تاند، سه شنبه ، د اسد ۲۹مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، هېواد یې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د جګړې د مصارفو او تلفاتو راکمولو او همدا راز له افغانستان څخه امریکا ته د ګواښونو د مخنیوي په لټه کې دی.

 پامپیو د امریکا له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، واشنګټن په افغانستان کې دغو دوه اهدافو ته بیخي نږدې شوی دی: (( موږ ته ولسمشر ماموریت راکړی چې دوه شیان یعني لسګونه ملیارده ډالر مصرف باید په افغانستان کې راکم کړو او د امریکايي ځواکونو تلفات باید کم کړو.))

 پامپيو زیاته کړې، د سولې له هوکړې سره هم مهاله دوی غواړي چې په افغانستان کې ډاډه شي تر څو دا هېواد بیا د امریکا لپاره په ګواښ نه بدلېږي: ((د دغو دوه هدفونو لپاره ولسمشر ټرمپ زما ټیم او د دفاع وزارت ټیم ته دنده سپارلې ده او زه په دې دواړو ټکو ډاډه شوی یم.))

 پامپیو زیاته کړې په افغانستان کې به د ځواکونو راکمولو چاره د افغانستان په وضعیت پورې اړه ولري او هر څومره چې وضعیت ښه کېږي دوی به همغومره ځواکونه له افغانستان څخه باسي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ بیا تر ده وړاندې په خبرو کې وویل، له افغانستان څخه ۱۴ زره سرتېري باسي خو پراخ استخباراتي حضور به دغه هېواد کې وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *