څو ورځې کېږي، چې په غزني کې  د کليوال ملګري ټولنې فعاليتونه بند شوي دي، د بندېدو لامل يې هم ښکاره نه ده، خو داسې ويل کېږي، چې د زړونو جنرال امين الله امرخېل  د مطبوعاتو په وړاندې د يادې ټولنې غړي ټول ترهګر بللي  او د پاکستان ای، ايس، ای سره يې  په اړيکو  تورن کړي دي.

خدايزده ډېر خوشاله شوم او دا فکر مې وکړ، چې د زړونو جنرال د غزني په  امنيتي  وضعيت سربېره د ټولنو  او مدني حرکتونو فعاليتونو ته هم متوجې دی.

رسنيو کې  هم د سر خبرې د جنرال امين الله امرخېل خبري کنفرانس و، چې د کليوال ملګري ټولنې په وړاندې يې اسناد رسنيو  ته وړاندې کړي وو.

د رسنيو خبريالانو هم د قوماندان په خبرو شخوند وهل او په راپور کې به له يوې اوږدې سا وروسته وويل قوماندان هغه اسناد هم رسنيو ته وړاندې کړل، چې د نوموې ټولنې اړيکې د پاکستان له اي، ايس، ای سره تړي.

زړه مې درزا شروع کړه، چې کله به د کمرې سترګه اسنادو ته ورواوړي، چې د ای، ایس، ای اسناد ووينو، خو تر پايه خبريال لګيا و، چې قوماندان   د دوی په تړاو اسناد رسنيو ته وړاندې کړل.

اسناد رسنيو ته وښودل شو، خو ليدونکو ونه ليدل، بیا راسره هم مهاله دا پوښتنه پيدا شوه، چې ګواکې اوس به نو د ټولنې ځينې کسان هم درسنيو په وړاندې په خپلې ګنا اعتراف وکړي.

 راپور پای ته ورسېدل، خو زما قناعت حاصل نه شو، خبريالانو هم يواځې  دېته خوشاله وو، چې نوې سوژه په لاس ورغله او  په اوږدو، اوږدو پراګرافو کې پرې راپور کښلی و.

جنرال امين الله امرخېل هم  په مېز يوه دسته کاغذونه ايښي وو، خو عيني شاهدانو  په خبره چې هغه اسناد نه بلکې د سرخط ورځپاڼې راپورونه وو، چې د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پرنټ کړي وو.

سر راباندې وګرځېد،  له ځانه مې پوښتنه درلوده خو ځواب نه و، ما ويل دا خو نه کومه لاسته راوړنه ده، چې قوماندان يې د خپلې لاسته راوړنې په توګه ياده کړي او نه د مسلکي جنرال له نوم او شهرت سره څه اړخ لګوي.

ټولنيزو رسنيو او ځينو خبريالانو هم په خپلو فيسبوک پاڼو باندې  همدې موضوع ته پوښښ ورکړل، خبريالانو له ځان څخه قاضيان هم جوړ کړي وو.

د شمشاد نړيوال تلويزيون  چې د رسنيو په ډګر کې يو نوم لري، د همدې تلويزيون خبريال هم په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي و، چې  امرخېل وايي، کليوال ملګري ټولنه د ای، ايس، ای سره اړيکه لري، همدې خبريال د يوه مسلکي خبريال نه بلکې د قوماندان د وياند په ډول څرګندونې کړې وې.

پردې هم شکمن وم، چې څنګه يو خبريال په يو وخت خبريال، وياند او قاضي کېدای شي؟

ځکه زیاترو ژورناليستانو نه پوهېږم  خبر سرعت ته يې  بېړه وه او يا به يې دا غوښتنه وه، چې په غزني کې يو دوه پښتانه په اونۍ کې يو ځل راټولېږي، چې دا هم وپاشل شي.

خبريالي هم خپل اصول لري، چې باید مراعات شي او  خبريال د خبر جوړولو په وخت کې باید يواځې انسان و اوسي، نه دا چې دوی له ځانو څخه  قاضيان او مفتيان جوړ کړي.

جنرال امين الله امرخېل صاحب! ستاسو شهرت  زموږ لپاره د ډېر ارزښت وړ دی، ځکه تا په غزني کې د همجنس ګرايانو ډلې نيولې دي، ستا لپاره تر ټولو مهم شهرت همدا وو، خو که د شهرت زينې ته ځان اوچتول غواړئ، نو تیار شواهد په لاس کې لرئ، همدغه خلک به دې رسوا کړي و، چې هم د ټولنې د نظم او  هم د سرتېرو د مرال  لوړېدو سبب کېده.

تاسو به په ميډيا کې لا ښه نوم ګټلی و، موږ به هم ستاسو په غوښتنه امين کړی و، له ولسمشر او کورنيو چارو وزارت څخه به مو جدي غوښتنه کړې وه،  چې د زړونو جنرال په غزني کې  د فساد او فحش  مرکزونه بند کړي دي، باید د نوموړي رتبه لوړه شي.

تا يو څو بې ازاره  قلمي ځوانانو باندې تورپورې کړل او هغه دې مادر ازار او پدر خطا وبلل،  ستا دا خبره به هم پر ځای وګڼو او په دوی پورې شوی تور به هم ومنو، خو په شخصي حريم تېری کول  د هيچا صلاحيت هم نه دی، چې ته هغوی پدرخطا ياد کړې.

 جنرال صيب! تاسو ته په ټول درنښت او درناوي ستاسو  شهرت ته صدمه ورسېدله، په فیسبوک کې ويل کېږي، چې نهه نوي سلنه خلک ستا ملاتړي دي، نو بیا هغه ستا خبره دغه څو کسان چې ستاسو په اند مجرمين  و، نو ولې  ددغه  بدنامې کړۍ غړي تر اوسه خلاصي تڼۍ  ګرځي،  خو که هغوی مجرمین وای، نو ارومرو به نن دوی د قانون په منګولو کې و، خو زه چې تر کومه  دغه ټولنه پېژنم، تر ډېره يې د نظام ننګه کړې ده، په هره خوښۍ کې يې خوشالي لمانځلې او په وير کې يې ژړاندې سترګې له ورایه ښکاري.

جنرال امين الله امرخيل صيب! هغوی فکرونه جوړ کړي دي، هغوی د خلکو په زړونو د واکمنۍ هلې ځلې شروع کړې دي، هغوی په هيواد کې له ټولو فرهنګيانو سره  ښې اړيکې لري، هغوی د همدې غزني شعار چې  د اطلاعاتو فرهنګ په ودانۍ ليکل شوی و( غزني د تاريخ هغه زرينه پاڼه ده، چې نړۍ پرې وياړي) دوی همدغه شعار په عمل کې پياده کړ، که يې دغزني فرهنګ نړۍ ته ور ونه پېژاند،خو د هيواد له ولايتونو سره يې دغه ولايت د فرهنګ او ادب په برخه کې سیال کړ، نن  چې يې له هرې سیمې د ملاتړ خبرې اورې، نو اصلا زړونه کليوال ملګري ټولنې ګټلي دي، د دوی ټوله قوه يواځې قلم دی، خو تاسو له ټول ځواک سره، سره بیا هم د دوی د فعاليت د بندېدو مخه نيولی نه شئ، نن مې هغه خوب په حقيقت بدل شو، چې قلم تر ټوپک پياوړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *