تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د سنا جرګې د تدارکاتو او د بهرنیو اړیکو کمېټو ته جلا جلا د افغانستان په اړه پوښتنو ته ځوابونه وویل.
مایک پامپیو وویل، حکومت یې غواړي چې د افغانستان بې پایه جګړه پای ته ورسوي.
مایک پامپیو د دې خبرې د کولو ترڅنګ د افغانستان په اړه د سنا جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېټې د غړیو نورو اندېښنو ته ځواب ووایه.
ده وویل چې د سولې په پروسه کې به د افغانستان حکومت مرکزي رول لري او دا پروسه به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر دا خبره د خپل هیواد د سنا جرګې د تدارکاتو د کمېټې د ريیس د پوښتنو په ځواب کې وکړه.
د کمېټې رييس لینزي ګراهام له ښاغلي پامپیو څخه پوښتنه وکړه چې ایا د کانګریس د تدارکاتو کمېټې او نړۍ ته تضمین ورکولی شي چې د افغانستان حکومت د سولې په هره معامله کې به حقیقي او جدي برخوال وي؟
په ځواب کې مایک پامپیو وویل، تر ضمانت ورهاخوا ویلی شي چې د افغانستان حکومت به د دې معاملو په مرکز کې وي او معاملې به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.
د مارچ په میاشت کې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د پنځم پړاو له خبرو وروسته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلراد توند انتقادونه وکړل او هغه یې په دې تورن کړ چې د افغانستان حکومت یې د سولې له پروسې څنګ ته کړی دی.
خو د ښاغلي پامپیو څرګندونې ښيي چې امریکا لا هم په دې ژمنه ولاړه ده چې د سولې په پروسه کې د افغانستان حکومت ته باید مرکزي رول ورکړل شي.
سناتور ګراهام د افغانستان په سوله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هڅو ستاینه وکړه، ویې ویل چې د دغو هلوځلو په نتیجه کې به په افغانستان کې داسې سوله ټینګه شي چې د ښځو حرمت خوندي شي.
ګراهام په عین حال کې وویل چې د افراطیت د ځپلو لپاره تر ټولو ښه لار دا ده چې د خلکو ژوند ښه کړای شی.
د ده په وینا ځینې وختونه د افغانستان، عراق یا سوریې په شان هیوادونو کې د یوه ښوونځي جوړېدا پر سختدریځو د یوه اتوم بم تر غورځولو زیات اغېز لرلی شي.
ده دا هم وویل چې طالبان باید د امریکا د شرایطو پر اساس د افغانستان په ټولنه کې جلب و جذب شي نه د هغوی د خپلو شرایطو مطابق.
د امریکا د سنا جرګې د تدارکاتو په کمېټه کې ښځو ته د داسې امکاناتو پر برابرولو هم خبرې وشوې چې هغوی د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه په پرېکړو کې لا زیات رول ولري.