په نړۍ کې ښځو ته تر ټولو ستره مسله سفر کول دي، دلته د سفر نه زمونږ مقصد يوازې د يو ښار نه بل ښار، يا بل ملک ته تګ نه دی، که ښځه د کور نه په پينځه دقیقو کې يو بل کور ته ځي مخکې له دې کيفيت څخه تيرېږي چې څنګه پرده وکړي؟ څنګه د يو چا له نظرونو ځان وساتي؟ يوه جينۍ کې د کور نه ښوونځي ته ځي يا د ښوونځي څخه کور ته راځي اول ضرور د دې کیفيت سره وي چې په لاره به څنګه تېرېږي؟

زه له دوه کالو رهيسې په اروپا کې ژوند کوم، د يوې داسې ټولنې فرد يم چې د اروپا سره يې کلچر رواج او فکر په ټکر دی نو ځکه چې زه په اروپا کې څه هم وينم زه يې د خپل وطن سره پرتله کوم، کله چې زه دلته ښځه – جينۍ په کار وينم لکه بس، ټرين چلول، په دفتر کې کار کول يا نور په سوپر مارکيټ کې کار کول نو ماته د خپل وطن د جينکو او ښځو په حال افسوس راشي چې څنګه يوه ښځه د يو کور څخه بل کور ته تګ په عذاب وي، نو نور حال يې پرېږده.

کله چې زمونږ په وطن کې نارینه واده وکړي نو کوشش کوي چې په اول ځل د ښځې سره د لیدلو په وخت خپل څيره یا قواره په داسې قهرېدونکي انداز جوړه کړي چې ښځه ترې و وېریږي او دې پرې بیا ټول عمر د یو ډکټیټر په رقم امر وچلوي. نو ځکه نارينه هم غواړي ښځه هم داسې بنده، بې تعليمه پاتې شي.

که فکر وکړو زمونږ د مذهب، کلتور ټول اړخونه مونږ په ښځه ودرولي، يعنې که ښځه کوم کار وکړي نو زر زر خلک راټول شي د ښځو پرضد د مذهب او کلتور د لارې فيصلې ورکړي خو که نارينه کوم کار وکړي نو بيا هيڅ نه وي؟ ښځه ولې دومره د توپيري چلند ښکار ده؟ اګر چه زمونږ مور، خور، ټبر هم ښځه ده نو بيا ولې؟

يوه جرمن جينۍ چې په دفتر کې کار کوي وايي د پينځلس کالو نه په دفتر کې دفتري چارې مخ په وړاندې وړم کله د توپيري چلند سره نه يم مخ شوې، خو ما څلور کاله مخکې په يو دفتر کې کار کولو نو زمونږ په دفتر کې جينکۍ همکارانې د دفتر د ډېرو هلکانو د لاسه په عذاب وې که څه هم دغه کسان کلک مذهبيان هم وو.

سياسي فعاله پلوشه عباس وايي زمونږ په ټولنه کې ښځې ته يواځې د جنس په نظر کتل شي، تر څو چې دولت خپله د ښځو په ژوند بدلولو کې، د تعليم په برخه کې کار و نکړي ښځې نه شي کولی چې خپل حقونه و پيژني، او مبارزه وکړي.

يو رپورټ مې لوستلو چې پکې د هغه لس هيوادونو ذکر شوی وو چې يوه ښځه ورته پرته د څه خطره تنها سفر کولی شي، هلته تنها ګرځيدلې شي يو بار کيفے، هوټل پارک د سمندر غاړې ته ورتللی شي او د نارينه سره برابر حقونه ترلاسه کولی شي خو د بده مرغه په دغه هيوادونو کې يو هم اسلامي هيواد نشته، چې د افسوس پرته پرې انسان نور څه کولی شي؟

ما چې څومره لوست، ليده کاته وکړه زه په دې نتيجه ورسيدم چې د نړۍ ټول بنديزونه قانونه يواځې ښځو ته جوړ دي او ښځې پرې راقابو کېږي، نو هاغه ښځې چې پويه دي، تعليمونه يې کړي څه نه څه واک اختيار لري بايد د څه روشن خياله خلکو په مرسته ښځو حقونو، تعليم ته مبارزه وکړي، کور تر کوره جينکو ته خپل اهميت مالوم شي، تر څو به جينۍ په کور او برقع کې لکه د پينجرې بندي وي؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *