عصمت الله صالح

د تندي په ژورو ګونځو کې یې غوټه- غوټه خولې ولاړې وې، ملا یې سیخه کړه، له غټې اوسپنیزې کاسې یې خوشتې جامې پورته کړې، ټیکری یې پر پیڅکه شو، پر کیڼ غوږ یې څو تاره سپین وېښتان پرېوتل. پاڅېده، لمدې جامې یې ونيښسېزلې، له سرو څنګلو یې څاڅکی- څاڅکی اوبه څڅېدې….

دروازه ټېله شوه، پر ملا کړوپ ځوان راننوت، سترګې یې کش کړې، د شپاله وره ته یې وکتل، ګوډ- ګوډ روان شو، پر تورو څپلیو یې شنه واښه سرېښ وو….

ښځې وټوخل، د ټیکري پیڅکه یې کش کړه، سړي ته یې وکتل:

ـــ زویه رشقه دې راوړه. ښه، پڼډه د شپاله په وره کې وغورځوه، زه یې بیا غوا ته ورکووم.

ـــ سمه ده مورې، الته یې غورځوم.

ځوان خوله وازه کړه، اوږد اسوېلی یې وکيښ، د برنډې خاورینو زینو ته په ډډه شو، د کلا په کونج کې یې ژېړې غوا ته وکتل، شونډې یې پرانیستې:

ـــ مورې نن لکچې اخره ده؟

ـــ هو زویه خدای دې قبوله کا، ښه برکتي میاشت وه…

ـــ مورې د اختر سودا خو مې راوړې، نور خو به څه شی نه وي پکار؛ که څه نه وي چې اوس پسې لاړ شم؟

ـــ نه- نه زویه هر شی ډېر دي؛ خو ګوره تا دې ځانته بوټ واخیستل؟

غوا ړمباړه کړه، زور یې وکړ، په خوشایو ککړ پړی یې وښوراوه….

ځوان سترګې چوغې کړې، پاڅېد، له زینو یې ټوپ کړ او په بیړه د شپاله خواته روان شو….

*****

چرګ وزورونه وټپول، غاړه یې هسکه کړه، د مرغانچې له سوري یې د سهار رڼايي ولیده، اوږد بانګ یې د کلي په لیرې مرغانچو کې د نورو چرګانو تر غوږ شو. د لمر ژیړې وړانګې د لوی دېوال پر مایه‌پوشته ولګېدې….

ځوان پاکې جامې واغوستې، اینې ته ودرېد، له اوږدو وېښتانو یې لنډ- لنډ څاڅکي څڅېدل. ږمنځ یې سر ته کړه؛ خو لایې په شانه کولو شروع نه وه کړې، چې په انګړ کې یې د ماشومانو شور- ماشور واورېد، په بیړه له کوټې ور‌ووت….

ــــ ولې چارمغز نه راکوې، موږ د غنمو نینې نه اخلو!

ــــ هر کور چامغز، منګپېلي، ژوالې او… وېشي، یو تاسې غنم راکوئ!!

ــــ واخله موږ دا نه اخلو، راځئ هلکانو دا غریبان په څه کې دي!!!

ځوان روانو ماشومانو ته کاږه وکتل، ټیټ شو، زړه څپلۍ یې له پښې وویسته، غوښتل یې چې یو پکې په نښه کړي؛ خو د مور په لړزاند غږ یې له ماشومانو سترګې واړولې.

ــــ مه کوه، زویه! خیر دی، الکان دي، نه پوهېږي….

ــــ مورې خو پرون مې درته وویل، چې که څه نه وي، چې را‌یې وړم.

ښځې له ټکري راوتلي سپین وېښتان تر غوږ واړول، د زوی ګونځې تندي ته یې وکتل، غلي یې وویل:

ــــ خیر زویه، دې شیانو ته دې چورت مه خرابوه، خدای به دا هر څه سم کړي، تاته دې خدای دومره همت درکړي، چې یو ځل د دې شېیید (شهید) پلار، کړي پورونه خلاص کړې….

د ځوان زړه ډک شو، څپلۍ یې له لاسه پرېوته، سر یې وځړېد او په لمدو سترګو یې د پخو غنمو ډکې کاسې ته کتل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *