تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل چې متحد ایالتونه د پاکستان د سیاسي ثبات په اړه اندېښنه لري.

ریکس ټیلرسن د پاکستان له باندنیو چارو وزیر خواجه اصف سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، امریکا نه یوازې د پاکستان د سیاسي راتلونکې بلکې د دغه هیواد د سیاسي ثبات په اړه هم اندېښمنه ده.

ټیلرسن دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د متحدو ایالتونو دفاع وزیر او لوی درستیز د خپل هیواد د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته په زغرده وویل چې د پاکستان آی ایس آی د افغان طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کوي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز متیس وویل چې پاکستان ته یو بل چانس هم ورکوي چې په خپل دریځ کې بدلون راوړي.

ټیلرسن همداراز وویل، د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې د سیمې په کچه خورا مهمې دي. ده همداراز وویل پاکستان نه یوازې د افغانستان په مسله کې مهم دی بلکې د ده په وینا په سیمه کې اساسي رول لري.

ده دا هم وویل «موږ د پاکستان د حکومت د راتلونکې په اړه هم اندېښنه لرو. موږ غواړو چې حکومت یې د قبات خاوند وي او غواړو چې دوی هم سوله ییز ژوند ولري.»

One thought on “ټیلرسن: امریکا د پاکستان د راتلونکې په اړه اندېښمنه ده”
  1. زما حدس وایی چی پاکستان د امریکا خارجه وزیر ته عذر کری چی د بایبل او گاد روی ومنی پاکستان تبا کیزی. موژ دا هرسه د پاکستان د پراختیا نه بلکی د ملک دبقا لپاره کوو. لز زموز په حال رحم وکی. بلوچان وگوری آزادی عواری سندیان هم ناراضی دی. افغانستان هم دعوی آری.

    لژ رحم وکی. تاسی عذر کوو
    اوس نو امریکا وایی هو . موژ د پاکستان د ثبات په هکله اندشنه لرو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *