خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې د پاکستان پوځ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتو وروسته غواړي، راتلونکی کال په هندوستان کې زیات نفوذ پیدا کړي او دغه هېواد په كور دننه او هم په افغانستان كې وننګوي.
خدمتګار د رويټرز خبري اژانس د یو خبر پر بنسټ لیکي، ډېرى سرچینو د دوه اتومي هېوادونو هندوستان او پاکستان ترمنځ وضعیت ورځ تر بلې خرابېدونکی ښودلی.
د چارو شنونكي وايي چې پاكستان له هر اړخه د هندوستان د ډغرې نه دى او يوازې د هندوستان پر وړاندې ترهګريز بريدونه تر سره كولاى شي، خو زياتوې چې هندوستان هم په دې وروستيو كې دا وړتيا پيدا كړې چې پاكستان كې هم تاوتريخوالى رامنځ ته كړي.
د پوځي چارو شنونكي جنرال عتيق الله امرخېل له خدمتګار سره په خبرو كې وويل چې پاكستان هڅه كوي د هندوستان پر وړاندې د جهاد له نامه څخه ګټه پورته كړي او په دغه هېواد كې ترهګريز بريدونه وكړي: ((پاكستان د هند پر وړاندې يوازې ترهګريز بريدونه كولاى شي، خو هندوستان كولاى شي د بلوڅانو په تقويه كولو او د كشمير له لارې پاكستان ته شديد سرخوږى پيدا كړى.))
نوموړى زياتوي، پاكستان له دې امله غواړي د هندوستان او افغانستان ترمنځ درز رامنځ ته كړي چې د اړتيا په وخت كې د تېر په څېر د افغانستان له افراطي بشري ځواك څخه د هند پر وړاندې كار واخلي: ((د افغانستان دوستي هندوستان ته په ګټه ده، كه افغانستان د هندوستان په اړه نور هيڅ نه شي، خو دا وړتيا لري چې د هندوستان په ګټه تبليغاتي جګړه پر مخ يوسي.))
د رويټرز خبري اژانس د خبر پر بنسټ، د هند استخباراتي سرچینې باور لري چې په افغانستان کې د دوی پر قونسلګرۍ برید او د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د دوی د سرتېرو وژل کېدل، هغه څه دي چې له مخکې څخه پلان شوي وو.
د لښکرطيبه غړي چې په پاکستان کې مېشت دي، په ممبیي کې د ۲۰۰۸ کال په ترسره شوې چاودنه کې چې ۱۶۶ کسان په کې ووژل شول، په لاس لرلو تورن دي.
سرچينې زياته كړې، د لښكر طيبه ډله چې د پاكستان د څارګرې ادارې له ملاتړه برخمنه ده، یو ځل بیا له هند سره د جګړې تیاری نیسي.
د امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې یوه چارواکي په افغانستان کې د هند پر قونسلګرۍ د بریدونو په اړه ويلي چې هند له اوږده وخته راهیسې په افغانستان کې خپلې ګټې تعقیبوي، نو طبيعي ده چې پر وړاندې به یې ورته دسیسې جوړېږي.
د پاکستان کورکورانه پلانونه چې د کشمیر د سیمې په اړه یې لري او دوی ترې خوند اخلي، له امله یې دواړه هېوادونه یو پر بل توغندي توغوي او د دواړو خواو سرتېري وژل کېږي.
له کله راهیسې چې پاکستان له هندوستان څخه جلا شو، په خپلو کې يې درې ځله جګړه کړې ده او په ۱۹۹۹م کال کې احتمال و چې یو ځل بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ سخته جګړه را منځته شي.
که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې لپاره هڅې کېږي؛ خو حالاتو ته په کتو سره ښايي دا هڅې رښتینې نه وي او یوې دوامداره سولې ته لار هواره نه کړي.
رويټرز د هند د یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي له قوله لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواكونو له وتو سره سم به په پاکستان کې ځينې جهادي ډلې د یاد هېواد د امینت د خرابېدو لپاره خپلې هڅې نورې هم زیاتې کړي:(( موږ د ۲۰۱۴ کال لپاره اندېښنه لرو؛ که په افغانستان کې د دولت مخالف وسله وال بریالي شي؛ نو هغومره زیان چې افغانستان ته رسیږي ګاونډیانو او غرب ته هم رسېږي.))
خو پاکستان چې له هند او افغانستان سره ګډه پوله لري، د خپل ځان په اړه اندېښمن دی.
د افغانستان او هند ترمنځ قوی ډپلوماتیکې اړیکې او په یاد هېواد کې د وسله والو طالبانو ورځ تر بلې زیاتېدونکی نفوذ هغه څه دي چې د پاکستان د اندېښمنېدو سبب ګرځېدلی او ګمان کوي چې له دې وروسته به پاکستان له خپلو وسله والو نه ډېر وځورېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزرات یو لوړپوړي چارواکي بیا د هند د تورونو په اړه ویلي چې د دغو ګونګوسو په اړه اندېښمن دی، پاکستان په خپله د ترهګرۍ له ستر ګواښ سره مخ دی: ((که موږ په خپلو تېرو تېروتنو پسې ګرځو او هغه خبرې چې هیڅ اساس نه لري موږ يې جدي نیسو هيڅ ګټه به ونه لري.))
د لښکر طیبه ډلې بنسټ ایښودونکی حفیظ سعید له یوې هندۍ اوونیزې سره په خبرو کې ویلي، په دې کې هیڅ شک نشته چې د پاکستان او هند ترمنځ په خبرو کې به د کشمیر مساله ډیره مهمه وي: ((له افغانستان څخه به د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته په پاکستان کې د ټولو اسلامپالو ډلو د جنګ نقطه کشمیر وي.))
په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د روسي ځواکونو له وتلو وروسته هم ورته يوه سناريو تكرار شوه او په افغانستان كې جنګېدونكې وسله والې ډلې له هند سره د جنګېدو لپاره کشمیر ته لاړې.
اوسمهال د ترهګرو له خوا له ورځ تر بلې زیاتیدونکي خطر څخه پاکستان او هند خوندي نه شي پاتې کیدلی، ځکه دا خطر ښایې د کشمیر د شپیته کلنې لانجې څخه هم ناوړه پایلې ولري.
په پاکستان کې د لښكر طيبه ډلې لوړ پوړي غړي رويټرز ته د لښكر طيبه او وسله والو طالبانو د نږدې اړيكو خبره منلې ده او زياته كړې يې ده چې ياده ډله په افغانستان كې له جنګېدونكو ډلو سره هر اړخيزې مرستې كوي.
د هند او پاکستان ترمنځ روابط هغه مهال ډیر خړ پړ شول چې تیره اوونۍ د پاکستان پینځه سر تیري د کشمیر په سیمه کې د هندي ځواکونو لخوا ووژل شول، په دې اړه د هند نظر دا دی چې پاکستاني سرتیري هندي سرتیرو ته په کمین کې وو.
یوازې څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې درې تنو ځانمرګو چې غوښتل یې له چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر د هند قونسلګرۍ ته نږدې والوزوي، خو مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي، د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او خپل هدف ته تر رسېدو مخكې يې چاودنه رامنځته كړه چې له امله یې نهه تنه ملکي کسان ووژل شول.
كه څه هم كومې ډلې د ياد بريد مسووليت نه دى منلى، خو افغان او هندي چارواکي لشکر طیبه او د هغوی ملاتړې ډلې د ورته بريدونو تر سره كوونكې ګڼي.
د هند د دفاع وزارت د بیانيې له مخې یادو ډلو سږ کال په کشمير کې د خپلو فعالیتونو لپارهڅې زیاتې کړي.
لشکر جنګوي ډله چې په ۱۹۹۰ کال کې د یوه پاکستاني ملا له خوا رامنځته شوه، په ممبیي کې د ډله ییزو بریدونو مسووله پېژندل شوې.
که څه هم یاده ډله په نړیواله کچه فعالیتونه کوي، خو اصلي هدف یې په هند په ځانګړې توګه کشمير کې د مسلمانانو په منځ کې د هند د نفوذ کمول دي.
د لشکر طیبه ډلې یوه پخواني جنګیالي رویټرز ته ویلي، لشکر طیبه له نورو جنګي ډلو سره یو ځای کار کوي او غواړي چې نوي کسان تربیه او هند ته یې وليږي.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف د خپلې بريا په لومړيو كې وويل چې له هند سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره به هڅې وکړي، خو د ده له قدرت ته رسېدو وروسته د کشمیر په سیمه کې هندي سرتيري ووژل شول.
د دواړو هیوادونو صدراعظمان په پام کې لري راتلونکي میاشت په نیو یارک کې خبرې اترې وکړي.
د لشکر طیبه ډلې یوې سرچينې رویټرز ته ویلي، موږ اوس نه شو کولی د پخوا په څېر زیات جنګیالي د هند سرحد ته ور واړوو، ځکه اوس هندي ځواکونو په سرحدي سیمو کې کلک امنیت نیولی دی.
یوه هندي پوځي چارواکي هم ويلي چې په دې وروستیو کې یې ډېر داسې کسان نیولي چې غوښتل یې د هند له سرحده را واوړي.
نوموړی وایي ترهګر له پاکستان پرته د اوسېدو لپاره هيڅ بل ځای نه لري.