تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايي، د ټرمپ د حکومت نهايي هدف د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ سوله ده.
د ټیلرسن دا څرګندونې د افغانستان په اړه د ولسمشر ډانلډ ترمپ د ادارې د دریځ لومړنۍ نښه ده خو ویل کېږي چې لا هم د ټرمپ اداره د افغانستان او پاکستان په هکله د پالیسۍ په جوړولو کار کوي.
ټیلرسن د جمعې په ورځ په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې د افغانستان په اړه څرګندونې وکړې او پرون /شنبه/ په واشنګټن کې د ده دفتر خپرې کړې.
ده په عین حال کې له افغانستان سره د امریکا پر اوږدمهالو ژمنو تاکید وکړ.
ټیلرسن وویل چې د ناټو د غړیو او متحدانو یې نهايي هدف دا دی چې په افغانستان کې د سولې لپاره د دغه هیواد د حکومت او طالبانو ترمنځ روغه وشي، د ناټو تړون ګټې خوندي شي، او دا یقیني شي چې افغانستان په یوه بریالي هیواد بدلېږي او بیا هیڅکله د تروریستانو پر خالې نه بدلېږي.