Tentacle worm
د (Tentacled Tube Worm) په نامه هم یادیږي. تېلېپوس نسل (Thelepus) ده. سمندري چونجیان دي، په برخو وېشل شوی بدن لري، په تونلونو کې ژوند کوي، د سمندر په تل کې بې خوځښته ژوند لري، یوازې لاروا بچیان یې ازاد ژوند کوي. د (T. cincinnatus) ډول یې له ۵ تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري، زېړ ته ورته سور رنګ لري، ملا کې یې برانشونه موجود وي.