تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، د افغانستان خلک باید په خپل جنګ ځپلي هیواد کې د تلپاتې سولې حق ولري.
پامپیو دا پیغام هغې غونډې ته هم ولېږه د افغانستان لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د چارواکو ترمنځ جوړه شوه.
پامپیو وویل چې امریکا به له ټولو دلچسپي لرونکو خواوو سره کار وکړي چې د افغانستان د سولې پروسې ته اسانتیا رامنځته کړي او ملاتړ یې وکړي.
پامپیو همداراز وویل«په افغانستان کې د سولې لپاره زموږ خاص سفیر زلمي خلیلزاد د دې سفر په لړ کې په خپلو ټولو کتنو کې په دې ټینګار وکړ چې باید ټول افغانان په افغانستان کې د تلپاتې سولې د راوستلو په هلوځلو کې د سولې په پروګرام کې شریک شي. موږ د هراوخیزې سولې د ملاتړ او ورته د اسانتیا برابرولو لپاره له ټولو دلچسپي لرونکو خواوو سره کار کوو.»
خلیلزاد دا ځل سفر له افغانستانه پیل کړ او په افغانستان کې یې پای ته ورساوه. ده په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي ريیس عبدالله عبدالله او یو شمېر افغان سیاستوالو سره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.
پامپیو وویل، خاص استازي زلمي خلیلزاد د کابل د سفر په لړ کې د افغانستان په مدني ټولنه او د سولې په چارو کې له فعالو ښځو او سړو، د رسنیو له استازو او له حکومتي او غیرحکومتي موسسو سره وکتل.
له دې جلا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې هیدر ناوریت د کابل په اورانوس هوټل کې پر دیني عالمانو انتحاري حمله په کلکه وغندله.
دې ویلي چې د قربانیانو د کورنیو له غړیو او دوستانو سره ژوره خواخوږي کوي.