ریکس ټیلرسن

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وویله.

ټیلرسن د افغانانو مقاومت او جرات ستایلی او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره یې خوشبیني څرګنده کړې ده.

ټیلرسن په یوه اعلامیه کې ویلي«د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت له لوري غواړم چې افغانانو ته چې د اګست په نولسمه د خپلواکۍ ۹۸ مه کالیزه لمانځي، مبارکي ووایم.»

ده همداراز ویلي چې له بدمرغیو سره سره د افغانانو د مقاومت او زړه ورتیا روحیه دوام لري او دا ښې راتلونکې ته افغانان هدایت کوي.

ټیلرسن همداراز ویلي چې افغانستان په تېرو ۱۶ کلونو کې د پام وړ اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پرمختګ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل پیغام کې دغه راز ویلي«له افغانستان سره زموږ کلکه دوستي د افغانانو د افغانانو د خوندي او سوکاله راتلونکې له یقیني کېدو سره د مرستې لپاره د دوه اړخیز تعهد پر اساس دی. نن د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان له خلکو سره ستاسو د خپلواکۍ په جشن کې ځانونه شریک بولي.

۹۸ کاله مخکې په همدې ورځ د افغانستان ځوان پاچا امان الله خان له انګلیسانو څخه د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان کړه.

په افغانستان کې حکومت او عام افغانان نن د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو اته نویمه کلیزه په بېلابېلو مراسمو لمانځي.

پر رسمي او غیرې رسمي غونډو، کنسرټونو او نورو مراسمو سربیره په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې پر ځینې واټونو د افغانستان ملي بیرغونه او د ازادۍ د ګټونکي پاچا امان الله خان عکسونه راځړول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *