مایک پامپیو

تاند (جمعه، د حوت ۹) د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له طالبانو سره د امریکا د تړون تر لاسلیک یوه ورځ وړاندې په افغانستان کې د اورکم په تېرو ۶ ورځو کې د تشدد کچه خورا کمه وبلله.

د اورکم یا د تشدد د کمېدا په یوه اوونۍ کې د جګړې د شدت کمېدا له طالبانو سره تر موافقې مخکې د اعتماد جوړولو لپاره مهمه او د طالبانو د ارادې د ثابتولو لپاره شرط ګڼل شوې وه.

له تېرې جمعې څخه د افغانستان د حکومت، طالبانو او نړیوالو ځواکونو له لوري د یوې اوونۍ په مخه د تشدد کمېدا اعلان شوې وه چې نن شپه ۱۲ بجې دا اوونۍ پای ته رسېږي.

پامپیو او نورو امریکايي چارواکو ویلي وو چې که اورکم رعایت شو نو امریکا به له طالبانو سره په قطر کې تړون لاسلیک کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له لاسلیکه وروسته به په لومړي ګام کې ۴۴۰۰ امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي او په مقابل کې به یې طالبان په واک کې د شریکېدو لپاره د افغانستان له حکومت، سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو سره د سولې خبرې پیل کړي او همداراز به اوربند اعلان کړي.

پامپيیو نن (جمعه) د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړیو ته وویل، امریکا په دې غور کوي چې د افغانستان ګاونډي ایران د ورانکاري رول لوبولی او که نه دی.

ده زیاته کړه«موږ ته په تېرو ۶ ورځو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی خورا کم شوی ښکاري.»

ده دا هم وویل چې ایران تل په افغانستان کې ویجاړوونکی رول لوبولی دی.

له بلې خوا سبا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر کابل ته راځي او د افغانستان له ولسمشر سره یوه ګډه اعلامیه خپروي.

د دې ګډې اعلامیې د لاسلیک او خپرولو مراسم سبا له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره کېږي.

ارګ ماڼۍ وايي، د دغې ګډې اعلامیې هدف دا دی څو نړیواله ټولنه وښیي چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې له طالبانو سره د امریکا موافقه د ماسپښین له ۳ بجو وروسته لاسلیک کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *