تاند- د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼه وايي چې القاعده شبکې د افغانستان په جنوب کې تروریستي مرکز بیا پرانیستی او له هغه څخه په لوېدیځ کې د حملو د پلان جوړولو لپاره کار اخلي.
ورځپاڼه وايي، القاعده د پاکستان په قبایلي سیمو کې له څه باندې یوې لسیزې وروسته په ۲۰۱۴ م کال له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په وتلو پسې خپل تروریستي مرکزونه بېرته د افغانستان جنوب ته لېږدولي دي.
ټیلګراف ورځپاڼه وايي، اوس افغان امنیتي چارواکي وايي چې د القاعده مشران هیله لري چې په افغانستان کې له خپلو مرکزونو څخه به په لوېدیځ کې د حملو د پلان جوړولو لپاره کار واخلي.
د افغانستان یوه جګپوړي دفاعي چارواکي وویل:«القاعده له افغانستانه د لوېدیځو پوځیانو له وتلو وروسته له رامنځته شوې تشې څخه په استفادې د افغانستان په جنوب کې مرکزونه جوړ کړي. دوی بېرته راغلي او اراده به لري چې له دغو اډو څخه بیا پر لوېدیځو هدفونو د حملو لپاره کار واخلي.»
افغان امنیتي ځواکونه وايي چې د القاعده تروریستي ډلې د ترور مرکزونه د کندهار ښار په شاوخوا کې هم فعال دي.