تاند- د کابل د تروریستي برید له قربانیانو سره د پیوستون او د هغو د کورنیو له غړیو او افغانستان سره د یووالي په نښه به نن شپه د پاریس د ایفل برج څراغونه یا ګروپونه مړه د ځڅو شېبو لپاره مړه شي.
د پاریس ښاروال وویل چې د کابل په وخت د شپې په دوولس بجې به د ایفل څراغونه مړه کړي.
دغه برح ته هره ورځ په تېره بیا د نن سبا په شان په موسم کې زرګونه سیلانیان خېژي.
دا برج چې د پاریس په ررړه کې دی، د فرانسې او په ځانګړي ډول پاریس سمبول ګڼل کېږي. د برج له سره د ټول پاریس رنګارنګي ښکاري.