ټېلیفون

د ټلیفون تعریف : ټېیفون داسي وسیله ده چي غږ لیري او نږدې سیمو ته انتقالوي .

په نولسمه پیړۍ کي د ارتباطاتو او رسنیو په برخه کي زیاتي اختراعګاني وسوې ، لکه کامره ، سینما، چاپ او داسي نور چي د خلکو په ژوند کي یې ستر بدلون راوست خو ډېره مهمه اختراع ټلیفون او تلګراف وؤ چي له لیري سیمو سره یې د چټکې اړیکه امکان برابر کړ. ټلیفون له دوو کلمو څخه جوړ سوی دی چي (Tele) د ویلو او (Phone) د غږ په مانا دی.

موبایل
موبایل

د هیواد لومړنۍ د ټېلیفون دستګاه د مسي سیمي لاین په واسطه د امیر حبیب الله خان او د هغه د ورور نصرالله خان د استوګنې په ځای کي د یو کیلو متر په اوږدوالي فعالیت کاوه او بل لاین یې دامیر د استوګنځي او دهغه وخت ترقومندانۍ پوري او دریم لاین یې دارګ له دروازې څخه دبابر تربڼ پوري غځېدلی وؤ.

زموږ په هیواد کي د ټېلیفون لومړنۍ بېټرۍ لرونکي سویچبورډ چي د (۲۵) لانونو ظرفیت یې درلودلی د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ په دوره کي د ارګ په شمالي څلي ( برج ) کي جوړ سو.

سشاشق

 سحرګل سحر
سحرګل سحر

د امان الله خان د پاچاهۍ په دوره کي په (۱۲۹۸) لمریز کالي یو (۵۰) لېنه سویچبورډ د شاه دو شمشېره د پسته خانې په ودانۍ کي نصب سو.

په (۱۳۲۲) لمریز کال کي د (۵۰۰۰) لاینونو اتومات لومړنۍ دستګاه د المان د زیمنس له کمپنۍ څخه وپېرودل سوه او په کابل کي په کار واچول سوه او لومړنۍ ټلیفوني مخابره د کابل او پاریس ترمنځ ټینګه سوه په همدې ډول د پاریس د ترانزیټ مرکزونو د افغانستان ټلیفوني مخابره د نړۍ له نورو هیوادونو سره ټینګوله.

په (۱۳۴۰) لمریز کال کي د مخابرې ترانزیټ له نورو مرکزونو سره د ډهلي ، لندن او مسکو سره هم ټینګ سو وروسته ټلیفون په پرمختللي ډول د ( انالوګ او ډیجټل ) په بڼه تبدیل سو، ددې ټلیفوني مرکزونو ولایتي او نړیوالي اړیکي د سټلایټ ( مصنوعي سپوږمکۍ ) له لاري ټینګیږي.

موبایل:

موبایل په (۱۹۸۰ م ) کال کي د ارتباطي وسیلې په توګه وپېژندل سو او په (۱۹۸۳ م) کال کي د امریکا د متحده ایالتونو په شیکاګو کي د ټولو د ګټي اخیستني لپاره وړاندي سو، موبایل په کمزورو لنډو څپو کار کوي چي پیغام انتن ته مخابره کوي او یا یې اخلي ، ګټه اخیستونکي کولای سي له هر ځای څخه ټلیفون وکړي او یا پیغام ترلاسه کړي.

زموږ په هیواد کي په وروستیو دیرش کلونو په جګړو کي ټولي مخابراتي شبکې تریوې اندازې او یا په بشپړه ډول ویجاړي سوې او آن دا چي په وروستیو کلونو کي خلک د نړیوالي مخابرې لپاره ګاونډیو هیوادونو ته سفر کاوه ، د افغانستان دغرني جوړښت په پام کي نیولو له مخي او دیو زیات شمېر مهاجرینو شتون به باندنیو هیوادونو کي ارتباطاتو د جوړولو په منظور لویې خصوصي کمپنۍ لکه افغان بېسیم او روشن به (۱۳۸۲) لمریز کال کي ، MTN په (۱۳۸۴) لمریز کال کي او اتصالات په (۱۳۸۵) لمریز کال کي په فعالیت پېل وکړ او اوس پنځمه کمپنۍ د افغان ټیلي کام له لوري د سلام په نامه هم په هره سیمه کي خلک ورڅخه په هروخت کي استفاده کولای سي ، نن ورځ په ټول هیواد کي په سلګونو زره ګډون کوونکي لري چي کولای سي په ټول هیواد کي د اړوندو انتنونو او له هیواد څخه د باندي د ارتباطي سپوږمکیو په مرسته خپلي ټلیفوني اړیکي جوړي کړي.

2 thoughts on “ټېلیفون او موبایل/ راټولونکی : سحرګل سحر”
  1. ګران ځوان سحرګل سحر صیب هیله ده ، چې سلامونه به مې ومنې.
    زه په لیکنو کې برخه نه اخلم، خو که ځوښه دې وي، نو دا د تلې معنا به سره سمه کړو.
    تېلې زړه یوناني کلمه ده، چې د لرېپ همعنا ده، نو نږ له دې امله که غواړو، چې پوه شو، چې تېلېفون څه ته وایې، ږبهوایو، چې لرږي ته یعنې عږ تر لرې رسیږي. همداسئ لکه تلویزیو یا تېلې وې ژن، چې تیلې یې د لرې په معنا یعنې د لیدلو لپاره له لرې خوريږي. که په پښتو کوو یې ، نو لرلیدی به ورته ووایو. لیکنه دې په زړه پورې په مننه ستا ماخان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *