لونګ ټوپک ته لاس کړ او په بیړه له کوره ووت، مور یې ور غږ کړ، چیرته ځی؟ بیا مې په څه غم اړوې؟

لونګ د مور په خبره غوږ ونه ږروه، مور یې له کوره دباندې پسې ووته، د واپس کیدو یې ورته ډیر غږونه وکړل، مور یې لونګ تر هغې څاره، چې په کنډو واوښت او له سترګو یې پنا شو.

مور یې په ژړا کورته را ستنه شوه او په ښیراوو یې پیل وکړ.

زویه خدای دې همداسې وکړوه، ما خو دې نه له پلاره خیر ولید او نه له تا، د پلار دې لا د تختې او به وچې نه دي او ته مې اوس بیا غم ته کینوې.

خدای دې ماهم درنه واخلي، چې نوره له دې غمونو خلاصه شم.

ځان سره یې ویل، وړانګې نصیب دې وسوځه، له کومې ورځې چې د لونګ پلار ته را واده شوې یې، ښه ورځ دې نه ده لیدلې.

د وړانګې لا له ژړا سترګې نه وې وچې ، چې د ټوپک ډزې یې ترغوږه شوې.

وړانګې زوړ پړونی له مخه تاو کړ، له کوره ووته، وړو ماشومانو پسې یې د کور ور له مخې زنځیر کړ.

کنډو ته لا نه وه رسیدلې، چې لونګ یې ستړی ستومانه مخې ته ودرید او ویل یې ، ادې هغه قیمار باز، هغه د پلار قاتل مې مړ کړ.

وړانګه: ولې زویه؟ در باندې بوره مې کړې، شیر خو تا غوندې بې ریښې نه دی، اوس خو مو ژوند ترخیږي، وروڼه خو یې درته معلوم دي، له هغو نه کله بې مرګه خلاصیدای شې.

لونګ: مه پسې ګرځه مورې، د نر یا خرپ وي یا ترپ، ما دا څو میاشتې د شیر لارې څارلې، خو نن یې چې په زړه کلا کې چرس وهل، نو موقع مې برابره ولیده او ومې ویشت.

مور یې له لونګه ټوپک واخیست، کورته روانه شوه او ټوپک یې د اوړو په کندو کې کیښود.

لونګ په خپله بزګرۍ لګیا وو، مور او څلور وړې خویندې ور له غاړه وې، له پلاره ورته یوه ټوټه ځمکه په میراث پاته وه، چې دی به په کې په کرنې مصروف وو.

شپې ورځې تیریدې، کونډې وړانګې په ډیرې سختۍ د ژوند شپې ورځې سبا کولې.

لونګ زلمی وو، خو د واده وس یې نه درلوده، په بزګرۍ کې یې یوازې دومره کولای شول، چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د مور یې د لونګ واده یو ستر ارمان وو، خو د ټولنې ناوړه دودونو د وړانګې دا هیلې ځنډنۍ کړې وې.

د لونګ وړو خویندو هم د بزګرۍ په کارونو کې مرسته ورسره کوله، د دوی په سیمه کې ښونځیو ته د نجونو تګ هم یو لوی جرم وو.

د وړانګې هم ټولې هیلې په همدې زوی او څلورو لورانو تړلې وې.

د لونګ مشره خور سپوږمۍ چې څورلس کلنۍ ته نږدې شوې وه له کوره د باندې نه وتله او له خپلې مور سره به د کور په کارونو لګیا وه.

مور یې هوډ وکړ، چې د سپوږمۍ په بدل کې لونګ ته هم واده وکړي، خو دا چې دلونګ پلار په کلي کې ښه نوم نه درلود او تل یې خلکو له بدو کړنو شکایت کاوه، نو چا د لونګ له کورنۍ سره کوژدې ته زړه نه ښه کاوه.

وړانګې هم د لونګ په کوژدې پسې پښې لوڅې کړې، له پرله پسې ریبارۍ وروسته یې له کلي نه لرې د غره په دره کې له یوې کورنۍ سره د لونګ د کوژدې خبره د سپوږمۍ په بدل کې وکړه.

وړانګه ډیره خوشحاله وه، کور ته له راستنیدو سره سم یې له لونګ او د لونګ له ماما شیرین سره خبره شریکه کړه.

لونګ هم د بریتو لاندې خندل او په زړه یې ګوړې ماتولې.

د جمعې ورځ وه، چې شیرین د لونګ له یوشمیر نورو کلیوالو سره د لونګ دسمال راوړ، لونګ له کوره وتلی وو.

په سبا یې چې خسر خیل د سپوږمۍ د دسمال وړلو لپاره راغلل، بیا هم لونګ په کور کې نه وو.

مور یې خواشینې وه، خو ویل یې ممکن د شرم له مخې د خپلو ماماګانو کره تللی وي.

له کوره د لونګ وتو د وړانګې خوشحالي په اندیښنو بدله کړه.

د زوی په خوشحالۍ پوه نه شوه.

له دې سره د لونګ د نادرکه کیدو څلور ورځې پوره شوې، غرمه ګرمي ډیره وه، وړانګه هم خوب وړې وه.

د دروازې د زنځیر غږ یې تر غوږه شو، له خوبه پاڅیده په وارخطایي یې ور پرانست، ګوري، چې یوه ډله کلیوالو په څادر کې یو څه را تاو کړي او هڅه کوي، چې د وړانګې له سترګو یې پټ کړي.

وړانګه په لړزه شوه، په بې صبرۍ یې څادر پورته کړ، د زوی ګولۍ خوړلی جسد یې ولید.

له زوره ورې چیغې وروسته ولویده.

کله یې چې سترګې وغړولې، ګوري، چې د کور په انګړ کې د څا غاړې ته نږدې پرته ده، د کور انګړ له کلیوالو ښځو ډک وو، سورلن خواته په یوه کټ د لونګ مړی ایښی وو.

ټولو ژړل، وړانګه او د لونګ خویندې د کټ چارپیره ناستې وې.

ماښامام مهال کلیوال راغلل او ویل یې، چې قبر یې ویستلی او جنازې ته خلک راټول شوي.

له وړانګې لاره ورکه وه، پوه نه وه، چې زوی یې چا وژلی دی.

له کندو یې ټوپک را وایست او کلیوالو ته یې ویل، چې له لونګ سره یوځای دا ټوپک هم خښ کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *