تاند- ټویټر وايي، هغه ټویټونه چې محتوا یې جعلي وي، یا یو مخ له خپلې پاڼې لېرې کوي او یا هم د جعل ټاپه پرې وهي.
ټویټر دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات په رانژدې کېدو دي.
دې شبکې په خپله خبرپاڼه کې د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د جعلي لیکنو یا پیغامونو په اړه خپل دریځ څرګند کړی دي.
دې شبکې له تېر کال راهیسې د جعلي او تېرایستونکو ټویټونو په اړه پر یوې پرېکړې غور کاوه.
د ټویټر له تازه پرېکړې سره سم، هغه ټویټونه یا پیغامونه چې تېرایستونکي یا مضر وي، د ټویټر له پاڼې یا کاملاً لېرې کېږي او یا یوه ځانګړې ټاپه پرې وهل کېږي چې خلک وپوهېږي دا پیغام دروغي دی.
ټویټر همداراز هغه پیغامونه له منځه وړي چې د چا ژوند ته ګواښ وي یا په ټولنه کې د بلوا سبب کېږي.
د ټویټر شبکې په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، ځینې وخت د دې شبکې د کاروونکو هدف دا نه وي چې دروغ یا جعلي مطالب خپاره کړي، خو د دې لپاره چې دا ډول مطالب مضر دي، ټویټر یې له خپلې پاڼې لېرې کوي څو خلک یوازې حقیقي او کره خبرونه وویني.