تاند: د پاکستان په څلورو واړو ایالتونو کې سوداګرو د عمران خان د حکومت پر اقتصادي پالیسیو په غبرګون سر له نن یکشنبې څخه لوی او واړه بازارونه تړلي او کاري اعتصاب یې پيل کړی دی.

پاکستاني پانګه وال وايي، د نوي مالي کال بودیجه کې پر ولس درنې مالیې وضع شوي او هر ډول کاروبار لپاره یې د اسنادو جوړول شرط ګرځولي چې دا دوی ته د منلو نه دي.

سندھ

د اصنافو او سوداګرو د اعتصاب برخه کې کراچۍ ترټولو وړاندې ده، دغلته نږدې ۴۰۰ بازارونه تړل شوي او د حکومت د نویو پالیسیو پر ضد هټۍ والو او سوداګرو ګډ اعتراض کړی دی.

 د کراچۍ د سوداګرو اتحادیې مشر عتیق میر وايي، پخوا به چې چا له ۴۰ لکو زیاته سرمایه لرله ټیکس به یې وضع کاوه اوس چې څوک ۱۲ لکه ولري ټیکس به ورکوي او چې ۵۰ سرمایه ولري نو پاکستانی شناختي کارد او د کار جواز ورسره وي ګني سرمایه یې په خطر کې ده.

 عتیق میر زیاته کړه، پاکستاني پولیسو نن سهار په زور د یو شمیر بازارونو د خلاصولو هڅه کړې ده او په رسنیو یې هم د کاري اعتصاب یا هړتال په تړاو ناسم راپورونه ورکړي دي.

پنجاب

د پنجاب پلازمېنه لاهور، راولپېنډۍ او نورو سیمو کې هم لوی واړه بازارونه بند دي او سوداګر ټول په لاهور کې سره یو ځای اعتراضیه پرلت ته راټول شوي دي.

د پنجاب د سوداګرو ټولنې مشر نعیم میر وايي، ټول هېواد کې کاري اعتصاب د حکومت د ناسمو اقتصادي پالیسیو پر ضد یو ولسي ریفرنډم و چې وشو، معنا دا چې هیچا ته لوړ ټیکسونه د منلو نه دي.

نعیم میر زیاته کړې که د عمران خان حکومت وغواړي نو دا مسئله له سوداګرو سره د خبرو له لیارې هم اوارولی شي، ګني ټول پاکستان کې به بازارونه همداسې بند وي او سوداګر به په اعتراضیه ډول د ټیکسونو له ورکړې هم سرغړونه پیل کړي.

یو بل سوداګر چوهدري کاشف بیا غوښتنه کړې چې عمران خان دې خپل اقتصادي سلاکاران له دندې ایسته کړي ځکه د دوی په وجه د ټیکسونو په ورکړه د ولس ملا ماته شوې ده.

اسلام آباد

سر له نن څخه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې هم کاري اعتصاب پيل شوی او بازارونه تړل شوي دي.

 اسلام اباد کې د ټول پاکستان د سوداګرو رئیس اجمل بلوچ ویلي، د حکومت لویو ادارو یوازې لویو صنعتکارانو سره خبرې کړې دي او نه غواړي کوچنیو سوداګرو ته وخت ورکړي.

بلوچ وايي، حکومت د پاکستان ۴۱ لکه راجستر شويو سوداګرو ته سپکاوی کړی او اوس به سوداګر تر هغه کاروبارونه بند ساتي چې حکومت ورسره خبرو ته کېني او غوښتنې یې ومني.

خیبرپختونخوا

د خیبر پښتونخوا په پېښور، شانګله، بټګرام، تورغر، کوهاټ او نورو سیمو کې ټول لوی بازارونه د حکومت د اقتصادي پالیسیو پر ضد تړل شوي دي.

د بټګرام د سوداګرو ټولنې رئیس عبدالغفار وايي، د پاکستان حکومت د سوداګرو په تباهۍ پسې را اخیستې ده او له همدې کبله دوی هم یو تاریخي کاري اعتصاب ته ملا تړلې ده

 د شانګلې د سوداګرو مشر حامدالرحمن بیا وايي، سوات نه وروسته ملاکنډ له سوداګریزو ټیکسونو ازاد وو، خو اوس حکومت دلته هم خپلې پالیسۍ راوړې دي چې خلکو ته دا کار د منلو نه دی.

بلوچستان

د بلوچستان په کویټه، لیاقت بازار، سورج ګنج او نورو سیمو کې هم کاروباري مرکزونه تړل شوي او بازارونو کې هیڅوک نه لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې سیاسي ګوندونو هم ګواښ کړی و چې سر د جولای له ۱۷مې څخه به د عمران خان د حکومت پر ضد څلورو واړو ایالتونو کې لوی لاریونونه راوباسي او اسلام اباده پورې به ولاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *