حمید افغانیار

خبره ګرمه ده د دوهم دور ټاکنو لکه څنکه مو چې ولیدل په لومړي ځل ګل اغا شيرزي،سیداسحاق ګيلاني او ځینو نورو اشخاصو په دوهم دور ټاکنو کې دعبدالله عبدالله پلوي شول.

ور پسې زلمي رسول،حبیبه سرابي،وحید عمر، ډاکتر طوفان او ځینو نورو اشخاصو دعبدالله ملاتړ وکړ.

اوس راځو اصلې موضوع ته چې ولي مې دغه ملاتړي اشخاص یاد کړل؟

ځکه چې په لومړي دور کې د ګل اغا شیرزي په مشرئ یو کوچنئ ټیم وو،چې په ټاکنو کې یې ګډون وکړ،خو وروسته چې بریالي نشول هغه کوچنئ ټیم وویشل شو،د ګوتو په شمېر کسان پکې پاته شول او له عبدالله یې ملاتړ اعلان کړ،

ځکه ورته ټیم نشو ویلای

بل ښاغلي زلمي رسول د عبدالله ملاتړ اعلان کړ.

د زلمي رسول په مشرئ چې کوم ټیم په ټاکنو کې ګډون وکړ د حکومت په ملاتړ یي لس سلنه رایي خپلې کړې، دا یې پدې خاطر هم خپلې کړې چې هغه هم د یادولو ټیم وو.

له دوی سره بیلا بیلو ګوندونو،د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دغړو ملاتړ وو، ځکه په ټیم یاديده، خو اوس برعکس له دوی سره هغه حزبونه نشته، د یکشنبې په ورځ چې کله په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې زلمي رسول عبدالله ته تیر شو نو له هغه سره احمد ضیا مسعود نه و.نو ځکه دوی یو څو اشخاصو له ډاکتر عبدالله نه ملاتړ اعلان کړی.

تر دې مخکې د زلمي رسول د انتخاباتي  ټیم ډېر نور غړي لکه په ولسي جرګه کې د خوست استازی کمال ناصر اصولي، د پکتیا والي جمعه خان همدرد،

او د حزب اسلامي د ۱۴ شوراګانو اتحاد د اشرف غني احمدزي نه ملاتړ کړی.

همدا راز د ګل اغا شېرزي د انتخاباتي ټیم مهم غړي او تیوري سن یونس فکور، چې له عبدالله عبدالله سره د شېرزي د یوځای کېدو مخالف و، پرون د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

اوس اصل واقیعت دا ده چې ددوى ټیمونه د ولسمشرۍ له بل مخکښ کاندید اشرف غني سره یو ځای شوي دي.

په همدې حال کې د استاد سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي تنظیم پخواني مرستیال احمدشاه احمدزي د یکشنبې په ورځ له اشرف غني احمدزي سره وکتل.

کیدای شي چې هغه هم د ډاکتر غني نه خپل ملاتړ اعلان کړي،

نو دا په ډاګه څرګندیږي چې د زلمي او ګل اغا ټیمونو ملاتړ له اشرف غني سره او بې پروا څو کسه یې د خپلو مادي ګټو لپاره له عبدالله سره یو ځای شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *