پال ګورې؟

سلطان په برګ څادر کې ځان پيچلی و، خدای خبر چې په کوم فکر کې ډوب و چې د پالګرې غږ يې د فکر لړۍ ورپرې کړه. مړې سترګې يې ورواړولې او غلي يې ورته وويل: نه.

دوو ماشومان څو قدمه اخوا په پلاستيکي توپ لوبې کولې، په خپلو تنکيو لاسونو به يې چې توپ وواهه نو کړس به يې سلطان ته خوند ورکړ.

(يوازې شل افغانۍ اخلم) پالګره لا هم ولاړه وه خو دا ځل سلطان هيڅ ځواب ورنه کړ، هغه به چې کور کې تنګ شو نو همدې پارک ته به راتلو. پخوا به هم پالګرو ترې غوښتل چ�� پال يې وګوري خو ده به په دومره ترخه ځواب ورکړ چې پالګرې به يې په اوريدو ځای پريښود او روانه به شوه . نن له يوې خوا دده ځواب نرم واو له بلې پالګره شله وه، داسې ولاړه وه ته به وايې چې له سلطان څخه يې د شلګون اخیستلو قسم خوړلی وي، د سلطان کوم ځواب يې چې وانه وريد نو بيا يې وويل:لاس راديخوا که چې پال دې وګورم، خير دی، له خپل سبا نه به خبر شې، خپلې طالع به درمالومې شي.

–         زه طالع نه لرم، خپل سبا ام راته مالوم دی چې ښه ورځ نشته په کې.

–         ته نو څه خبر يې، خير دی لس افغانۍ راکه شلګون نه اخلم ، خبر به شې چې په ورغوي کې دې څه ليکلي.

–         خو درته ومې ويل چې زه طالع نه لرم، په خبره نه پوهېږې.

سلطان په ډک ستوني دا خبره وکړه او په خپل چپ لاس يې له ځانه څادر کش کړ. د پالګرې سترګې وازې پاتې شوې، لکه په خپل شله توب چې پيښمانه وي. د سلطان ښی لستوڼی خالي ځړيده، لاس نه و په کې. د هغه په سترګو کې اوښکې تاويدې په غلي غږ يې وويل : زما طالع، زما له لاس سره يو ځای په ځمکه کې خخې شوي، بدمرغه يم،  له سهاره په کار پسې ګرځېدم، خو هرچا به راته ويل چې کار سخت دی، په يوه لاس يې نه شې کوی.

د اوښکو څاڅکی يې پر لمنه پريوت، پوزه يې کش کړه، سترګې يې پاکې کړې. د پالګرې زړه پرې وسوځېد (يو خبره درته وکړم) پالګرې د هغه په تش لستوڼي کې سترګې نيولې وې او ورو يې وويل خو سلطان هيڅ ځواب ورنه کړ. (پيسې درنه نه اخلم) پالګرې په موسکا هغه ته وکتل، بې له دې چې د هغه ځواب واوري خپله جمله یې وغځوله (ته ډير طالع من يې)

          –  مور مې په ماشومتوب کې راته ويلي و چې  پالګر ټول دروغ وايي، هسې ځان مه ستړی کوه، زه دې په خبرو بارور نه کوم. سلطان پرته له دې چې وروګوري پالګرې ته ځواب ورکړ.

          –   خو په دې خبرو زه پيسې نه اخلم، ځکه يې دروغ مه بوله، رښتيا درته وايم. پالګرې خبره ترې واخيسته. سلطان پورته وروکتل ياني سمه ده خبره کوه، پالګرې وويل: خير دی که يو لاس دې قطع شوی، طالع رښتيا ام د لاس په کرښو کې نه وي، پالګر په همدې دروغو پيسې ګټي، همدا چې سر دې ژغورل شوی او ژوندی پاتې شوی يې، ځان طالع من وګڼه، خير دې که غريب يې، ژوندی خويې، پيسې د لاس خيره ده کله وي او کله نه، ناهيلی کېږه مه، هرڅه به سم شي. که لاس دې نشته هيڅ پروا نه لري، خو که ناهيلی شوې بيا ځان رښتيا ام بدمرغه وګڼه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *