ننګرهارپوهنتون/۱۳۸۹
ټپه چې په خپل لنډ، تنګ جوړښت کې د ارت مفهوم او معنا درلودونکې ده، د پښتون کلتور د ژباړن په توګه هرڅوک مرسته ترې غوښتی شي، ټپه که له یوې خوا د پښتني تاریخ، کلتور، تمدن، تهذیب او ثقافت بنسټ دی، له بلې خوا د دې ولس د دیني، مذهبي اوعرفاني ولولو رڼه هنداره پاتې شوې ده.
په عرفاني نړۍ کې د حقایقو د کشف یوه لاره هم د ځان تيریدنې او قربانۍ پر ډګرتېره شوې ده، یاهم درحمان بابا په وینا د حقایقودکشف ډیوې له ځان څخه د سفرپرلاره بلې دي.
د مکې سفراسان دی، مرد هغه دی
چې له ځانه سفرکاندي، سفر دا دی
پښتوټپه نوموړی مطلب په هنریزډول داسې وړاندې کوي:
چې څوک ځان ورک کړي په احمد کې
احمدهم هیرکاندي یوازې پاتې شينه
همدغه دځان تېرېدنې جذبه دپښتون ولس په دیانت پالونکې روحیه کې تر ډېره پاریدلې ښکاري.لکه:
چې ځان مې ورک که شاهنشا شوم
اوس مې جاري حکم په هرڅه باندې شینه
دتصوف داصولو له مخې لکه څرنګه چې دزده کړې له پاره ښوونکي او استادته،دبدني ناروغیوله پاره طبیب اوډاکټرته،ديوه ماشین دچلولوله پاره ماشین کارته هممدارنګه د ژوند دهرې ربړې دحل له پاره یوه ماهرته اړتیا ده،په همدې ډول دباطني او روحي ناروغیو د له منځه وړلو لپاره په هره زمانه کې باید د رسیدلیوعارفانوچې فنافي الرسول وي دځانونو د تزکیې فریضه ترسره کړو.
دهمدغه رسیدلي عارف یا په اصطلاح سره دپير ځانګرنې په لاندې ټپه کې ليدلی شو:
خدای مې باچاقران مې پیردی
رسول الله به شفاعت زما کوینه
قران په کتابي بڼه دچا پیر کیدای نه شي،ترڅو یوڅوک هغه زده نه کړي او بل چاته یې ور وه نه ښيي، له دې ټپې څخه معلومیږي چې پیرباید ترهرڅه نه وړاندې دقران پوره پوهه ولري ځکه دنفس تزکیه دقران دهدایاتوپه رڼاکې شونې ده.داهم ترې جوتیږي چې پیرباید هغه څوک وي چې دقران اوسنتو سره سم ژوندتیروي،عبادت اوتقوا یې یوازې دجومات ترکونج پورې محدوده نه وي، بلکې په عملي ژوند کې دقران داحکاموسره سم دعمل په زغره سمبال وي.
په همدې ډول له ټګواوناقصوپیرانوڅخه دټکۍ پرده پورته کوي چې موخه یې یوازې دخلکودوکه اوددنیاګټل دي،اودتصوف هغه تعریف چې خدای پر عبادت،رسول الله پراطاعت اومخلوق پرخدمت راضي کول تصوف دی په کې نغښتی ښکاري.
په تصوف اوعرفان کې اخلاق ځانته مقام لري،دحضرت مرتعش ویناده چې(( تصوف غوره اخلاقوته وایي.))حضرت امام محمدباقرعلي بن حسین بن علي کرم لله وجهه فرمایي:((تصوف ښې رویې ته وایي اوڅوک چې څومره غوره اخلاق ولري هغومره لوی صوفي دی)) دحضرت محمدبن علي بن ابي طالب ویناده،((تصوف دښه خوی دویم نوم دی،څوک چې په اخلاقو کې له تا زیات وي،هغه په تصوف کې زیات دی))حضرت ابوالحسن نوري (رح) فرمایي: ((تصوف دعلم وفن نوم نه،بلکې دښواخلاقو مجموعي نوم دی))
ټپې هم دانسانیت دبشپړتابه په پاراخلاقواونیک سیرت ته ړومبی والی (اولیت) ورکړی دی.
اول سیرت ،دویم صورت دی
ګل ریحان له رنګه تور،بوی یې راځینه
الله هغه ذات دی چې و،دی او وي به،تل ترتله برقراردی، په حقیقت همغه دحق ذات دی چې نه ورسره څه یوځای شوي دي اونه ورڅخه بېل شوي دي بلکې همغه حق ذات (الان کماکان)دی. چې نوموړې خبره ټپه داسې کوي:
اول هم ته يې،اوس هم ته یې
وهمي صورت په څه سبب ما غولوینه
دیوه مومن صفت دی چې دخپل رب په ربانیت باندې له اعترافه وروسته په نوموړي اعتراف استقامت وکړي اوپرې ټینګ شي،دژوند دناخوالوپر وړاندې دمایوسۍ څادر له ځانه تاو نه کړي،بلکې دهرې ناخوالې پروړاندې دهمت ډال له ځانه سره ولري،پښتو ټپه هم بری دکلک زړه دڅښتن په برخه بولي:
بری به مومې ځان دې کلک کړه
په بې زړه توب باندې بری نشته مینه
معروف کرخي دتصوف له پاره تعریف لري چې ((دهرشي حقیقت پیژندل او دمخلوق له هرڅه څخه نهیلی کیدل تضوف دی)) دطبیعت له پنځول شویو پدیدو څخه مافوق الطبيعه نتیجه اخیستل اوپه مجازکې د حقیقت لټه د عرفان له غوښتنوڅخه دي، هرڅه بایدپه ظاهري جوړښت سره ونه کتل شي ،بلکې اره اوحقیقي بڼه یې باید معلومه شي،پښتو ټپه موږ ته په خپل هنریز رغښت کې دا خبره، داسې رښانوي:
په ګل کې ستابشره زه وینم
لاس مې دې مات شي چې به ګل زه پرې کوومه
(حال)چې دکشف ددرجې یو پوړدی،یوه عرفاني نومونه یا اصطلاح ده. اوهر هغه څه چې پرته له اختیاره دعارف پرزړه راځي حال بلل کیږي، همدغه حال په بیلابیلووختونوکې بدلون کوي.
چې راپه یادشې(حال) مې نورشي
جامې مې اورشي اندامونه مې سیزینه
دهمدغه حال بدلون دعلي سرورلودي(رح)په يوه کرامت کې کتی شو:يوه ورځ يوه نایي،علي سرورلودي ته وویل چې شیخ نجم الدین کبری (ولي تراش) به په يوه نظر خلک دکشف خاوندان کول، علي سرورلودي ورته وویل چې داخو اسان کاردی،کله چې نایي له خپل کارڅخه فارغ شوحال یې بدل اودکشف درجې ته ورسید.
څرنګه چې په عباسي خلافت کې تصوف ،عشق اوصوفي عاشق شو او په تصوفي اصطلاح کې هم عاشق، صوفي دی؛نودهمدغو عاشقانو (صوفیانو)دحال دبدلون په کیفیت هرڅوک نه پوهیږي، که ددوی ځینې عجیب وغریب کارونه څوک ګوري نودخپلې پرېکړې په اساس يې ملامتوي ،لکه منصورچې دحق دانانیت اعلان يې کاوه خو د خلکو لخوا یې د دار دپړي هار په برخه شو.
څوک چې عاشق شي ملات شي
دملامتومرستې هیڅوک نه کوینه
په عین وخت کې ټپه همدغوخلکوته ،چې په حقیقت له پوهیدوپرته یوڅوک ملامتوي داسې سپارښتنه کوي:
په عاشق بدمه وایه خلکو
خدای چې مین شو پیغمبریې پیداکنه
دحق معرفت دځان له معرفته شروع کیږي.په لاندې ټپه کې هم دانااصغر (زه) له پيژندلوو وروسته د انااکبرلټه له ورایه معلومیږيږي.
چې ځان مې وپیژاند،چې زه یم
اوس په اشناپسې ژړاپخه کومه
يوعارف کایناتوته تل دښکلااوجمال دپلټلوپه سترګه ګوري،په کایناتو کې دحق دجلوو دانعکاس لټه کوي اودحق دجماليه صفاتوپه ليدنه پسې دفکر او نظرنیلی ځغلوي.په لاندې ټپه کې هم،په کایناتوکې دحق دجلوو او وړانګو دلټې پایله ښکاري:
دخدای کرم را باندې وشو
دیاردیدن مې په ځنګل کې پیداکنه
په موجوداتوکې دحق دجلوولیدل اوحیقیقت دهرڅیزځان ته معلومول، دعرفاني اصولوله جملې څخه دي ترڅوصوفي ته حق العین حاصل شي. څوک به په دې خبره کې اختلاف وکړي چې لاندې ټپه دنومړې خبرې ښکاره نچوړدی:
دحق په سترګوهرشی ګوره
چې حقیقت دهریوشي در ښکاره شینه
څرنګه چې تصوف اوعرفان دزړه ،ضمیراو وجدان دسپیڅلتیا پر بنسټ ولاړدی اوهیڅ رنګه فلسفي دلایل نه مني،نوځکه يورسیدلی عارف دجمال او ښکلاپلوشې د زړه په سترګو ګوري اودسر دسترګولید ورته له کمیو ډک ښکاري،څرنګه چې هرڅیز د اوڅارې (ظاهرې) بڼې تر څنګ پټه (باطني) بڼه هم لري،چې همدغه اوڅاره بڼه یې موږدسر دسترګوپه وسیله لیدی شو خو باطني هغه يې دسپیڅلي زړه په وسیله دلیدو وړ ګرځي.
لاندې ټپه هم د ورته خبرې هنري رغښت دی:
دسرپه سترګولیدای نه شي
دزړه په سترګویې همیش دیدن کومه
یاداچې:
د سردسترګونه پنايې
دزړه په سترګو دې همیش دیدن کومه
لکه چې راته مالومه ده دبغداد دتصوفي ښونځي په ښکاره ډول درازونو له ویلو ډډه کوله،ډېرې خبرې یې دخطابوله لارې نه،بلکې دکتابو له لارې خلکو ته کولې اوکه چابه نه ورسره منله،نویې ترې غوښتل چې ددې ډګرعملي لاروی شي.
په لاندې ټپه کې دخراساني عاشقانودا مزاج چې رازونه به پټ ساتي، داسې
څرګند شوی دی:
دعاشقانودامزاج وي
چې په خوله خاندي،پټ په زړه ساتي رازونه
دیوه صوفي په ژوندکې له بشرسره مینه دده دخواصو په سرکې راځي اوددې احساس ژوندي مثالونه ددوی په کړنوکې لې خوندي دي:
یوه ورخ مولانا جلال الدین محمدبلخي له خپلوشاګردانو سره په یوه تنګه کوڅه کې یوه ویده سپي ته ترهغه ودریدترڅوهغه سپی په خپله ویښ شو اوله دې ځایه لاړ.
دحضرت امام حسین پرمخ دده یوه غلام توده ښوروا توی کړه او ویې سیزه؛حضرت امام حسین پربښنې سربیره،ازاد هم کړ.
حضرت علي (کرم الله وجهه) په یوه تاوده جنګ کې خپل یوحریف څملاوه او واژه یې،هغه پرې لاړې ورتوکړې،ده سم له لاسه خوشی کړ.کافر ترې پوښتنه وکړه چې ولې؟ حضرت علي (کرم الله وجهه) ورته وفرمایل:ـ( ما دخدای لپاره وژلې،خوستاعکس العمل زما دانتقام احساس راوپاراوه،چې خبره خدایي نه،ځاني شوه ،نوځکه مې پرېښودې)هغه سړی هملته مسلمان شو.
لاندې ټپه هم دهمداسې بشرپالي احساس هنریزه بڼه ده:
دعشق زور راته معلوم شو
په میږي پښه نه ږدم،چې یار بې(به يې)پاتې شینه
عاشقان تل دزړه دسپېڅلتیا پربنسټ دملکوت پرپولو وراوړي اودغه سیر دوی دزړه او ضمیردتزکیې اوسپېڅلتیا پرمټ وهي،همدغه تګ رحمان بابا هم لیدلی دی او وایي:
چې په یو قدم تر عرشه پورې رسي
ما لیدلی دی رفتار د درویشانو
دغه ناممکن سیر چې دتزکیې له لارې ممکن دی،پښتوټپه هم دعشق په ملتیا ورتلل ممکن بولي اوهرعشق ته په دې لاردتګ هیله وربښي.
اسمان ته لاردختونشته
عاشق دعشق په زور خپل ځان ور رسوینه
دالله ددیداراو وصال په تمه هرمسلمان عمرتیروي نود همدې پربنسټ ددنیا غم،غم نه بولي،درديې درد نه بولي،کړاويې کړاونه بولي….او دهمدې وصال په تمه له ځانه دلامکان مرغه جوړي.میرزاخان انصاري ويلي دي:
زه به څه وایم چې څه یم
نیست وهست واړه به ده یم
هرڅه نیست شه له هستیه
دهستۍ مانایې زه یم
دوصال په هوا درومم
ددې لامکان مرغه یم
دهمدغسې یوه هیله من دزړه اواز، ټپه داسې پورته کوي:
امیدواري ستا دوصال ده
ځکه په غم کې دهجران،زه خوشحال یمه
او همدغه هیله من دالله تعالی درحمت هیله په دې توګه کوي:
الله تعالی رحیم رحمن دی
زه په قیامت دمغفرت تمه لرمه
ټپه دهمدې امیدوارۍ ترڅنګ ،دالله ج اورسول ص دشفاعت دهیلې وړاندیز کوي اودبنده له دره دهیلې دپریکون سپارښتنه کوي،رحمان باباهم په ګدایۍ کې دبادشاهۍ مبارکي دهمدې اصل پربنسټ راکوي:
که دې تمه دبنده له دره پرې کړه
بادشاهي دې مبارک شه که ګدایې
اوپښتوټپه وایي:
اسره دخدای اورسول ښه ده
څوک چې اسره دبنده کړي نادان به وینه
د تصوف په دوو مشهورو ربړو(وحدت الوجود او وحدت الشهود) کې دهستۍ نفې ښکاره ده،دشهودي وحدت له مخې دخدای له هستۍ پرته بله هستي نشته،کاینات په کلي ډول عدم او هيڅ دي.
وجودي وحدت هم وایي:چې له خدایه پرته له پیله تر پایه په حقیقت کې هیڅ شی موجودنه دي یا حقیقي هستي یوه ده،له یوه وجود څخه مراد دادی چې په حقیقت کې یو دحق وجود شته او داڅه چې موږ ته ښکاري په خپله هیڅ وجود نه لري بلکې دهمغه يوه وجود مظاهر دي.
کولای شو دا خبرې دټپې په لنډ،تنګ جوړښت کې داسې ووینو:
باقي به څوک په دنیا نه شي
غیردالله نه چې موجودبه په کې وینه
په مجاز کې دحقیقت لیدل اومرګ تش يوبدلون ګڼل دهرمومن وظیفه ده،وايي چې صوفیان مرګ،وصال ګڼي.دخپل اصل څخه له بیلتون وروسته د وصل په ارمان ژړاګانې کوي اوپه همدې تمه دژوندشپې ورځې سباکوي، مولانا جلال الدین محمد بلخي وایي:
هرکس کوبازماندازاصل خویش
بازجوید روزګاروصل خویش
شیخ متي بابا هم ورته ژړاګانوپر سر اخیستی دی اوداسې په زمزمو دی:
وګړیو ولې متي ژاړي
خپل تون اوکوروکلی غواړي
چوڼی چې بیل شي نیمه خواشي
تل یې دبڼ په لورژړا شي
اودتصوف یوتعریف دا هم کیږي چې تصوف دنفس دتزکیې له لارې له خپل ار(اصل) سره د پیوستون په لور د ذوق یون دی.هوکې!دوصل په لوردهمدغه تلوارانځورګري ،ټپه داسې کوي:
په جنازه مې تلوار وکړئ
ناوخته کیږي، داشنادیدن ته ځمه
دعرفان له مخې په خپل ار(اصل)پسې سفر دملکونوسفرنه دی،بلکې دغه سفر هلته پیلیږي چې څوک له ځانه څخه ووځي،دهمدغه سفرلاروي ته دتحقیق له بورجلونودحق انوارات ښکاره کیږي اودغه سفر خپل ځان ته په تحقیق کتلو سره نورهم اسانیږي.
اخځونه :
ناګار، فضل ولي ،عرفان او په لرغونې دوره کې یې څرکونه،ناګارخپرندویه ټولنه،۱۳۸۹
ښکلی ،اجمل ،تصوف اوادب ،۱۳۹۰
پښتو لنډۍ،لایق،سلیمان،ګډه علمي پروژه،۱۳۶۱
دټولګي یادښتونه۱۳۸۸ـ۱۳۸۹