تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سفر په لړ کې وویل، فکر کوي چې منځلارې طالبان د خاصو شرایطو پر اساس د افغانستان په حکومت کې برخه لرلی شي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ټیلرسن وویل، طالبان باید د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار شي ځکه چې دوی له پوځي لارې بریالي کېدای نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، چې د خبریالانو یوې کوچنۍ ډلې ته خبرې کولې، وویل«که دوی تیار وي چې راشي، له تروریزم څخه لاس واخلي، تشدد بس کړي او سوکال او ارام افغانستان ته ژمن شي، د دوی لپاره په حکومت کې ځای شته… »
ټیلرسن یو وار بیا پاکستان ته خبرداری ورکړ، ویې ویل چې اسلام اباد باید د هغو تروریستي ډلو خلاف اقدام وکړي چې د پاکستان په خاوره کې پناهځایونه لري.
ټیلرسن وویل چې سبا /سې شنبه/ پاکستان ته ځي چې له دغه هیواده وغواړي څو پخپله خاوره کې د افغان طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پر ضد مشخص اقدام وکړي.
دی به له پاکستان وروسته هند ته لاړ شي.
ټیلرسن طالبانو ته وویل چې باید په دې پوی شي چې په جنګ څه نه شي ګټلی«په زغرده وایو، موږ د طالبانو او نورو پر ضد جګړې ته دوام ورکوو څو دوی پوی کړو چې هیڅکله له پوځي لارې بري ته رسېدای نه شي.»
ټیلرسن د افغانستان له سفره وروسته بېرته قطر ته ستون شو او له هغه ځایه عراق ته لاړ چې د دغه هیواد له چارواکو سره د ایران او کوردستان په اړه خبرې وکړي.