تاند- ټویټر له هغو کسانو سره د مقابلې لپاره چې له دې ټولنیزې شبکې څخه په استفادې خپل اعلانونه لېږي، د فالوکوونکو شمېر په ورځ کې له ۱۰۰۰ څخه ۴۰۰ تنو ته راکم کړی دی.
ډېر کسان د سپیمونو په لېږلو له ټویټر څخه د خپلو اعلانونو لپاره کار اخلي.
ټویټر په یوه خبر کې ویلي:«فالو، نه فالو کول، فالو او نه فالو کول. څوک دا کار کوي؟ سپم لېږونکي. نو موږ ستاسو له لوري د فالو کوونکو شمېر د ورځې له ۱۰۰۰ څخه ۴۰۰ تنو ته راکم کړ. اندېښنه مه کوئ. دا به درته ښه وي.»
ځینې متخصصان شک لري چې ټویټر دې په دې ډول د سپمونو مخه ونیسي ځکه چې لا هم په ورځ کې ۴ سوه تعقیبوونکي یا فالوران زیات دي او وايي چې همدا شمېر هم د سپم لېږونکو لپاره کافي شمېر دی.