تاند- د سعودي عربستان له لوري پاکستان ته د ۶ ملیارد ډالره پور له اعلانه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، اوس هیله لري چې پاکستان به په سیمه کې د امریکا غوښتنې عملي کړي.

مایک پامپیو وویل، په افغانستان کې سوله زموږ تر ټولو مهم هدف دی او هیله لرو چې پاکستان به دې هدف ته په رسېدو کې زموږ سره مرسته وکړي.

پامپیو زیاته کړه«ما د پاکستان د سفر په لړ کې د دغه هیواد د نوي حکومت له مشرانو سره ولیدل او هغوی ته مې وویل چې د جنوبي اسیا په اړه د امریکا پالیسي بدله شوې نه ده.»

ده ټینګار وکړ«زموږ یوه غوښتنه دا ده چې پاکستان په خپلو لوېدیځو پولو کې تروریستي ډلو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي او موږ تر دې خپله غوښتنه واضیح نه شو بیانولی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې خبرداری ورکړ، ویې ویل چې که پاکستان دا غوښتنې عملی کولی نه شي باید د خپلو پرېکړو عواقب په غاړه واخلي.»

پامپیو وویل، پاکستان باید د طالبانو، حقاني شبکې …. په شان ډلو ملاتړ ونه کړي او دغو ډلو ته په خپله خاوره کې پناه ورنه کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايی، طالبان د پاکستان په جېب کې نه دي، تر څو چې طالبان په سیستم (حکومت) کې ګډ نه شي، د سولې لور ته پرمختګ نه شي کېدای.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې سعودي عربستان پاکستان ته په څه شرط ۶ ملیارد ډالره پور ورکړ.

پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ و، د پیسو نړیوالې بسپنې د پور په وړاندې پاکستان ته سخت شرایط ایښي و او له چین څخه پاکستان په دې خاطر نور پور نه غوښت چې د چین پورونه عموماً ډېر بد عواقب لري.

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو له عمران خان څخه غوښتي دي چې د سعودي عربستان د پور شرطونه اعلان کړي.

عمران خان یوازې ویلي چې هیواد به یې د یمن د شخړې د هواري لپاره د منځګړي رول ولوبوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا ویلي چې سعودي عربستان د پور په وړاندې پاکستان ته هیڅ شرط نه دی ایښی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *