تاند- (د سنبلې ۶) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سې شنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې له طالبانو سره د موافقې پر اساس به امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو لویه برخه وایستلی شي.

د سې شنبې په ورځ (سنبله ۵/ اګست ۲۷)  په دوحه کې طالب او خپلواکو سرچینو تاند ته وویل چې پر ټولو مسلو موافقه شوې ده خو وروسته امریکایانو د موافقې د متن د ځینو الفاظو وضاحت وغوښت او له دې امله د موافقې نهايي کېدا یو څه وځنډېده خو له دې سره سره دواړه خواوې وايي چې موافقه نهايي شوې ګڼي.

په قطر کې باوري سرچینو، چې په روانو خبرو کې شاملې دي، تاند ته وویل چې موافقه نهايي شوې او زلمی خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ (اسد ۶/ اګست ۲۸) کابل ته ځي. سرچینو تېره شپه ناوخته وویل چې یوازې د دوو متنونو مقایسه پاتې دی نور پر هر څه موافقه شوې ده.

سرچینو دا هم وویل چې د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس ممکن طالبانو ته د افغانستان په راتلونکي حکومت کې مهمه ونډه ورکړل شي او د افغانستان د حکومت د موافقې په صورت کې د طالبانو ټول بندیان خوشي شي.

همداراز امریکا ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې به د افغانستان د ودانولو لپاره ډېرې مالي مرستې کوي.

د طالبانو ویندوی سهیل شاهین د سې شنبې په ورځ په دوحه کې خبریالانو ته وویل«موږ په خبرو کې پرمختګ وکړ نو ویلی شم چې پاتې ټکي نهايي کوو.»

ده همداراز وویل چې د موافقې د نهايي کېدا اعلان به وروسته له دې وکړي چې دواړه خواوې د یو شمېر الفاظو پر سر سلا سره وکړي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل چې د خبرو د پای ته رسېدو په اړه اټکل نه شي کولی خو ولسمشر ټرمپ غواړي چې دا لانجه په سم ډول هواره شي.

«ما ته او پوځي همکارانو ته د ده زغرده لارښوونه دا ده چې موږ خپل خلک د امکان تر حده ژر او ډېر شمېر کور (هیواد) ته راولو، او موږ غواړو دا یقیني شي چې بیا به پر امریکا تروریستي برید نه کېږي.»

ده چې د افغانستان په جګړه کې جنګېدلیو امریکايي پوځیانو ته وینا کوله، همداراز وویل«نو موږ باور لرو چې دا دواړه هدفونه ترلاسه کولی شو، او موږ په دې جګړه کې ستاسو د خدمت او قربانیو درنښت کولی شو.»

ټاکل شوې ده چې د څو ټکو د تعریف پر سر د دواړو خواوو له موافقې وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته لاړ شي او د افغانستان ولسمشر او نورو سیاستوالو ته معلومات ورکړي.

د سولې د دې پروسې په دوام کې به طالبان له هغه ۱۵ کسیز پلاوي سره غالباً په ناروې کې خبرې وکړي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یې ټاکي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *