰ سلنه اضافه رایې نه وې خپلې کړې.

د ټاکنو دویم پړاو د غبرګولي په ۲۴ د یوې سترې حماسې په توګه پای ته ورسیده، د هر ډول ګواښونو او ننګونو سره سره د هیواد ټولو وګړو په ځانګړې توګه پښتنو په بې سارې کچه خپل راتلونکی مشر وټاکه لاکن پایلې یې یوه ډیر خطرناک لور ته مخه کړه.

زه ښاغلی ضیاءالحق امرخیل ته په ټول درنښت احترام لرم، لاکن نوموړي د خپل ټول ځیرکتوب سره د څو صندوقونو د رایو د لیږد لپاره په خپله سړک ته راوتل پوښتنې وزیږولې. په یوه داسې نازک حالت کې چې د هیواد پینځه کلنی نه بلکه د څو لسیزو برخلیک ټاکل کيږي او یو له نوماندانو څخه د اوبو خړولو یوه کوچنې پلمه غواړي او په کمین کې ناست دی ښاغلي امرخیل ته نه و پکار چې په دومره کوچني سهوې دومره ستره بیه ورکړي. د رایو د یو څو صندقونو د لیږد لپاره د ټاکنو د کمیسون هر بل چارواکی سیمې ته تلی او دا کار یې ترسره کولی سوی.

تر ټولو لویه پوښتنه هغه مهال پیدا کیږي چې د ښاغلي امرخیل سیمي ته تګ سره سم د کابل د پولیسو قومندان هم ټاکل سوې سیمې ته رسیږي او په عین وخت کې پرته له دې چې یو هم له بل کوم لوړپوړي چارواکي سره اړیکه ونیسي دواړه په خپل وار دا کوچنې ستونزه مستقیاً له ولسمشر سره شریکه وي ګواکې دواړو ته هدایت ورکونکې مرجعه پخپله ولسمشر و خو له بده مرغه دوی دواړه بیا نه و سره خبر.

د ښاغلي عبدالله عبدالله د ټاکنو په پروسې تر ټولو لومړې او جدي نیوکه د ښاغلي امرخیل کړنه وه زه دا هیڅ کله نه وایم چې ګواکې نوموړي به په ریښتیا په تقلب کې لاس درلود په تقلب کې لاس لرونکي ټولو هیوادوالو ته ښکاره دي، لاکن له بده مرغه نوموړی د ولسمشر د سترنج ښکار سو له دې څخه سترګې نه سو پټولی چې د روان سیاسي کړکیچ په زیږنده کې ښاغلي امرخیل مهم رول ولوبوی.

بله کړۍ چې دا ټولې کړۍ یو له بل سره تړي د عبدالله عبدالله د امرخیل له دندې څخه د ګوښه کولو غوښتنه او په دې هکله د ولسمشر چپه خوله پاتیکیدل دي. ټاکنې پای ته رسیدلې وې او د رایو شمیرنه پیل سوی وه، نو د یوه امرخیل له دنده څخه ګوښه کول به هیڅ تاوان نه وی کړی. او که چیرې د بعضو پښتنو نیوکه دا وی چې د امرخیل ګوښه کول یوه تعصبی کړنه وه نو ایا د یوه پښتانه دا وړه قرباني به ښه وی او که د ټول اولس په ځانګړې توګه د پښتنو د رایې قربانول او د دوی له برخلیک سره لوبې کول؟

جالبه خو دا ده چې ولسمشر کرزي امرخیل له دندې ګوښه نه کړ لاکن د رایو شمیرنه یې وځنډوله او د ملل متحد او د خپلو مرستیالانو منځګړیتوب پریکړې ته یې هرکلی وویل. د کابل په ښار کې د څو بې کارانو مظاهرې هیڅ پایلې و نه لرلې لاکن د ولسمشر کرزي پریکړې د عبدالله عبدالله غوښتنو ته لومړی مثبت جواب ورکړ، د قانون او حقوق په رڼا کې د عبدالله عبدالله ادعاو ته یوه قانوني بڼه ورکول سوه خو اولس اوس هم یوازې دغه نارې وهي چې موږ د سر په بیه رایه ورکړې او په هر قیمت به یې ساتو، لاکن رایې د ولس په نارو نه بلکه په یوې ښې رهبرې ساتل کیدی سوی او ښایي اوس به ډیر ناوخته سوی وي.

د ولسمشرۍ دویم نوماند او د ټاکنو احتمالي ګټونکی ښاغلې اشرف غني احمدزی هم خپل شا او خوا ډیر هیوادملان لري، د ۲۰۰۹ په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوموړي د کمپاین اداره یوه ډیره ضعیفه اداره وه، بیا په دې تیرو پینځو کالو کې او د ۲۰۱۴ د لومړي پړاو د ټاکنو وروسته هم نوموړی و نه توانید چې د کمپاین لپاره یو غښتلی او په کار پوه ټیم وګماري، په دې کې هیڅ شک نه سته چې نوموړی پخپله د نړۍ یوه پيژندل سوی او په کار پوه څیره ده، لاکن د افغانستان په څیر هیواد کې سیاست له نورو هیوادو ډیر توپير لري په ځانګړي توګه هغه مهال چې واک او د واک کیلۍ د حامد کرزي په شان لوبغاړي سره وي.

د ټاکنو په پروسه او د ښاغلي اشرف غني په ټیم د عبدالله عبدالله مستقیم تورونه او نیوکو ته د غني چپ پاته کیدل او هیڅ ډول غبرګون نه ښودلو هم د اوسني کړکیچ په را منځته کیدو کې مرسته وکړه. د ټلویزونو او راډیوګانو په بلنه په ګردي میز کې د ټیم غړي په مطبوعاتي کانفرانسو کې د لګول سوو تورونو او نیوکو جواب نه سي ویلی او بل دا چې هیواد په سیاسي ډګر کې اوس مهال پر یوه څلورلارې تم دی او قرباني ته یې سم دم غني تړلی لاکن دا ښاغلی متحده ایالاتو ته سفر کوي. که چیرې اشرف غني احمدزی د هیواد ولسمشر وی او حامدکرزی د نوموړي پر ځای نوماند او احتمالي ګټونکی وی نو موږ یې تصور هم نه سو کولی چې په څو ورځو کې به د عبدالله عبدالله تورونو او غوښتنو ته نوموړي څه ډول غبرګون وی او هر څه به یې ډیر ژر په خپل کنټرول کې اخیستې وی خو له بده مرغه دا سپیڅلی مشر له خپلې ټولې پوهی او اخلاص سره د هیوادملانو ښکار سو او یو مخلص او په لوبه پوه ملګری یې و نه درلود چې پر ځای او پر وخت مشورې ورکړي.

په ناڅاپي توګه د کرزي لخوا د ښاغلي غني له امریکه څخه راغوښتل او د ټاکنو په پروسه کې د ملل متحد او د ولسمشرکرزي د مرسیتالانو منځګړیتوب پریکړه ښایي د کرزي اوږد مهالې پروژې ته عملي بڼه ورکړي، هغه به یا مصلیحتي حکومت وي او یا به د عبدالرب رسول سیاف یا د بل کوم کس په مشرتوب موقعته اداره را منځته کیږي او ټاکنې به د بل وار لپاره ځنډول کیږي.

د سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله…

0 thoughts on “ټولټاکنې او که کرزي ټاکنې؟- نجیب الله آزاد”
  1. سلامونه او احترام آزاد صاحب تاسو او د تاند کارکوونکو ته:
    کور مو ودان آزاد صاحب ستاسو هره لیکنه یو عالم پټې دروازې خلاصه وي، خو دې لیکنې رښتیا زه اړ کړم چې پر دا ټولو موضوعاتو غور وکړم او وروسته له غوره ستاسو لیکنه هره کړنه په اثبات رسوي، یوه هم پېښه نه ده بلکه هر څه له وړاندې لا نقشه شوي و، او بیا نن د ښاغلي امرخیل استفعا ستاسو لیکنه زر په سل کې تایده وي، ستاسو څېړنې او تبصرې د ستایلو وړ دي
    .
    یو وار بیا ستاسو او د تاند ټيم څخه نړۍ مننه

    ستاسو د لا بریا په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *