تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، زلمی خلیلزداد به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي سلاکار په توګه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو رهبري وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د خپل وزارت کارکوونکو ته په یوه پیغام کې ویلي، زلمي خلیلزاد به له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو د ملاتړ د څرنګوالي او خبرو ته د لار هوارولو په اړه د واشنګټن د هڅو لارښوونه وکړي.
پامپیو وویل چې خلیلزاد یاد هدف ته د رسېدو تر ټولو ښه انتخاب دی ځکه چې په افغانستان کې زېږېدلی او د دغه هیواد په اړه ډېره تجربه لري.
پامپیو وايي، ډاډه دی چې زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د ماموریت د بریالي کولو وړتیا لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروسته له دې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره ځانګړی سلاکار وټاکه چې د الیس ویلز په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې او دغه راز امریکا د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي دفتر بند کړ.