تاند- ټویټر اعلان وکړ چې د نیویارک د ونډو په بازار کې د خپلې اووه سوه ملیون ډالره ونډې له اویا تر شل ملیون ډالرو پوري پلوري.
دا د دې ټولنیزې شبکې د ټول ارزښت، چې یو اعشاریه یوولس ملیارد ډالره دی، دیارلس فیصده کېږي.
په نړۍ کې شاوخوا دوه سوه ملیونه خلک له ټویټر څخه کار اخلي او هره ورځ تر پنځه سوه ملیونه زیات پیغامونه ټویټ کوي.
ویل شوي چې ټویټر سږ کال هیله لري چې د اعلانونو له درکه ۵۸۳ ملیون ډالره وګټي. تېر کال د ټویټر د اعلانونو ګټه ۲۸۸ ملیون ډالره وه.
ټویټر تر ټولو زیاتې پیسې له اعلانونو څخه ترلاسه کوي.
ټویټر د اعلانونو لویه برخه د موبایل ټېلفون له لارې لاس ته راوړي.