میرویس میرزاد

له ملګري مې وپوښتل روژه یې؟
ډیر جالب ځواب یې راکړ
ویې ویل: هو روژه یم
ټول کال روژه یم
خو د خولې او ګېډې پرځای، د ضمیر نه روژه یم
زما ضمیر دا حق نه راکوي چاته بي احترامي وکړم
زما ضمیر دا حق نه راکوي چاته کنځا وکړم
زما ضمیر دا حق نه راکوي د چا حق وخورم
زما ضمیر دا حق نه راکوي د چا په ژوند لوبې وکړم
زما ضمیر دا حق نه راکوي په چا ملنډې ووهم
زما ضمیر دا حق نه راکوي په چا پسې تهمت وکړم
زما ضمیر دا حق نه راکوي له چا سره ناحقه وکړم
زما ضمیر دا حق نه راکوي د چا په زړه لوبې وکړم
زما ضمیر دا حق نه راکوي   چا ته دروغ ووایم

زما ضمیر دا حق نه راکوي د یتیم په وړاندې   بی پروا ووسم
زما ضمیر دا حق نه راکوي د زور خبرې وکړم
زما ضمیر دا حق نه راکوي د بې وزلو په وړاندې بي تفاوته ووسم او بي تفاوته یې تر خوا تېر شم
زما ضمیر ……
او زه روژه یم نه د خوړو بلکې د انسانیت
د انسان په شان د ژوند کولو لپاره روژه یم، هو زه ټول کال او هر ساعت او هره دقیقه روژه یم
هو زه روژه یم
څومره به ښه وو که په دي شان مو روژه درلودی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *