ژباړه: حمیدالله حمیدي

مثبت فکر په دې معنا چې هر څه ته د یوې هیله مندۍ له اړخه وکتل شي او دغه څه له موږ سره مرسته کوي څو خپل استعدادونه وغوړوو او موخو ته ورسېږو. د مثبت فکر بله ښېګڼه دا ده چې له ستونزو سره د مخ کېدو پر وخت خپله ارامي او احساسات کابو کړو. دغه راز مثبت فکر کول موږ ته د خوښۍ او خوشالۍ احساس راکوي او تر ټولو ښه ځانګړنه یې دا ده چې که موږ مثبت فکر وکړو، بریا به زموږ وي.

اوس چې د مثبت فکر پر معنا و پوهېدو د بریا پر لور ګامونه اخلو:

لومړی ګام: هیله ولرئ

هڅه وکړئ په ژوند کې لویې هیلې ولرئ؛ له لویو هیلو مې موخه هغه هیلې دي چې د زړه له تله ورته رسېدل غواړئ. هېڅ داسې څه نشته چې تاسو ورته ونه شئ رسېدای، نو چې داسې ده مه په تمه کېږئ او همدا اوس لاس په کار شئ او موخو ته د رسېدو لپاره ګام پورته کړئ. هیلې هغو وښو ته ورته دي چې غواړي له ځمکې سر را پورته کړي، یوازې لږ باران ته اړتیا لري. که تاسو لږ هم د خپلو هیلو په برخه کې بې پروایي وکړئ، هغه ده چې د هیلو واښه به مو تر ځمکې لاندې وچ شي. کېدای شي ډېرې هيلې مو تر اوسه له خاورو سره خاورې شوې وي، خو که وغواړئ بیا یې هم را ژوندۍ کولای شئ.

دویم ګام: هوښیار و اوسئ

همدا چې هیله مو پوره شوه باید پر دې عقیده و اوسئ چې په ژوند کې به مو یو نوی بدلون راځي. له شک پرته چې خدای پاک به ستاسو مرسته کوي او په ډېرې اسانۍ سره به خپلې موخې ته ورسېږئ. خدای پاک په خپل قدرت سره هغه څه ستاسو په واک کې درکوي چې موخې ته د رسېدو لپاره درته ضروري دي. همدا چې د یوه کار په اړه پرېکړه کوئ، یو عظیم قوت ستاسو په څنګ کې فعالېږي چې په اصل کې د جذب قانون دی، خو تاسو کولی شئ چې بل هر نوم هم ورکړئ.

درېیم ګام: انعطاف منونکي و اوسئ

انعطاف منل په دې معنا چې ځان د ژوند له بدلونونو سره همغږي کړئ؛ سازګاري درته په ګوته کوي چې کوم څه ګټور او کوم څه ستاسو پر زیان دي. په کار ده چې موخې ته د رسېدو لپاره غیر ضروري شیان له مخې لرې کړو او یوازې هغه څه ته پام وکړو چې موخې ته د رسېد په برخه کې راسره مرسته کوي.

څلورم ګام: قوي ایمان او هوډ ولرئ

ایمان درلودل په دې معنا چې موخې ته د رسېدو لپاره هر ډول ستونزې وزغمو او له هر ډول خنډونو تېر شو. کېدای شي موخو ته د رسېدو په برخه کې له ډول ډول کسانو سره مخ شئ، له داسې کسانو سره چې ان مایوس به مو کړي. کېدای شي دا هغه کسان وي چې دوی هم ستاسو په څېر لویې هیلې درلودې، خو دا چې له ستونزو سره مقابله کول یې نه و زده، نه دي توانېدلي چې خپلې موخې ته ورسېږئ، هڅه وکړئ د داسې کسانو په خبرو له خپلو پرېکړو ونه ګرځئ.

که تاسو پر خپلو پرېکړو پوره ایمان ولرئ، نو هېڅ کله به ستونزو ته تسلیم نه شئ او د دغو کسانو منفي خبرې به وا نه ورئ.

پنځم ګام: د خدای شکر ادا کړئ

همدا اوس موږ باید د خدای پاک پر ټولو راکړو نعمتونو د زړه له تله شکر ادا کړو، په اصل کې شکر ایستل د اوسنۍ شېبې او راتلونکې تر منځ د پل حیثیت لري. موږ کولی شو په شکر ایستلو باندې موخې ته د رسېدو لپاره خپل سرعت ګړندی کړو. پر دې باید عقیده ولرئ چې په شکر ایستلو کې لوی قوت پروت دی. همدا چې تاسو شکر وباسئ ټول قوتونه یو بل ته لاس ورکوي او موخې ته رسېدل درته اسانه کوي.

قلم او کاغذ را واخلئ همدا چې له خوبه را پورته کېږئ او یا هم د ورځې په اوږدو کې هغه څه ته چې لاسرسی لرئ، په کتابچه کې یې ولیکئ او د خدای پاک شکر ادا کړئ. دغه لیکل د دې لامل کېږي چې تاسو راتلونکي ته هیله من شئ او د خدای پاک یو شاکر بنده و اوسئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *