تاند(دوشنبه، د حمل۴) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، چې نن په نااعلان شوي سفر کابل ته راغی، په ارګ کې له ولسمشر غني سره وکتل.
پامپیو ته په ارګ کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هرکلی ووایه.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، له ولسمشر غني سره د پامپیو د کتنې په مهال د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم حاضر ول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو د سولې د پروسې، په دې بهیر کې د راتلونکو اقداماتو، د سولې په خاطر د سیمه ییزې اجماع او د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
تر دې مخکې اسوشیتید پریس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي و چې پامپیو به له ولسمشر غني او پخواني اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره جلا جلا وویني او بیا به له دواړو سره یوځای خبرې وکړي.
دغه راز ټاکل شوې ده چې غني او عبدالله له یو بل سره وویني.
دا اژانس وايي، د امریکا متحد ایالتونه هر کال د افغانستان د ملکي او پوځي بودجې لپاره ملیاردونه ډالر مرسته ورکوي او دا هغه څه دي چې متحدو ایالتونو ته پر افغان مشرانو د فشار راوړلو زمینه برابروي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د پامپیو سفر د سولې د موافقې د ژغورلو لپاره عاجل سفر بللی او ویلي یې دي چې دا سفر په داسې وخت کې شوی چې کورونا وایرس په خپرېدو دي او له کبله یې د نړۍ مشران او چارواکي سفر نه کوي.
دا اژانس همداراز وايي، په دوحه کې د موافقې له لاسلیکه وروسته د افغانستانت د سولې پروسه په ټپه ولاړه ده.