تاند، دوشنبه، د قوس ۱۸مه: پاني پت فلم، له افغانانو وروسته د هند جټان هم قهرولي او د دغه فلم پر ضد یې پراخ اعتراضونه پیل کړي دي.

د انډیا ټوډی د راپور له مخې د هند د راجستان، د جټانو د قوم معترضان وايي، په دې فلم کې د جټانو ناسم تصویر ورکړل شوی او سپکاوی ورته شوی دی.

 د لوی خیانت، پاني پت په نوم دغه فلم کې د احمدشاه ابدالي پر وړاندې د مرهټه قوم د ماتې لوی علت د هند د محلي واکمنیو خیانت ښودل شوی دی.

په دې فلم د جټانو اعتراضونه له دې کبله پارېدلي دي چې په پاني پت فلم کې ښودل شوي چې د جټانو د قام پاچا سورج مل د احمدشاه ابدالي په مقابل کې له مرهټیانو سره خیانت وکړ، له هغوی سره یې مرسته ونه کړه او دې کار د پاني پت جګړه د هندیانو په ماتې تمامه کړه.

 د راجستان خلک اوس وايي، دا فلم د جټانو لپاره له سپکاوي ډک دی له همدې کبله یې معترضانو د فلم د ډایرکټر اشوتوش ګواریکر مجسمه هم سېځلې ده.

 د راجستان د سیاحت وزیر وشویندر سینګ هم په دې فلم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په پاني پت فلم کې تاریخ تحریف شوی دی.

 نوموړي غوښتنه کړې چې  په هریانا، راجستان او شمالي هند کې د جټانو د قهرېدلیو لاریونونو د مخنیوي لپاره اسانه لار دا ده چې په پاني پت فلم بندیز ولګول شي.

 دا په داسې حال کې ده چې ګڼو افغانانو هم د دغه فلم تر لیدلو وروسته نیوکه کړې چې په فلم کې امپراتور احمدشاه ابدالي ته سپکاوی شوی او افغانان په کې بې کلتوره خلک ښودل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *