تاند، سه شنبه، د میزان ۹مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ټاکنو د پایلو په روڼتیا ټینګار کړی دی او په ټاکنو کې د خلکو د ګډون تر څنګ یې د امنیتي ځواکونو میړانه ستایلې ده.

ښاغلي پامپیو په خپل یو ټویټ کې ویلي، د افغانانو میړانه د ستاینې ده چې له ډېرو ننګونو او خنډونو سربېره هم صندوقونو ته ولاړل او رایې یې وکارولې: (( موږ د افغان رایه ورکوونکو او امنیتي ځواکونو درناوی کوو چې له تخنیکي او امنیتي ستونزو سره سره یې بیا هم ټاکنې ترسره کړې.))

خو ښاغلي پامپیو ټینګار کړی چې اړوند ارګانونه باید د شکایتونو د څېړنې او رڼو پایلې د اعلان لپاره جدي ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر نوماندانو غږ کړی و چې د رسمي پایلو تر اعلان وړاندې دې خپل ځانونه بریالي نه اعلانوي.

د ټاکنو کمېسیون هم وايي، د دقیقو پایلو د اعلان لپاره دې ټول لوري صبر وکړي تر څو د میزان په ۲۸مه لومړنۍ او د عقرب به ۱۶مه نهايي پایلې اعلان کړي.

کمېسیون ټینګار کړی دی چې دا ځل ټاکنې د روڼتیا له پلوه بې سارې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *