خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي، پاكستان چې د نړيوالو فشارونو په موجوديت كې له تاپي پروژې سره سړه لېوالتيا ښيي او په تازه اقدام كې يې د تاپي پروژې په اړه په جوړېدونكې غونډه كې د خپل استازي له ګډون څخه ډډه كړې ده.
د خدمتګار په باور پاكستان پر داسې مهال د ټاپي پروژې نوبتي غونډې ته د خپل استازي له استولو ډډه كوي چې اسلام اباد په تاپي پروژه كې د برخه وال هېواد په توګه د ګډون ژمنه كړې ده.
د پاکستان د سيمه ييزو رسنيو د رپوټونو پر بنسټ، پاکستان په دې وروستیو کې له هند سره د اړېکو د کړکیچنېدو له امله، د تاپي پروژې په اړه د خبرو اترو په نوبتي پړاو کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
دغه نوبتي غونډه چې بايد دوه ورځې وړاندې په نوي ډهلي كې جوړه شوې واى او د افغانستان، پاكستان، هندوستان او تركمنستان پر استازو سربېره د امريكا د بهرنيو چارو وزات او د امريكايي كمپنۍ چيوران استازو په كې ګډون كړى واى، د پاكستان د استازي د نه ګدون له امله ځنډېدلې ده.
ايتارتاس خبري اژانس ته د پاکستان د تېلو او طبعي سرچینو د وزارت استازي ويلي چې اسلام د جامو و کشمیر په لانجمن ایالت کې د وضعې د خړپړېدو له امله نوي ډهلي ته د خپل پلاوي له استولو څخه ډډه كړې ده:((له هند سره په اړېکو کې په پرله پسې ډول راپیدا کېدونکی تشنج د دې عمده علت دی چې د پاکستان حکومت او پوځي کړۍ په انرژیکي برخه کې له دې هېواد سره د همکارۍ پراختیا نه غواړي.))0000000000000000000000011111111111111112

نوموړي زياته كړې، پاكستان ويره لري چې له هندوستان سره د هر ډول تاوتريخوالي د را پېښېدو په صورت كې هند د ګازو نلليكه بندولى شي او په دې توګه پر پاکستان اقتصادي او سیاسي فشار هم راوړلی شي، نو ځکه د دې احتمال ډېر کم دی چې داسې انرژیکي پروژې په نږدې او حتی اوږدمهاله راتلونکې کې عملي شي.
د چارو شنونكي وايي چې پاكستان ظاهراً د ټاپي پروژې په تطبيق كې له هند سره موجوده اختلافات پلمه كوي، خو په اصل كې يې له دغو اقداماتو څخه هدف د تاپي پروژې له ګټو څخه د افغانستان محرومول دي.
د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهاند محمدبشير دوديال له خدمتګار سره په خبرو كې وويل چې پاكستان له ايران سره په ګډه غواړي چې د تاپي پروژې مسير له افغانستانه نه، بلكې له ايرانه پاكستان ته تېر شي.
نوموړى زياتوي چې د تاپي پروژې د نه تطبيق په صورت كې زيات زيان هندوستان په تېره بيا افغانستان ته متوجه دى:((هندوستان كولاى شي د ايران له لارې خپله د ايران ګاز او ترڅنګ يې د تركمنستان ګاز تر لاسه كړي، خو د تاپي د نه تطبيق مساله له افغانستانه ډېر اقتصادي چانسونه اخستلاى شي.))
ښاغلى دوديال زياته كړه چې پاكستان نه غواړي د پاكستان په اصطلاح دښمنو ګاونډيو هېوادونو ته په لوى لاس د اقتصادي ګټو فرصت په لاس ور كړي او د وروستيو اقداماتو هدف يې هم تر ډېره د هندوستان پر ځاى د افغانستان ګټو ته متوجه دى.
هڅه مو وكړه په دې اړه د كانونو  وزارت د چارواكو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو.
دا لومړى ځل نه دى چې پاكستان د تاپي پروژې د تطبيق پر وړاندې خنډونه رامنځ ته كوي، بلكې تر دې وړاندې هم د پاكستان سنا جرګې د دغه هېواد له نوي حكومت څخه غوښتنه كړې وه چې له ايران څخه پاكستان ته د ګازو د نلليكې د غځولو په چارو كې چټكتيا راولي او هڅه دې وكړي چې د تاپي له پروژې څخه افغانستان حذف او دغه پروژه له ايران څخه تېره شي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياندې له  ايران څخه  پاكستان ته د سولې په نامه د ګازو د نلليكې غځولو په هوكړه توند غبرګون ښودلى و او پاكستان يې پر بنديزونو ګواښلى و، خو دا چې اوسمهال د ايران او پاكستان تر منځ د ګازو د نلليكې چارې كابو بشپړېدو ته نږدې كېږي، د امريكا متحده ايالتونو او اروپايي ټولنې د پاكستان پر وړاندې بيا ځلي د بنديزونو د يادولو خبره نه ده كړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *