محترم داکټر صاحب زما عمر ۳۰ کاله او زه د ټیټ فشار تکلیف لرم چی ډیر په عذاب یم
داسی چی کله ویده کیږم سر می ګرځی بل خوصوص کله چی په چپ اړخ ویده کیږم نو زیات مشکل راته پیدا کیږی او همدا شان چی کله پاڅیږی هم سر می ډیر ګرځی کله کله خو داسی شم چی په لاره ځم نو غورځیږم په ټیټ بالخت خو بښی سر نشم ایښودلای په دی چی سر می ګرځی.
دوا می هم ډیره وکړه ډاکټران راته وایی چی مالګه ډیره خوره مالګه هم ډیره خورم نور غذایی رژیم می هم ښه دی خو هیڅ تاثیر راباندی نه کوی .
په مننی سره ستا د جواب په انتظار.
ځواب:
تر هرڅه وړاندې باید دا ووایو چې ایا په دې ډاډه یاست چې ستاسو فشار ټیټ دی که نه کومه بله ستونزه شته چې سر مو ګرځي ځکه چې دسر ګرځیدل نور عوامل او علتونه هم لري په هر صورت چې ډاکټر درته ویلي دي بیا نو احتمالاً فشار مو ټیټ دی.
زه به په ټول کې د ټیت فشار په علتونو او علاج خبرې وکړم خو لومړی به دا ووایو چې فشار څه شی دی:
دوینې فشار هغه ځواک دی چې د رګونو پر دیوالونو د د وینې د جریان په وسیله رامنځته کیږي او دحیات یوه نښه ګڼل کیږي کله چې وینه د زړه په وسیله پمپ کیږي دغه فشار رامنځته کیږي د وینې فشار دوه ډوله ښودل کیږي یوه ته سیستولیک او بل دیاستولیک وي او داسې ښودل کیږي ۱۲۰/۸۰ دلته یوسلو او شل سیتولیک او اتیا دیاستولیک فشار دید سیستولیک هغه فشار دی چې د زړه دعضلې له انقباض وروسته په شریانونو کې رامنځته کیږي او دیاستولیک د رګونو یا شریانونو د داخلي فشار ښوونکی وي اوکله چې دزړه عضله له انقباضي حالته انبساط یا داستراحت حالت ته راشي دغه فشار رامنځته کیږي.
دزیاتره بالغینو لپاره دسیستولیک فشار طبیعي او نارمله اندازه د ۹۰ او ۱۲۰ په منځ کې وي او دیاستولیک فشار د ۸۰ او ۶۰ په منځ کې ښودل شوی دی په بیلابیلو هیوادونو کې د لوړ فشار اندازه توپير کوي په اروپا کې که له ۱۳۰/۸۰ که فشار لوړ وي نو لوړ فشار بلل کیږي کله چې فشار لوړ وي د زړه ، پښتورګو،سترګو او نورو ناروغیو سبب کیداي شي .
زموږ د بحث اصلي موضوع ټیټ فشار دی چې هیپو ټنشین هم بلل کیږي کله چې فشار ټیټ شي د بدون بیلابیلو برخو ته دوینې په رسیدا کي خنډ رامنځته کیږي که دغه حالت ډیر دوام کوي دبدن بیلابیل غړیو لکه زړه ، مازغو ، او نورو اندامونو ته تاوان پیښولی شي .
تر هغه چې ټیټ فشار کومه نښه نه وي پيدا کړي تاون نه کوي خو که تردې حده ټیټ شي چې نښې نښانې ېې څرګندې شي باید ډاکټر ته ورشو او علاج ېې وکړو.
کله چې دمثال په توګه مازغو ته وینه او اکسیجن ونه رسیږي مازغه ښه کار اوفعالیت نه شي کولی او په نتیجه کې ناروغ ګنګس خوبولی او سربداله وي حتي ممکنه ده ضعف وکړي دغه راز کله چې ناروغ خپل وضیعت بدلوي دمثال په توګه که ویده وي او ناڅاپه ودریږي نو ممکنه ده سر ېې وګرځي او حتي ممکنه ده ولویږي هغه کسان چې یوازې په دې وخت کې له ټیټ فشاره سره مخامخ وي دغه فشارته ارټو ستاتیک فشار وايي.
په دغو حالتونو کې ممکنه ده فشار ټیټ شي:
کله چې یو کس وینه ضایع کړي او یا په وینه کې میکروب ولري ممکنه ده فشار ېې ټیټ شي که په د غه حالت کې وینه ناروغ ته ورکړل شي یا څښاک وکړي نو ممکنه ده حالت ېې بیرته شي او که میکروب وي باید هغه میکروب له منځه یوړل شي چې فشار هم ورسره بیرته عادي حالت ته ستون شي .
ځینې وخت د بدن اوبه کمې شي ورسره دوینې اندازه هم کمیږي نو په دې ډول فشار ټیټیږي که دکمو اوبو له امله فشار ټیټ شي د اوبو په څښولو او د مایعاتو په جبرانولو سره دغه ستونزه حال کیداي شي .
دبراډي کارډیا په نوم دزړه ناروغي هم ممکنه ده فشار ټیټ کړي دغه حالت دځینو خاصو درملو دخوړولو په نتیجه کې رامنځته کیږي که دغه درمل پريښودل شي نو فشارهم ورسره لوړیږي .
په اپوټه ټکي کارډیا یا دزړه ډیر ضربان هم فشار ټیټولی شي په خاصو درملو سره دغه ستونزه هم معالجه کیداي شي .
ناسمه تغذیه هم ممکنه ده د ټیټ فشار سبب شي په تیره بیا په ماشومانو کې په تیره بیا هغه ماشومان چې ښونځي ته ځي که په تفریح کې سم خواړه ونه خوري نو ورته سر درد او نور ستونزې پيدا کیږي چې علت ېې ناسمه تغذیه او ټیټ فشار دی.
دمعدې او کولمو ستونزې هم ممکنه ده فشار ټیټ کړي دغه راز ویره او اضطراب هم یو اصلي علت کیداي شي ډیرې داسې ناروغۍ او عوامل شته چې فشار ټیټوي خو اصلی علت ېې باید ډاکټر پيدا کړي او که علت پیدا نه شي نو په هر ډول چې باید فشار نارمل حدې کې وسالت شي .
د ټیټ فشار دمعالجې لپاره لومړی باید ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پيدا کړئ خو ځینې لارې او رودې شته چې درسره مرسته کولاي شي :
د ټیټ فشار د مخنیوي یوه مهمه لاره سمه تغذیه او خوراکي رژیم دی باید خواړه منظم او غله دانه ، سبزیانې ، میوه ، غوښه او حبوبات په متعادل ډول او سم وخوړل شي .
دسبزیاجانو اوبه په تیره بیا د ګازرو ، بانجانو اوبه کبان، او سمندرې مالګه درسره مرسته کولاي شي .
دغه راز اوبه ډیرې څښئ ، هغه شیان چې دبدن اوبه کموي لږ مصرف کړئ دمثال په توګه شراب دبدن اوبه کموي.
پر دې سربیره کاربوهایدریټ کم مصرف کړئ.
دغه ورور لیکلي دي چې که مالګه وخورم فشار ښه کیږي دمالګې په خوړلو کې احتیاط وکړئ که ټیټ فشار لرئ مالګه باید نه ډیره او نه لږ وخوړل شي .
پام وکړئ که مالګه ډیر ترلاسه کړئ فشار مولوړیږي او زړه ناروغۍ درته پيدا کوي خو که ېې لږ وخورئ هم ممکنه ده فشار مو نوره ټیټ کړي خو په مالګې خپل فشار مه کنټرولی .
میوه پریمانه خورئ دمیوې اوبه دزړیدا مخه نیسي او دفشار د ټیټیدا په مخنیوي کې هم مرسته کوي تر وسه وسه میوه خورئ .
د لبلبو اوبه د ټیټ فشار په معالجه کې ګټور ثابت شي په و رځ کې که دوه ځله د لبلبو اوبه وڅښل شي ګټه به ېې په څو ورځو کې وګورئ.
دغه راز د ټیټ فشار دمخنیوي یوه ښه وسیله سپورت کول دي که سالم ژوند وکړئ او ښه تغذیه ولرئ د ټیټ او لوړ فشار له ستونزه به وژغورل شئ .