تاند، پنجشنبه، قوس ۱۴مه: داسې ښکاري چې د جاپاني ناکامورا وژنې نه یوازې په هېواد دننه د خلکو غم او غوسه راپارولې بلکې په کوزه پښتونخوا کې پښتانه ملتپال او بشري فعالان هم پرې خپه دي.

تاند په دې راپور کې د کوزو پښتنو ملتپالو ټویټونو ته یوه ځغلنده کتنه کړې ده.

د پي ټي ایم یو مخکښ غړی، سید عالم محسود لیکي: (( وحشي ترهګرو په جلال اباد کې ناکامورا هم وواژه، هغه څو لسیزې افغانستان ته خدمت وکړ، ترهګرو سلګونه افغانان او هغه خلک ووژل چې افغانستان ته یې د زړه له تله کار کاوه، دا وحشیان د هغوی ایجنټان دي چې په افغانستان کې امن او سوکالي نه غواړي.))

خان زمان کاکړ چې تل یې د لوی افغانستان نعره پورته کړې ده لیکي: (( بخښنه غواړو جاپانه! موږ ستاسې مخلص بچی ونه ساتلی شو، دلته داسې ترهګر میشت دی چې له افغانستان سره هر مینه کوونکی وژني، هغوی د ضیاالحق د اولاد پر ضد له څلویښتو کلونو راهیسې په مبارزه د بوخت هېواد خدمتګار ونه شو زغملی.))

د ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزي بیا لیکلي: (( د انسانیت دښمنانو په ننګرهار کې د انسانیت ملګری او ښکلی انسان وواژه، روح دې یې ښاد  وي.))

امتیاز وزیر کاږي: (( د ناکامورا وژنې په پراخه کچه غم او غوسه راپارولې، د ډیورنډ د فرضي کرښې دواړه غاړو ته پراته قومونه یې په ماتم کې ډوب دي، خو د غندنې پیغامونه به تر هغې کفایت ونه کړي، ترڅو قاتلین په سزا ونه رسول شي.))

د کوزې پښتونخوا سرلاري سیاستوال افراسیاب خټک بیا ناکامورا د کونړ سیند شهید بللی دی او د هغه د مظلومیت کیسه یې په دوه بیتونو کې نغاړلې ده: (( سترګې نم، ټټر سوری او غم شدید دی، چې د زړه په کور میلمه باندې مې برید دی، دغه قتل کې پټ بل هم یو تهدید دی، ناکا مورا د کونړ د سیند شهید دی.))

د پي ټي ایم مخکښ مشر او د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر لیکلي: (( ناکامورا متمدنه نړۍ او انسانیت به ستا ننګرهار ته ترسره کړي خدمتونه په یاد ساتي.))

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین بیا لیکلي: (( افغانستان هغه ناکامورا له لاسه ورکړ چې ښکاره یې ویل موږ افغانستان ته بمونه او ټانکونه نه دی راوړي، موږ به د هغه د احسانونو پوروړي یوو، هغه به زموږ (افغانانو) د تاریخ د لوی اتل په توګه یادېږي.))

پښتنې فعالې ثنا اعجاز بیا په ټویټر لسګونه د ناکامورا اړوند ټویټونه ریټویټ کړي دي  او له خپله اړخه یې هم په یو ټویټ کې ناکامورا ته ویلي: (( روح دې ښاد اوسه، ته دښمنانو ځکه ووژلې چې ته د مینې په مذهب وې او د افغانستان سوله او پراختیا دې غوښتله، زموږ اتله ته به زموږ نه هېرېږې.))

ډاکټر تیتسوناکامورا په ننګرهار کې د کونړ د سیند په مهاروونکي او کاکا مراد مشهور و چې افغانستان ورته افتخاري تابعیت هم وربخښلی و.

نوموړی تېره ورځ د ننګرهار شاهي ماڼۍ ته نږدې د ترهګرو لخوا په ډزو وویشتل شو چې ورسره ۴ افغان ساتونکي او ډرېور یې ځای پر ځای ساه ورکړه، خو ناکامورا باګرام روغتون ته لېږدول کېده چې ساه یې وختله.

د هغه مړینه مظلومانه یاده شوې او د ننګرهار په شمول ګڼو ښارونو کې یې په یاد شمعې بلې شوې.

همدا راز د هغه په مړینه په لوړه کچه د اروپايي ټولنې، امریکا سفارت، ملګرو ملتونو او ګڼو لوریو لخوا غندنې وشوې، چې زموږ د دې راپور لمن کې نه ځایېږي.

2 thoughts on “ټویټر: د ناکامورا په مړینه د کوزې پښتونخوا ملتپالو فعالانو تر برې پښتونخوا زیات ژړلي”
  1. مړ او شرىدلى دى پاکستان وىچه دپختانوافغانانو لوى محسن ىىپه بىرحى سره انتقال کرو.روح دى حاد وى .الله دى پى رحم وکړى.اى ده افغانستان سىاستدانانو ده الله جج په خاطر شرم احساس کرى او ده انتخاباتو نتىجى اومنى او خپل ملک جوړ او ودان کړى . ده لرى پختونخوا سوال زارى او منت کوم

  2. د پاکستان او چین د پوځي همکاریو له زیاتوالي سره هم مهاله په سیمه کې د دغو هېوادونو دوه نور مخالف هېوادونه هندوستان او جاپان خپلو کې د پوځي همکاریو د زیاتوالي پلان نیولی.

    په دې اړه د جاپان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو نوې ډیلۍ ته د سفر پر مهال له خپلو هندي سیالانو سره خبرې اترې کړي.

    هند او جاپان دواړه له چین سره د سرحدي مسایلو او اقتصادي رقابتونو پر سر ناندرۍ لري.

    دوی دغه راز له امریکا سره هم ښې اړیکې لري او په مرسته یې د چین مقابله کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *